پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد دوغارون په اولګېدو کې ممکن تر ۵۰ ډېر ټانکرونه سوځېدلي وي

د دوغارون په اولګېدو کې ممکن تر ۵۰ ډېر ټانکرونه سوځېدلي وي

تاند (سې شنبه، د اسد ۱۶ مه) په داسي حال کې چې ایراني چارواکي د افغانستان پولې ته څېرمه په دوغارون کې د لګېدلي اور په نتیجه کې د ۴ ټانکرونو د سوځېدو خبره کوي، ایرنا خبري اژانس وايي چې په دې ځای کې تر ۵۰۰ ډېر ټانکرونه سوځېدلي او لږترلږه یو افغان موټرچلوونکی مړ شوی دی.

ایراني چارواکي وايي چې د افغانستان پولې ته نژدې یې په دوغارون کې لګېدلی اور له څو ساعتونو وروسته وژلی دی.

پرون (دوشنبې) په دوغارون کې د افغانستان او ایران د ځانګړي اقتصادی زون د تیلو په ټانکونو کې پراخ اور ولګېد.

تسنیم خبري اژانس پرون (دوشنبې) وویل چې په اور کې څلور کسان ټپیان شوي او ۴ ټانکرونه سوځېدلي چې یو یې د افغانانو دی.

تسنیم خبري اژانس د تایباد د چارواکو په قول ویلي چې د اور وژلو په عملیاتو کې د افغانستان د اسلام کلا بندر اطفایې هم برخه واخیسته.

د تسنیم پر اساس، په دې پېښه کې څلور ټانکرونه سوځېدلي چې درې د ایرانیانو او یو د افغانانو و.

ایراني چارواکو ویلي چې د یوه موټر د بیټرۍ د شارتۍ له کبله اور ولګېد.

خو د ځانګړي اقتصادي زون اجرايي ريیسه مریم قوي دل وايي چې څو عوامل سبب شول چې اور ولګېږي. د هغې په باور د یوه ټانکر د برق ستونزه سبب شوه چې چاودنه وشي. دې د پېښې په ځای کې د نل د لیک کېدو او نورو ستونرو یادونه هم وکړه.

هغه افغانان، چې تېل یې اخیستي وو، وايي چې ګومان کېږي د دې اور لګېدو له کبله تر ۵۰ میلیون ډالره زیات زیات اوښتی وي.

د اور وژلو لپاره له اسلام کلا او هرات ښاره هم د اطفایې موترونه د پېښې ځای ته ورسیدل او په اور وژلو کې یې مرسته وکړه.

د تایباد مرستیال ولسوال محمدرضا رضايي وايي چې د دې پېښې په تړاو د تېلو درې ایراني او یو افغان کاروباریان نیول شوي ځکه چې پر هغوی تور دی چې د خوندیتوب مقررات یې نه دي رعایت کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب