شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهاقلیمي بدلون په ۶ میاشتو کې ۳۸ افغانان بې ځایه کېدو ته...

اقلیمي بدلون په ۶ میاشتو کې ۳۸ افغانان بې ځایه کېدو ته اړ ایستي

تاند (سې شنبه، د اسد ۱۶ مه) د ماشومانو د ملاتړ موسسه، سېف دي چلدرن وايي، په افغانستان کې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ورښتونو او سیلونو له کبله لږ تر لږه ۳۸ زره کسان بې ځایه شوي، چې د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې د ثبت شویو بې ځایه شویو تر ټول شمیر زیات دی.

د دې ادارې په وینا، د بې ځایه شویو کسانو شاوخوا نیمایي ماشومان دي.

د کورنیو بې ځایه شویو د څارنې د مرکز (IDMC) په یوه شننه کې څرګنده شوې چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د وچکالۍ، خورا تودوخې، سیلونو، د مځکې ښویدنې، واورې او توپانونو له امله ټولټال ۳۸ زره تنه بې ځایه شوي، حال دا چې په ټول ۲۰۲۳ م کال کې ۳۷،۰۷۶ تنه بې ځایه شوي وو.

په داسې حال کې چې IDMC په یو کال کې د بې ځایه شویو ماشومانو په اړه مشخص معلومات نه وړاندې کړي، دا یادونه یې کړې چې ماشومان په افغانستان کې د ټولو بې ځایه شویو نیمایي جوړوي.

د ۲۰۲۳ کال تر پایه پورې، افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي ناورینونو له امله د بې ځایه شویو ماشومانو تر ټولو زیات شمېر درلود. په ۲۰۲۳ کې په درسته نړۍ کې ۷۴۷،۰۹۴ تنه د اقلیمي بدلون له کبله اغیزمن شوي وو.

په تاریخي لحاظ، جګړې په افغانستان کې د بې ځایه کیدو اصلی لامل و خو د ملګروملتو پر اساس، له ۲۰۲۲ راهیسې، اقلیمي ناورینونو زیات رول لرلی،

 افغانستان د اقلیمي بدلون د اغېزو په وړاندې شپږم تر ټولو زیات زیانمنېدونکی هېواد دی، خو له بدل شوي اقلیم سره د تطبیق او مقابلې لپاره تر ټولو لږ سمبال هېواد دی. له درېیمې برخې څخه ډیر افغانان د لوږې له بحران سره مخامخ دي، په عمده توګه د اقلیم د شاکونو او د خوړو د لوړو بیو له امله.

ملګري ملتونه وایي، سختې وچکالۍ د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۲۵ ولایتونه ځپلي او له نیمایي زیات نفوس یې اغېزمن کړی دی.

په جنوب کې د کندهار ولایت د وچکالۍ له امله سخت اغیزمن شوی چې ډیری اوسیدونکي یې د سلګونو څاګانو او د اوبو د نورو سرچینو له وچیدو وروسته بې ځایه کېدو ته اړ شوي دي.

په یوه کلي کې چې سېف دي چلدرن هلته فعالیت کوي، نژدې نیمایي کورنۍ د پاکو اوبو د جدي کمښت له امله کوچېدو ته اړې شوي او هغه کسان چې پاتې دي په نورو ولسوالیو کې د کار په لټه کې دي. په دې کلي کې ماشومان اکثراً په ساعتونو ګرځي چې که کوم سوری یا ولاړې اوبه ومومي؛ هغه اوبه چې عموماً یې څاروي څښي او له کبله یې ناروغۍ خپرېږي.

۱۳ کلن رووف د خپلې کوړرنۍ له  شپږ غړیو سره په داسې یوه سیمه کې ژوند کوي چې ډېری وختونه پکې وچکالي وي. د هغه په کلي کې اوبه په سخته موندل کېږي. رووف او ملګري یې هره ورځ اوږد مزل کوي چې کور ته اوبه راوړي او له همدې کبله تل ښوونځي ته ناوخته ځي. سېف دي چلدرن د دوی په کلي کې ژور څاه کیندلی چې د لمریزې انرژۍ په وسیله اوبه راباسي او په یوه ټانکر کې یې زېرمه کوي، دې کار مرسته کړې چې له دې کلي څخه وتلې کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته راوګرځي او ماشومان لږ وخت د اوبو په موندلو تېر کړي.

رووف وايي: «موږ هماغه اوبه څښلې چې څارویو څښلې. کله چې به موږ تر کور پورې رارسولې، اوبه به تودې شوې وې، او ورسره به یې موږ ناروغان کړو.»

رووف زیاتوي:«زه د اوبو د نوي ټانکر لپاره جوړ شوي سیستم ته خوشاله یم. مخکې، موږ باید له لیرې ځایونو څخه په ګیلن کې اوبه راوړې، د اوبو کیفیت خراب و. خو اوس موږ د څښاک پاکې اوبه لرو چې نه ناروغېږو.»

څیړنې ښیې چې نجونې او ښځینه د نارینه وو پرتله په غیر متناسب ډول له اقلیمي ناورینونو څخه ډېرې اغېزمنې کېږي، په تېره بیا هغه کسان چې په زیان منونکو شرایطو کې دي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په ۲۰۱۹ کال کې په یوه راپور کې ویلي وو چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د اقلیم د سختو پیښو له امله لږ تر لږه ۶۰ سلنه مړه شوي کسان ښځې او نجونې دي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې د ادارې مشر ارشد ملک وویل: “د اقلیم بحران په افغانستان کې بشري بحران ته وده ورکوي. دا خلک له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ کوي، د اوبو سرچینې له منځه وړي او ماشومان ښوونځیو ته له تګ څخه منع کوي. دا د ماشومانو ژوند بدلوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب