یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهپاکستاني ځواکونو نیمروز کې په ډزو او شکنجو څو افغانان وژلي

پاکستاني ځواکونو نیمروز کې په ډزو او شکنجو څو افغانان وژلي

تاند:( شنبه، د حمل ۲۷ مه) له نيمروز ولايت څخه راپورونه وايي، چې پرون پاکستاني ځواکونو ډیورنډ فرضي کرښې ته نيږدې یو شمېر افغانان وژلي.

 ‏‏عیني شاهدانو ویلي، چې دا پېښه پرون جمعه د نوکندي ولسوالۍ په چاغي سیمه کې شوې ده.

ويل شوي، چې د پاکستان ځواکونو په دې سیمه کې د افغانانو تر ۳۰۰ پورې موټر ودرولي او د ښيښو له ماتولو وروسته یې د تېلو ټانکۍ له خاورو ډکې کړي دي.

راپور زیاتوي، چې وروسته پاکستاني ځواکونو افغان موټر چلوونکي په ګرمه هوا کې خوشې کړي، چې ۳ تنه یې مړه شوي او ځينې نور يې ټپيان دي.

له پېښې وروسته، د پاکستاني ځواکونو د دې عمل خلاف لاريون شوی، چې د هغوی په ډزو یو لاریون کوونکی وژل شوی او بل ټپي دی.

د طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

څه موده مخکې په نیمروز کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو د نښتې او د طالبانو له لوري د پاکستان د یوې چورلکې د غورځولو او پکې د یوه ناست جنرال د ټپي کیدو آوازه وه، خو رسمی سرچینو په هغې اړه څه نه و ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب