جمعه, مارچ 29, 2024
Home+پام! تر ویدېدو مخکې دا شیان مه خورئ

پام! تر ویدېدو مخکې دا شیان مه خورئ

ځینې خواړه شته که تر خوب لږ مخکې وخوړل شي، نه یوازې د شپې خوب مو ګډوډوي بلکې نورې ګڼې روغتیايي ستونزې پیدا کوي.

تر ویدو کیدو مخکې له لاندې ۷ خوړو څخه ځان وساتئ

غوړ لبنیات : تر خوب د مخه او ان د ماښامنۍ پر مهال د هغو لبنیاتو له خوړولو ځان وساتۍ چې ډیر غوړ لري او وجود ته زیاته کالوري ورکوي لکه پنیر، کوچ ، ملايي او نور. که چیرې دا شیان وخورئ نو د شپې له خوا به مو د هاضمي سیستم د غوړو لبنیاتو له هضمولو سره په لویه جګړه اخته وي، او ورسره به مو خوب هم ګډوډ وي.

کافین: په کافي تور چای او ځینو نوشابو کې شته کافین تاسو بیداروي. که د شپې له خوا داسې څه وخورئ چې په زیاته اندازه کافین ولري، نو بیا مو ټوله شپه په ويښه تیریږي .

مساله لرونکي او غوړ خواړه: مسالې ګاز پیدا کوي او غوړې د بدهاضمه ګۍ سبب کیږي. نو ماښامنۍ کې ډیر مساله لرونکي او غوړ خواړه نه یوازې ستاسو خوب ګډوډوي بلکې پر هاضمه مو ناوړه اغیز کوي او د معدې د تکلیفونو سبب کیږي.

سره غوښه: ماښمنۍ کې باید تل سپک خواړه وخوړل شي. که چیرې تاسو د شپې له خوا پر خپلې معدې درانه خواړه وربار کړئ نو ښه خوب نه شئ کولئ. سره یا غټه غوښه درنه او هضم یې مشکل دی، نو که د شپې په ارامه ویده کیدل غواړئ سره غوښه مه خورئ.

لوبیا: لوبیا ګټور خواړه دي خو په ساده ټکو که ووایو د شپې له خوا د لوبیا خوراک ستاسو د نس ګاز زیاتوي او هاضمه یې اوږد او سخت کار غواړي. نو د شپې له خوا ترې ځان ساتئ .

خواږه : خواږه له خوړولو وروسته تاسو ته د سمدستي انرژي درکوي. دا هغه څه دي چې تاسو ورته د ویده کیدو پر مهال اړتیا نه لرئ. که نه ډیر انرژي ستاسو خوب زیامنوي.

مشروبات او انرژي لرونکي څښاک: مشروبات لکه پیپسي، کوکاکولا، سپرایټ، فانټا او نور ډیره زیاته اندازه خواږه او کافین لري. دا دواړه شیان د خوب دښمنان دي. نو تر ویده کیدو مخکې له خپل خوب سره دښمني مه کوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب