شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهحنا رباني له يو شمېر افغان ښځو سره ليدنه کې د دوی...

حنا رباني له يو شمېر افغان ښځو سره ليدنه کې د دوی پر ملاتړ ټينګار وکړ

تاند:(چار شنبه، د قوس نهمه) په بهرنيو چارو کې د پاکستان د دولت وزيرې حنا رباني کهر پرون کابل ته د سفر په ترڅ کې د افغانستان له یو شمېر ښځينه صنعت کارانو سره لیدلي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغې لیدنې پر مهال په ټولنه کې د افغان ښځو د ونډې پر پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو د ښځینه پانګوالو او صنعت کارانو د اړیکو په پراختیا او د پاکستان له لوري د افغان ښځینه صنعت کارانو تولیداتو ته په لومړيتوب ورکولو ټينګار شوی.

د طالبانو حاکمې ادارې د يادې لیدنې په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو ځينو منتقدانو ويلي، چې طالبان ساده ګان دي، ځکه خو پاکستاني ملایان يې د ښځو خلاف سخت دریځۍ ته هڅوي، خو سياستوال يې له ښځو سره د ښه چلند درس غواړي ورکړي او نړۍ ته وښيي، چې د طالبانو د سخت دریځۍ تر شا دوی لاس نه لري.

کابل ته د حنا رباني پرونی سفر او طالب چارواکو سره یې لیدنه په پراخه کچه د افغانانو غبرګونونو سره مخ شوی.

د طالبانو ډېرو منتقدانو له طالب چارواکو پوښتلي، چې حنا رباني له کوم محرم سره کابل ته راغلې وه، د شریعت له نظره د دوی لیدنې ورسره جايز وې او کنه او که هو افغان نجونې ولې ښوونځيو ته نه پرېږدي.

1 COMMENT

  1. په هغه اندازه چی نړی وال دی اسلام دین ته درناوی لری ستاسو نا اهله او دی پنجابی حرامونی ېې نلری ستاسو دې دین سپکاوی ته راغلی یایست او خداوند به مو نور همه سپک او بی عزته کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب