Homeخبرونهعبداللطیف منصور: د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د پولې نښې سیلونو...

عبداللطیف منصور: د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د پولې نښې سیلونو وړي

تاند (سې شنبه، د اسد ۱۶ مه) د افغانستان د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبدالتیف منصور وايي، د افغانستان او ازبکستان تر منځ پوله د سېلونو له امله مینځل شوې او بیا به مشخصه شي.

د منځنۍ اسیا د اې کې آی پریس اژانس د راپور له مخې، منصور وویل، د افغانستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ترمنځ د سرحدونو د ټاکلو چارې به، چې له سیلونو وروسته ناڅرګندې شوي، د یوې نوې ستراتیژۍ له مخې ترسره شی.

منصور وویل، د افغانستان د مشر په لارښوونه جوړ شوی پلان به د کورنیو چارو وزارت، د استخباراتو ریاست او د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ عملي شی.

ده زیاته کړه:«له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره زموږ پولې (د پولو نښې) د سیلونو له امله پاکې شوې. دا مهمه ده چې موږ د پخوانیو سرحدونو په ټاکلو او معلومولو کار وکړو، ۲۰ ورځې وړاندې مو پر دې موضوع له افغان مشر (هبة الله اخوندزاده) سره خبرې وکړې.»

نوموړی د سرحدونو د بیارغونې د نوې ستراتیژۍ په اړه جزئیات ورنه کړل.

د تېر جمهوري حکومت په مهال په ځلونو د افغانستان لور ته د امو دریا د راشیوه کېدو په اړه راپورونه خپاره شول او ځايي اوسیدونکي وايي، هر کال امو دریا د افغانستان لور ته پراخیږي چې ورسره د افغان کروندګرو زرګونه جریبه مځکه لاندې کوي او یا د منځنۍ اسیا د درو هیوادونو خوا ته پاته کېږي. دوی همداراز وايي د منځنۍ اسیا هیوادونه د افغانستان د خاورې همدا برخه له خپلې خاورې سره یوځای کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...