یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهملګرو ملتونو له ۸ میاشتو راهیسې ۲۶ زره افغان روغتيايي پرسونل ته...

ملګرو ملتونو له ۸ میاشتو راهیسې ۲۶ زره افغان روغتيايي پرسونل ته معاشونه ورکړي

تاند:( شنبه، د حمل ۲۷ مه) د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) ويلي، چې له تېرو ۸ مياشتو راهيسې یې د افغانستان نیږدې ۲۶ زره روغتيايي پرسونل ته معاشونه ورکړي.

 دغه پروګرام د افغان ښځو او نارينه وو په لوړ کيفيته روغتيايي خدمتونو له ټینګار سره ویلي، چې په دې موخه یې د شاوخوا ۳ زره افغان روغتيايي مرکزونو نیږدې ۲۶ زره روغتيايي پرسونل ته له تېرو ۸ میاشتو راهیسې معاشونه ورکړي دي.

له دې سره، بيا هم د افغانستان د روغتيايي نظام څارونکو بنسټونو اندیښنه څرګنده کړې، چې دغه روغتيايي نظام د سقوط په لور روان دی او پایلې به یې د زرګونو کسانو مړینه وي.

طالبانو له نړیوالو غوښتي، چې د دوی د حکومت د نه رسميت پېژندلو سره بیا هم روغتیایي او بشري مرستې سیاسي نه کړي او د پخوا په شان دوام ورکړي.

د مرستندويانو د نه لېوالتيا یو دلیل دا ګڼل کېږي، چې ګواکې طالبانو خپله د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته روغتیايي سیسټم سیاسي کړی او پکې د ملایانو چارواکو په ګومارلو او روغتيايي کارکوونکو ته په بې ځایه قیوداتو د ستونزو سبب ګرځېدلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی