دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهډان وايی، د «ټاډ» په خاطر ۱۰۰۰ پاکستاني لارۍ په افغانستان کې...

ډان وايی، د «ټاډ» په خاطر ۱۰۰۰ پاکستاني لارۍ په افغانستان کې بندې دي

تاند (سې شنبه، د اسد ۱۶ مه) د پاکستان له لوري د باروړونکو موټرو چلوونکو ته د ټاډ په نوم د سند د لازمي کولو له کبله د تورخم په دواړو خواوو کې سلګونه کانتینرونه او باري لارۍ ولاړې دي.

پاکستاني ورځپاڼې ډان نن په یوه راپور کې ویلي، د پاکستان له لوري د ټاډ یا د موقت دخول سند د ناببره عملي کولو له کبله د اګست له لومړۍ څخه تراوسه د افغانستان په خاوره کې تر ۱۰۰۰ ډېرې پاکستانۍ لارې بندې پاته دي ځکه چې پاکستاني چلوونکي هم موقت سندونه نه لري.

د راپورونو له مخې د سفر موقتي سند لرونکي افغان او پاکستاني موټرچلوونکي له ویزې او پاسپورټ پرته تېرېږي، خو هغوی چې دا سند نه لري ګاډي یې له باره ډک ولاړ دي.

د ډان پر اساس، د اګست له لومړۍ څخه د ورځې ۲۰۰ باري موټر، چې چلوونکي یې د دخول موقت سندونه لري، په تورخم اوړي. د سرچینو په وینا یوازې په سلو کې ۲۰ چلوونکي ټاډ یا د دخول موقت سندونه لري.

یو شمېر افغان موټر چلوونکي وايي چې په پاکستان کې د افغان سفارت او قونسلګرۍ له‌خوا د موقتي ننوتلو سند وېش په چټکۍ سره ترسره کېږي، خو په کابل کې د پاکستان سفارت له‌خوا د دې وېش بهیر ډېر وخت نیسي.

پاکستان تېره چهارشنبه ناوخته د سلګونو لاریو پر مخ دا دروازه داسې مهال وتړله، چې د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو موسم دی او سوداګر یې پاکستان ته د صادرولو هڅه کوي.

پاکستان د جولای یودېرشمه د دغو اسنادو د لرلو لپاره مهلت ټاکلی و.

ټاډ “Temporary Admission Document” هغه سند دی، چې په پاکستان کې یې د طالبانو سفارت او قونسلګرۍ پاکستاني چلوونکو ته او په افغانستان کې د پاکستان سفارت افغان چلوونکو ته ورکوي او په هرو شپږو میاشتو کې باید تمدید شي.

موټرچلوونکي کولی شي په دغو اسنادو د شپږو میاشتو لپاره له پاسپورټ یا ویزې پرته تګ راتګ وکړي، خو ځینو چلوونکو ویلي دغه اسناد لري، بیا هم د پاکستان له‌خوا پر دروازه د اوښتو اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

پاکستاني چارواکي وايي د لنډمهاله اسنادو جبري کول یې د امن د ټینګښت لپاره کړی، چې له تورخم او نورو دروازو د وسله‌والو د تګ راتګ مخه ونیول شي.

1 COMMENT

  1. د طغوتي جهاد له برکته. اشرارو افغانستان داسي د تورغري پنجابي لاسکتوی کړ. تف لعنت په هغه چا سي یوه ورځ یې ثوابي جهاد کړی وي. موړ د وږي له حاله څه خبر طالب خپله په چړچو کې غرق ده چړي ته هم تنخوا رسیږي نور د ټول تباه سي. دغه ده جهاد او د طغوتي جهاد میوه. 👏. اوس خو د تاند چلونکي هر اند خپل ابا بایدن او انا کمالا حریث ته لیږي. Bravo 👏

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب