پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+انرژي څښاک او په روغتیا یې اغیزې‎

انرژي څښاک او په روغتیا یې اغیزې‎

نګین کرګر

د انرژي څښاک مصرف په تیرو دوو لسیزو کې په ډیرې چټکتیا سره زیات شوی، په ځانګړې توګه د ځوانانو ترمنځ دغه څښاک دود ګرځیدلی دی او قیمت یې هم کم دی.
د انرژي څښاک په ډیر هنر  او په دې ادعا بازار موندلی ګې ګوندي دا محصولات د فزیکي او ادراکي فعالیت د ښه کېدو لپاره انرژي ورکوی، او دماغ او فعالیت ته یی وده ورکوي.
په هرصورت، د دې ادعاګانو ملاتړ او مطالعات تر اوسمهاله ډیر محدود دي. په حقیقت کې، ډیری ناوړه روغتیایی اغیزې د انرژي څښاک سره تړاو لري؛ دې پوښتنې راپورته کړې چې ایا دا مشروبات خوندي دي او که نه؟
ډیر نشایسته لرونکې او خواږه خوراکونه د انسان په بدن کې یو رقم تعاملات رامنځ ته کوي، چې پر پوستکې یا مخ باندې د دانو په بڼه راښکاره کیږي.
دا دانې اکثراً په ځوانانو کې ډیری وي چې ورته اکنی یا ځوانې دانی هم ویل کیږې، او یا هم مخ کې سوروالی راپیدا کوی. دا ځکه چې اکثریت د پوستکی ناروغی لکه ایکزیما او یا Psoriasis چې یو د دفاعی سیستم عکسالعمل دي التهاب رامنځ ته کوې ، کوم التهاب چې د ډیرو غوړ، خوږو او نشایسته لرونکو خوراکو سره رامنځ ته کیږې.
که د خوږو خوړلو او قند لرونکو څښاک لکه انرژی او یا خواږه جوس نه مخنیوی وشی، دغه التهاب او دمخ دانی په خپله کرار کرار کیمیږې.
په هر مصنوعی څښاک کې لکه کوکاکولا، فانتا، سپرایت او بیلابیلو نومونو انرژی کې ډیره اندازه بوره ده دا کمپنۍ مکلفی دی چې د بوتل په شا د محتویاتو مقدار ولیکې، او که چیرته لیکې چې بوره پکې نشته بیا هغه کې مصنوعی بوره چې سپارتام نومیږې او خوږ خوند لری خو تاثیر یی د بوری ندی یعنی د وینی قند نه لوړوی کالوری نلری، خو اوږدمهاله استفاده تری کنسر پیدا کوی شته.
هر کوکاکولا ۱۰۰ ملی لیتره کې یو ۱۰.۶ ګرامه بوره ده که یو څوک نیم لیتره وسکی د پنځوس ګرامه نه زیاتیږې او د ورځې دیرش ګرامه بوره په مجموع کې نورمال انسان ته د روغتیا نړیوال سازمان توصیه کوی.
همدغسی دغه خواږه او ګاز لرونکې څښاک د انسان غاښونه هم تخریبوی، او کوکاکولا کې چې کوم تور رنګ دی یعنی فاسفیت دهډوکو د کمزورۍ سبب ګرځې، کفیین یی انسان روږدی کوی، او اوږمهاله انرژی څښاک تاسو د ویښتانو ، جلدی ، زړه ضربان او بلاخره جنسی کمزورۍ سبب ګرځې.
بوره لرونکې او د انرژي مشروبات لکه ریډ بول، مانستر ، الکوزۍ، او وغیره مصنوعی څښاک د نارینه په سپرم او جنسی قوت باندې منفي اغیزه لري، حتی که تاسو په اوونۍ کې یو څو ځله یې وځښئ.
د بوره لرونکې او مصنوعی خواږه څښاک د څیړنو نه دا موندل شوي چې په نارینه وو کې د سپرم شمیر کموي، هغه نارینه چې په ورځ کې یو اضافي ۲۰۰ ملی لیتر انرجې اضافه کړي په اوسط ډول یی ۳.۴ ملیون سپرم/ملی لیتر کم وې دا د هغو نارینه وو په پرتله چې اوبه یې غوره کړې وي.
د انرژی څښاک د سپرم د کیفیت له کمښت سره هم تړاو لري، د دې څښاک اغیزې په سپرم د هغو انرژی څښاکونو شمیر سره سمون لري چې نارینه یې د ورځې مصرفوي. دا هم کولی شي د سپرم شمیر کم کړي، د نارینه وو لپاره د ماشوم په پیدا کولو کې ستونزې پیدا کوي.
د بورې او مصنوعی خواږو څښاک مصرف نه دا هم موندل شوي چې د انسولین مقاومت یا ریزیستنس رامینځته کیدو خطر زیاتوي، د انسولین مقاومت په جنسی طاقت اغیزې لري. دا حالت په بدن کې د حجراتو د زیامنمن کیدو او د سپرم په کوالتی بد اثر کوې، کوم چې د سپرم په حرکت باندې منفي اغیزه لرې ، او د نورو روغتیا یی پایلو تر مینځ د بدن د ډیرو حجراتو التهاب لامل کیږي.

ښه به وې چې فصلی میوه او ترکاری استعمال شي او ماشومان او ځوانان په دغسی خطرناکو کیمیاوی څښاک روږدی نشی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب