پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeمقالېاسلامد خلقت له حکمتونو څخه منکر | ایمل رحیمي

د خلقت له حکمتونو څخه منکر | ایمل رحیمي

کله چې یوه ښځه ډېرې نجونې وزېږوي نو مېړه یې ځي بله ښځه کوي؛ چې ولې خلک داسې خرافاتي فکرونه لري؟

مخکې له اسلام څخه د جهالت تورې تیارې وې ټولو خلکو ذهنونه نیولي وو؛ او خلکو به ښځو ته دې یو حیوان په نظر کتل او له ښځو څخه یې تنها او تنها جنسي استفاده کوله نور یې دې مزدور په نظر ورته کتل؛ همدا دلیلونه وو چې خلکو خپلې لورانې ژوندۍ خښولې او هغه ښځه چې لور به یې دنیا ته راوړله هغه به یې وهله او ډبوله چې ګواکي ولې دې لور راوړې ده؛ خو جاهل میړونه په دغه هم نه پوهېدل چې د جنسیت ټاکل د نر د کروموزوم سره تړاو لري. کله چې د اسلام مبارک دین نازل شوو، نو ښځو عزت وموند او  نجلۍ د کور رحمت وپېژندل شو. خلکو ته وویل شول چې، زوی او لور هېڅ کوم توپير نه لري او حتا حدیث شته چې جنت د مور تر پښو لاندې دی ؛ همدغه مور یو وخت کې نوې زیږیدلې نجلۍ وه.

بدبختانه په یویشتمه پیړۍ کې بیا هم داسې څه وینو چې د کومې ښځې لور پیداشي نو مېړه یې پرې غصه وي او بل واده کوي له دې خو هېڅ خبر نه دی چې د جنسیت تعین په نارینه پورې تړاو لري.


تر لنډو وختونو پورې خلکو سوچ کوو چې د ماشوم جنسیت د مور سره تړاو لري، حتا تر نن پورې دا باور شتون لري؛
د انسان د کروموزومونو شمیر 23 جوړې دی. چې له هغې جملې څخه 22 جوړې جسمي کروموزومونه دي؛ او یوه جوړه جنسي کروموزومونه دي چې په انسان کې د جنسیت تعینوونکي دي. دغه جنسی جوړه کروموزومونه  YX او په نارینه وو کې جوړه کروموزومونه دې. په ښځینه وو کې XX دي. په نرینه ووکې د میوسس د حجروي ویش په عملیه کې د X او Y دوه ډوله ګامیټونه تولیدیږي. په ښځینه جنس کې دوه د XX کروموزومونه دې چې یوازې د X او X ګمیټونه تولیدیږي. که چېرې ښځینه X د نارینه X سره یوځای شي مؤنث جنس او که ښځینه X ګامیټ د نارینه Y ګامیټ سره یوځای شي نارینه جنس منځ ته راځي. کروموزمونه جین لري؛ جین د کروموزوم کوچنی برخه ده چې په ژوندیو موجوداتو کې د یوې ځانګړتیا ټاکونکی وي لکه د سترګو رنګ، ویښتانو رنګ، ویښتانو بڼه او د غوږونو بڼه او نور.


د نړۍ پرمختللو هېوادونو جینوم تر مطالعې لاندې نیولی چې د هر وګړي جنتیکي نقشه ځانګړې ده دجنتیک د علم په مخ ته تللو سره پوهان کولای شي چې جنتیکي بینظمي مخکې د زېږېدنې څخه جنیني پړاوونو کې وټاکي او درملنه یې وکړې.

دي له تشخیص وروسته  چې هغه ځانګړنې معلومیږي په پټ شکل موجودDNAد هر وګړی په نوم یادیږي. Geneotheraphy پړاو یې درملنه ده چې د جنتیک د علم پلار ګریګور مندل له ۱۸۲۲-۱۸۸۴ م اتریشی راهب ووچې بیولوژي او ریاضي یې د ویانا په پوهنتون کې لوستي وو. هغه د مشنګ بوټي د کلیسا په انګړ کې وکرل؛ هغه د خپلو آته کلنو تجربو او څیړنو پایلې په ۱۸۶۶م کال کې د ساینس پوهانو ډلې ته وړاندې کړلې؛ بدبختانه هغه وخت دومره ارزښت چا ورنکړ د هغه کشفیاتو ته.


په ۱۹۰۰م کال کې د مندل په واسطه وړاندې شوي قوانین د هګو دیورس،شرماک او کورنز نوی کشف ددې لامل شو چې مندل نظریات یې قبول کړل؛ او مندل د جنتیک د علم پلار په نامه وپيژندل شو.

