یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهځايي خلک: پاکستاني بمبار کونړ کې د ۵ ماشومانو په ګډون ۶...

ځايي خلک: پاکستاني بمبار کونړ کې د ۵ ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژلي

تاند:( شنبه، د حمل ۲۷ مه) په کونړ کې ځايي سرچينو ويلي، چې په شلتن ولسوالۍ کې د پاکستان د الوتکو په بمبارۍ کې د ۵ ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي.

د سید شاه په نوم یوه ځايي اوسیدونکي ویلي، چې وژل شوي کسان ټول د يوې کورنۍ غړي دي.

په کونړ کې د طالبانو د والي وياند قاري نجیب الله شريف ويلي، چې ياد شوی بمبار نن سهار ۲ بجې د « غرنۍ» په نوم سیمه کې شوی او ملکي کورونه پکې په نښه شوي.

هغه په دې اړه سیمې ته د یوه څېړونکي پلاوي د ورتلو او نورو سرچينو د کونړ په سرکاڼو او د ننګرهار په تورخم کې هم د پاکستاني بمبارۍ خبر ورکړی.

د یادونې وړ ده، چې په پکتیکا او خوست ولايتونو کې هم د پاکستان د بمبارۍ خبر ورکړل شوی، چې د خوست بمبار هم طالبانو تایید کړی دی.

ويل کيږي، چې پاکستان د دې بريدونو لپاره په يادو سيمو کې د پاکستان د تحريک طالبان ډلې د جنګیالیو د موجوديت ادعا پلمه کړې ده.

پرون د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمه جنوبي وزيرستان کې د څو پېښو پر مهال تر ۸ پورې پاکستاني سرتیري ووژل شول، چې مسووليت يې پاکستاني طالبانو پر غاړه اخيستی.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو د ټولو ادعا شويو پاکستاني بريدونو په اړه څه نه دي ويلي، حکومت په خوست کې يې د امنیه قومندانۍ ویاند مستغفرګربز ويلي، چې تېره شپه پاکستاني الوتکو د سپېرې ولسوالۍ اړوند د وزيرستاني کډوالو ځينې ځايونه بمبارد کړي دي.

ګربز په دغه پېښه کې ځايي خلکو ته د مرګ، ژوبلې اوښتو خبره مني، خو د کره شمېر په اړه يې څه و نه ويل.

يوې ځايي سرچينې وويل، چې د شويو هوايي بريدونو پر مهال له شلو ډېر کسان ټپيان او وژل شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خلکو د پاکستان داسې پرله پسې بريدونو ته د طالبانو په چوپتيا توند غبرګونونه ښودلي.

په پاکستان کې د افغانستان پخواني مرستيال سفير زردشت شمس په دې اړه په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي:« ‏د پاکستاني یرغلګر هوايي ځواک جیټ الوتکو په کونړ او خوست بمباري کړې.»

شمس طالبانو ته د کنايی په بڼه ويلي:« چې د احمد شاهي! او عمري! پوځ غبرګون به دې یرغل ته څه وي؟ او که د ورور اسلامي هېواد د تل په څېر د داسې بریدونو حق محفوظ دی!»

طالبانو په لوړه کچه د دغو بريدونو او پر وړاندې يې د خپل احتمالي اقدام په اړه څه نه دي ويلي.

1 COMMENT

  1. دا لومړی ځل ندی څو ورځی وړاندی یی په نیمروز کی هم ځایی خلک ځورولی او وژلی دی او د تاند رسانی د راپور او خبر په اساس په کونړ کی هم بمبار شوی نو ددفاع وزیر او د خارجه چارو وزیر به اوس معلوم شی د پاکستان په وړاندی څه ډول غبرګون ښایی موږ باید اوس د دوی غبرګون او نظامی آمر ته انتظار شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب