یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهد امر بالمعروف وزير: نړيوال تعامل کې په دین معامله نه شو...

د امر بالمعروف وزير: نړيوال تعامل کې په دین معامله نه شو کولای، لومړیتوب مو دی

تاند:(چار شنبه، د قوس نهمه) د طالبانو د حاکمې ادارې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) د جاپان سفیر تاکویا تانیموتو سره لیدلي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې په لیدنه کې د جاپان سفیر تاکویا وویل:« زمونږ د سفارت بیرته خلاصون د افغانستان سره تعهد ښودل دي، خپلې هلې ځلې دوامداره ساتو، د افغانستان امنیت د ټولې خطې لپاره مهم دی.»

سرچينه د جاپان سفیر ته طالب وزیر له قوله لیکي:« ستاسو او زمونږ هیوادونه متاثر شوي دي، تاسو خپل هیواد ته ژمنتیا کې یوه نمونه یاست، مونږ هم همداسې اراده لرو به دغه برخه کې ستاسو همکارۍته اړتیا لرو، د یو هیواد ترقي ښې حکومتولي، ملت ته ژمنتیا او نړۍ سره تعامل پورې تړلي دي، چې مونږ دغو ټولو برخو کې ښه اراده لرو.»

ویل شوي، چې د جاپان سفیر طالب وزیر ته له نړۍ سره د تعامل مشوره ورکړې، خو هغه یې په ځواب کې ویلي:«نړۍ سره ښې اړیکې غواړو،تعامل کوو خو د دین او اسلامي ارزښتونو په سر معامله نشو کولی، بلکې دین راته تر هر څه اولویت لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې کابل ته په بهرنيو چارو کې د پاکستان د دولت د وزیرې حنا رباني کهر له پروني سفر او طالب چارواکو سره يې د لیدنو په اړه پر ټولنيزو رسنيو تاوده بحثونه روان دي او د طالبانو ډېرو منتقدانو له دوی پوښتلي، چې حنا رباني له کوم محرم سره کابل ته راغلې وه، د شریعت له نظره د دوی لیدنې ورسره جايز وې او کنه او که هو افغان نجونې ولې ښوونځيو ته نه پرېږدي.

6 COMMENTS

  1. که د منافیقینو مو اوریدلی وی او لیدلی مو نه وی نو ارګ ته راشی او په ژوندۍ بڼه ستر منافقین وګورۍ.

  2. شیخ حنیپی

    سپی، خونځیر، د نو سړی زوی
    غلام، او سپوک انسان دو

    ټول مولیان دو افغانستون لپوره زهر دو

  3. په هغه اندازه چی ستاسو دی پنجابی حرامی بچیانو دی اسلام دین سپک کړی بر عکس نړیوال په همغه اندازه هر دین ته احترام لری ستاسو دخینزیر ځامنو اسلام په نړی کی بدنامه کړی ده او خداوند به حتمی تاسو بدنامه او ذلیل کوې بدنامی مو همدغه ده چی ښځې مو پنجابیامو ګرو کړې او تاسو دی یو لوطی انسان چی تر اوسه چا لیدلی نده چی خر ده که انسان امیر په نوم ورته غاپې

  4. د شیخ حنفی لپاره دین د نجونو د مکاتبو او پارکونو بندول، د شرعی حدودو پرځآی د تعزیری درو تطبیقول، د ملا په انحصار کی د ټول حکومت ساتل، د قانون نشتوالی، د امیر او ریس الوزرا د صلاحیتونو نه تفکیک، ترنامعلومه وخته پوری دسرپرسته حکومته دوام، له ملت نه د امیر پټ ساتل کیدل، او نهایتا په ټولو بستونو کی د ملا او چړی ټاکیدل دی او پردغو اصولو معامله نشی کولی.

  5. په داسې جاهله ، بې علمه او د افغانستان دښمنه وزیر دې د الله تعالي لعنت وي . داجاهل تراوسه د علم په معنی نه پوهیږي. جاهل او منافق د یوه وزارت مسوول دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب