پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeکلتورد ط د عامه کتابتون رييس: عامه کتابتون بريښنايي کوو

د ط د عامه کتابتون رييس: عامه کتابتون بريښنايي کوو

تاند:( شنبه، د حمل ۲۷ مه) د طالبانو له لوري د عامه کتابتونو ټاکل شوی رییس قاري عبید الله حنیف وایي چې خلکو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه د عامه کتابتون د عصري کولو او بډاینې هڅې کوي.

هغه په یوه پراخه ساحه کې د عامه کتابتون لپاره د نوې ودانۍ جوړیدل هم اړینه بللې او ويلي، چې ځينو همکارو موسسو سره په ګډه د عامه کتابتون د بريښنايي کولو پروګرام لري.

هغه زیاته کړه، په پام کې لري چې د عامه کتابتون د ټولو مجلو او خپرونو، کلکسیونونه دیجتلي شي او د ویب پاڼې او دیتابس یو سیستم جوړ کړي چې د دې لارې خپل خدمات پراخ او برېښنايي کړي.

د عامه کتابتونو طالب رییس دا هم وویل چې په عامه کتابتون کې به د انټرنټ یو مرکز جوړ شي، چې له دې لارې دغه بنسټ کې شته خپرونې د مینه والوپه واک کې ورکړل شي.

د عامه کتابتونو رییس وویل چې په تېرو ۶ میاشتو کې په کابل کې د عامه کتابتون یو شمېر نمایندګۍ فعالې شوې دي او د عامه کتابتون کارکوونکو د ظرفیتونو لوړولو په مقصد د مسلکي زده کړې پروګرامونه جوړ شوي دي.

دغه راز د یحیی وردګ موسسې ۲۲۰۰ ټوکه کتابونه او د حمیدې برمکي موسسې ۳۵۰۰ ټوکه کتابونه له عامه کتابتون سره مرسته کړې ده.

هغه زیاته کړه چې د دغوکتابونو له جملې څخه په سلګونو ټوکه یې د ولایتونو په کتابتونو وېشل شوي، چې له دې جملې څخه ۲۱۳ ټوکه کتابونه د پکتیکا، ۳۴۶ ټوګه د ننګرهار، ۲۱۸ ټوکه د قندهار او څه د پاسه ۲۰۰ ټوکه د پکتیا کتابتون ته لېږدول شوي دي.

په همدې ډول په سلګونه ټوګه نور کتابونه د زابل، غزني، فراه او د خوست ولایتونو کتابتونوته لېږدول کېږي.

د هغه د څرګندونوله مخې، په ټولیزه توګه په عامه کتابتون کې د افغانستان پېژندنې، ادبیاتو، جریدو، مجلو… او ریفرنس د عمومي تالارونو او مطالعې په برخه کې څه د پاسه ۸۰ زره ټوکه ډول ډول کتابونو په بېلابېلو ژبو د مراجعه کوونکو په واک کې دي.

د یادونې وړ ده چې عامه کتابتون په ۱۳۴۵ لمریزکال کې د پوهنې وزارت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتابتونو له یوځای کېدو وروسته جوړ شو او اوس د هېواد په کچه ۹۶ کتابتونونه لري چې له دې جملې څخه ۱۱ کتابتونونه په کابل ښار او د کابل په ولسوالیو کې فعالیت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب