جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسیګار د طالبانو د روغتیا نوی وزیر د طبي خدماتو په برخه...

سیګار د طالبانو د روغتیا نوی وزیر د طبي خدماتو په برخه کې هیڅ تجربه نه لري

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر (سیګار) راپور ورکړی چې نور جلال، چې وروستیو کې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر په توګه ټاکل شوی، د عامې روغتیا په برخه کې “هیڅ تجربه” نه لري.

مولوي نور جلال د می په ۲۸ مه د طالبانو د مشر ملا هبة الله اخوندزاده له لوري وټاکل شو.

د سیګار پر اساس، جلال له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر و او له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۲ پورې د ملګروملتونو تر بندیزونو لاندې و.

سیګار یادونه کړې چې په ۲۰۲۲ کال کې، یوې سیمه ییزې رسنۍ راپور ورکړ چې جلال د طالبانو د ځانمرګی برید کوونکو ډلو ستاینه وکړه، ویې ویل “زموږ د جهاد یوه لازمي برخه او زموږ د ویاړ سرچینه ده.”

د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (یوایس ایډ) د طالبانو د عامې روغتیا د وزیر په اړه ویلي:”هغه د عامې روغتیا کومه تجربه نه لري.»

دا اداره له خپلو شریکانو سره په دې بوخته ده چې معلومه کړي چې د جلال ټاکنه به پر روغتیایي خدمتونو څه ډول اغېز وکړي، او یادونه یې وکړه چې د روغتیایی فعالانو او طالبانو تر منځ اړیکې په افغانستان کې د روغتیایی مرستو د وړاندې کولو لپاره مهمې دی.”

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

6 COMMENTS

  1. طبي تجربه ضرور نه ده. قدوري يې لوستې ده د استنجا متخصص دی. عشر او ذکات به يې ډير ټول کړی وي. او دال به يې هم په کچلاغ کې نوش جان کړی وي.

  2. ددی څیرې سره دا وړ وو چي د طالبانو د بقا او عزت لپاره یی نوی باب د انسانیت،تعقل، فهم سلیم،ایمانداری او شجاعت و مردانګی تهداب ایښودلی وی او امیر ته یی ویلی وی فلانی ډاکټر دی وظیفی ته وړ او ما ته اهل ښکاری او دا ملی امانت به تر ډیره سرمنزل مقصود ته ورنژدی کړی ما ته بله مناسبه وظیفه راکړی او د یوسف ع په شان وړاندیز به یی کړی وو دا به ښه درس وو ټولو غاصبینو ته.

    • ادا ډول اختلاس څه ډول رنګ لری؟ له ملت پوښتنه په کارده!
      لا نکلف انفس الا وسعها……
      هر نفس خپل ظرفیت لری دخپل توان په معیار . سورة المؤ منون
      فلهذا یو شپون څنکه دداکتر کار کولی شی؟

  3. ترکاڼي د بیزو کار نه دی .
    وایی ، یوه ترکاڼ په خپله کارګاه کې دروازې او کړکۍ جوړولې . کله چې هغه د ماسپښين لمانځه ته لاړ ، یوه بیزو راغله او د ترکاڼ په کارګاه کې یې کار شروع کړ. تصادفا د هغې خوټې د دو لرګیو ترمنځ بندې شوي ، هرڅه کوشش یې وکړ ، چې ځان خلاص کړي ، خو نه شو . آخر هلته ضعف ولوېد.
    کله چې ترکاڼ راغي ګوري ، بیزو ځان خصي کړی او بې حاله پروت دی ، نو له خولې یې راووته ، چې ترکاڼي د بیزو کار نه دی .
    نه پوهېږم ترڅه شي دا کیسه او متل را په یاد شو؟
    شيخ دې لمونځ، روژه که، زه به ډکې پيالې غواړم
    هر سړى پيدا دى، خپل- خپل کار لره کنه

  4. کاشکی مخکی لدی چي ملا خصی شی اعتراف وکړی چي ملا موجود هر کاره ندی او یواځې خپل ځای کی د ورثت الانبیاء وظیفه کما حقها اداء او دی مقدس مقام ته کم او سپک و نه ګوری او ددی مقام عزت وساتی ،الله ج تر ټولو ښه اجر ورکوونکی دی نو تیر شی له ډیرو نقدو ؛ د الله ج وعده ریښتونی ده ، لکه د تنظیمونو او جمهوریت غوندی یواځې لوژستیک او خریداری مه انتخابوی ،رزق حلال خیر او برکات زیاد لری،که په رښتیا مؤمنان یاست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب