یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپاکستان پر افغانستان د بمبارۍ ترڅنګ افغان شارژدافېر د احتجاج لپاره احضار...

پاکستان پر افغانستان د بمبارۍ ترڅنګ افغان شارژدافېر د احتجاج لپاره احضار کړ

تاند(شنبه، د حمل ۲۷ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت شارژدافېر احضار کړ او د پنجشنبې د ورځې د حملې په خاطر یې احتجاج وروسپاره.

پاکستان ادعا کړې چې د پنجشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په حنوبي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو برید د افغانستان له خاورې ورغلیو طالبانو کړی و. په دې برید کې لږترلږه ۸ پاکستاني پوځیان ووژل شول.

د برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک په غاړه واخیست.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دا ډول د «پولې» له پورې غاړې څخه حملې په کلکه غندي او د هغو د عاملانو پر ضد د کلک اقدام غوښتنه کوي.

پاکستان له دې سره په یو وخت د افغانستان په کونړ، خوست او نیمروز ولایتونو کې پوځي اقدامات کړي دي.

د راپورونو له مخې، په خوست ولایت کې د پاکستان د پوځ د دوو الوتکو په بمبارۍ کې شاوخوا ۳۰ تنه وژل شوي دي. همداراز په کونړ کې پر یوه کور د بمبارۍ له کبله ۳ ماشومان او دوې ښځې وژل شوي دي.

له نیمروز څخه هم ورکړای شوي راپورونه وايي چې لږترلږه یو تن وژل شوي دي.

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ريیس مولوي نجیب الله حنیف وايي چې پاکستاني پوځیان له درو ورځو راهیسې پر شلتن او ناړۍ ولسوالیود درنو وسلو ډزې کوي.

د درنو وسلو پر ډزو سربېره پاکستاني الوتکو د شلتن په چوګام سیمه کې، چې ډیورند کرښې ته نژدې ځای دی، پر یوه کور بمباري کړې چې ۵ تنه پکې وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان شارژدافېر احضار کړي او ورته ویلي چې په کابل کې له چارواکو وغواړي چې په «پوله» کې امنیتي تدابیر ډېر کړي او د ورته پېښو د مخنیوي لپاره له پاکستاني ځواکونو سره تماسونه زیات کړي.

 په وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې پر پاکستاني عسکرو بریدونه زیات شوي چې د معلوماتو په اساس تیره اونۍ ډېره اسماعیل خان، کرک، بنو او شمالي او جنوبي وزیرستان کې په وسله والو بریدونو کې ۲۳ پاکستانی سرتیري وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب