پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد خیبرپښتونخوا اعلي وزیر وايی، پاکستان د خپلې مداخلې په بدل کې...

د خیبرپښتونخوا اعلي وزیر وايی، پاکستان د خپلې مداخلې په بدل کې له افغانستانه د ګلونو تمه لري

تاند (سې شنبه، د اسد ۱۶ مه) د خیبرپښتونخوا اعلي وزیر امين ګنډا پور وايي، پاکستان چې تل یې د افغانستان خلاف خپلې ادې نورو ته ورکړي، له افغانستانه د ګلونو د رالیږلو تمه باید ونه کړي.

ښاغلي ګنډاپور تېره شپه په صوابۍ کې د خپل ګوند، تحریک انصاف غونډې ته په وينا کې وويل، «نن زموږ په ملک کې ترهګري ده، او ټول په ترهګرۍ خبره کوي، زه پوښتنه کوم، چې وړاندې هم تاسو وئ، تاسو دلته د امریکا په وينا عمليات نه وو کړي؟، خپلې اډې مو د خپل هغه ګاونډي (افغانستان) پر ضد د استعمالوو د پاره نه وې ورکړې چې پښتون هم دی او مسلمان هم دی، او نن تاسو وايئ، چې کومه پېښه وشي، نو تور لګوئ، چې دا د افغانستان نه پلان شوې وه، تاسو د هغو په بچو د ګولو ورولو دپاره اډې ورکړې وې، تاسو ترې څه تمه ساتئ، چې هغوی به تاسو ته ګلونه راولېږي؟»

د پاکستان پوځ او مرکزي حکومت تور پورې کوي چې افغانستان په پاکستان کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي او په ځانګړي ډول د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته د ټي ټي پي بریدونه زیات شوي او دا ډله په افغانستان کې پناهځایونه لري.

د طالبانو حکومت بیا د پاکستان دا تور په کلکه ردوي او وايي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي. طالبان په عین حال کې وايي چې پاکستان دې خپلې کورنۍ ستونزه په خپله حل کړي.

افغان طالبانو څو ځلې هڅه وکړي چې د پاکستان د پوځ او ټي ټي پي ترمنځ روغه وشي خو د دواړو خواوو خبرو نتیجه ورنه کړه.

3 COMMENTS

  1. پاکستان کوښښ کوي چې افغانستان ناتوانه او اړ وساتي او دا پنځوس کاله یې همدا لوبه کړې او افغانان یې خپل دښمنان کړي. نن هر افغان نر ښځه او ماشوم د پاکستان نه نفرت لري او د بد کافر نه یې بد راځي. داسې هم نده چې افغانستان به ټول عمر همداسې وي یوه ورځ به قوي دولت ولري، هاغه دولت چې دوی ته به جواب ورکولی شي. پاکستانه که ته فکر کوې چې ټول عمر به ستاشاته امریکا وي او ته به د طالب غوندې غلام لرې خو غلط یې مونږ بیا احمدشاه، میرویس او سلطان محمود زیږولی شو.

  2. د افغانستان او پاکستان لانجه د اوس نه نده پیل شوی ډیر اړخونه او تاریخی ابعاد لری. پاکستان همدا اوس د انګلیس یوه مستعمره ده او د همدی دپاره په افغانی او هندی خاوره کښی جوړ شو چی افغانستان او هند نه د انګریز دماتو او فاحشو شکستونو انتقام واخلی ،او په تیرو پنځه څلویښت کلونو کی په خپله وظیفه کي ښه بریالی دی، سوال دادی چی د پاکستان ددغه غیر انسانی او غیر اسلامی اعمالو نه څرنګه ځان خلاص کړو؟ فقط یوه لاره موجوده ده چی هغه د لوی افغانستان جوړیدل دی هرکله چی مونږ په دی بریالی شو چی خپله خاوره بیرته تر لاسه کړو نوهغه وخت به تر یوه حده ددغه خپسۍ له لاسه خلاص شو. لوی افغانستان یو افغانستان.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب