Homeخبرونهپاکستان پر افغان خاورې هوايي بريدونه کړي

پاکستان پر افغان خاورې هوايي بريدونه کړي

تاند:( شنبه، د حمل ۲۷ مه) راپورونه وايي، چې د پاکستان بې پیلوټه جنګې الوتکو تېره شپه د ډيورنډ کرښې په دې غاړه افغان خاورې بېلابېل بريدونه کړي دي.

د سرچينو په حواله، خوست، پکتيکا او کونړ ولايتونو کې ترسره شوي.

ويل کيږي، چې پاکستان د دې بريدونو لپاره په يادو سيمو کې د پاکستان د تحريک طالبان ډلې د جنګیالیو د موجوديت ادعا پلمه کړې ده.

پرون د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمه جنوبي وزيرستان کې د څو پېښو پر مهال تر ۸ پورې پاکستاني سرتیري ووژل شول، چې مسووليت يې پاکستاني طالبانو پر غاړه اخيستی.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو د ټولو ادعا شويو پاکستاني بريدونو په اړه څه نه دي ويلي، حکومت په خوست کې يې د امنیه قومندانۍ ویاند مستغفرګربز ويلي، چې تېره شپه پاکستاني الوتکو د سپېرې ولسوالۍ اړوند د وزيرستاني کډوالو ځينې ځايونه بمبارد کړي دي.

ګربز په دغه پېښه کې ځايي خلکو ته د مرګ، ژوبلې اوښتو خبره مني، خو د کره شمېر په اړه يې څه و نه ويل.

يوې ځايي سرچينې وويل، چې د شويو هوايي بريدونو پر مهال له شلو ډېر کسان ټپيان او وژل شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خلکو د پاکستان داسې پرله پسې بريدونو ته د طالبانو په چوپتيا توند غبرګونونه ښودلي.

په پاکستان کې د افغانستان پخواني مرستيال سفير زردشت شمس په دې اړه په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي:« ‏د پاکستاني یرغلګر هوايي ځواک جیټ الوتکو په کونړ او خوست بمباري کړې.»

شمس طالبانو ته د کنايی په بڼه ويلي:« چې د احمد شاهي! او عمري! پوځ غبرګون به دې یرغل ته څه وي؟ او که د ورور اسلامي هېواد د تل په څېر د داسې بریدونو حق محفوظ دی!»

طالبانو په لوړه کچه د دغو بريدونو او پر وړاندې يې د خپل احتمالي اقدام په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...