مندل د خپلو تجربو لپاره د مشنګ د هغه بوټي څخه کار اخیست چې پخوا یې د هغې خالص نسل په لاس راوړی وو، له هغه نبات څخه یې ګټه اخیستله چې د هرې ځانګړتیا څخه یې یوازې یو صفت درلود.

په شلمه پیړۍ کې بزګرانو او هغو کسانو چې د جنتیک په برخه کې کار کوي ددې علم له قوانینو په کارونې تخمونه انتخاب کړل او د هغوی له نسل اخستنې څخه یې ښه نسلونه تولید کړل؛ نن ورځ جنتیک انجنیري دا امکان موږ ته راکوي چې د یو نبات څخه په زړه پورې د خاص صفت جین واخلو او بل نبات ته یې ولیږدوو په نتیجه کې په لاس راغلي نباتات هغه صفتونه لري چې موږ یې غواړو، جنتیک انجنیري په نباتاتو کې ډیر بدلونونه راوستلی شي لکه یو نبات چې له وچکالی سره مقاومت ولري منخته راوړو.


ان کیدای شي مختلف نبات داسې بدلون ومومي چې له هر ډول خاورې،اقلیم،محیط سره توافق وکړي.

په ۱۹۵۰م کال کې دوه پوهانو کریک او واټسن د کیمیاوي جو‌ړښت مو‌‌‌ډل کشف کړ، DNA له زیاتو بیلابیلو تجربو څخه وروسته او د نوبل جایزه یې واخیسته له یو نسل څخه بل نسل ته لیږدول کیږي.

د لومړي ځل لپاره کله چې جین په جنین کې مطالعه شو په امریکا کې وه؛ مجله کې خپور شو. دغه علمي څیړنه ډیره بحث لرونکې وه؛ دغه خبر د لومړي ځل لپاره په څیړنیزو چې یو علمي ګام وه. امریکا څیړونکو دا حق نه درلود چې جنین تر ډیره په بیرون کې وساتي؛ دغه څیړنې په علم ارګن پوهنتون کې وشوې چې بیا نتایج یې یو علمي سمینار کې وړاندې شول. دغه تحقیقات په چین کې هم ترسره شول .د لومړي ځل لپاره چې کله اجازه ورکړل شوه چې جنین په بیرون کې وساتل شي په بریتانیا کې وو.

  تغیر کوله دغه تکنیک ډېر په دقت تر سره کېده.DNA دغه تحقیق ژرم لاین په جنین کې لاسوهنه وکړه دې نتیجي ته ورسید چې دغه تغیرات دایمي دي او بل نسل ته انتقال کیدای شي.


په دغه تحقیقاتو کې مذهبي سازمانونو، مدني ټولنو،ځیني شخصي شرکتونو مخالفت درلود؛ ډاکټر اریک توپول ډیر غټ عالم وه چې د جنین د لاسوهنو تحقیقاتي موسسي مشر وه دغه خلک چې دا ډول خرافاتي مفکوري لري؛ دوی باید له دغه ډول خرافاتي مفکورو څخه واوړي؛که د یوې ښځې څلور یا پنځه لورانې کیږي نه باید په هغه بن راولې.


مخکې له دې چې بې ځایه قضاوت وکړئ او د یوې ښځې ژوند ور خراب کړئ نو مهرباني وکړئ له یو ډاکټر یا هم عالم څخه پوښتنه وکړئ.


که چېرې هغه بد چلند (د لور راوړولو په خاطر) ستا له لور یا خور سره وشي کوم چې ته له خپلې ښځې سره کوې څومره به بده وي؟


طبابت چېرته ورسېد او مونږ تر اوسه په ټولنه کې په لور راوړلو تاوتریخوالي منځ ته راوړو د لور په راوړلو سره ښځه بېچاره ځورول کیږي رټل کیږي او همغه لور یې چې پېغله شي بیا یې نو په اته لکه افغانی ودوي.


نو دغه ډول کړنو ته نه اسلام نه طب او نه هم انسانیت اجازه ورکوي چې ترسره شي.

1 COMMENT

  1. په حقيقت کې اسلام يو بشپړ دين دی چې په هر موضوع کې یې په بشپړ ډول وضاحت ورکړئ
    انسان او بیا په ځانګړي ډول ښځو ته يې پوره عزت او ارزښت ورکړئ نن که يو انسان اوبیا په ځانګړي ډول مسلمان ښځې ته په دې خاطر چې ولې د لور زيږولی سپک ګورې په حقيقت کې خپله سپک، ناپوه، او د اسلام څخه نا خبره ده .

    د ايمل رحيمي څخه نړي مننه چې په يوه داسې موضوع يې ليکل کړی چې نن تر ډيره زموږ هيوادوال ورسره مخ دی په لاسونو یې برکت دلا ډيرو برياوو په هيله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب