جمعه, اپریل 26, 2024
Homeمقالېد نجونو ښوونځي او د افغانستان پر اقتصاد یې اثرات

د نجونو ښوونځي او د افغانستان پر اقتصاد یې اثرات

سمیع الله عزیزي

د نجونو د ښوونځيو و بندېدلو ته هر شخص له خپل مسلک او نقط نظره ګوري!

ديني عالمان یې د خپل حاصل کړل سوي ديني علم مطابق د جواز او نه جواز دلایل بیانوي، روشنفکران یې له خپل نظره د ټولني او وطن د رفاه وسیله ګڼي؛ ؛؛

زه به یې د خپل مسلک (اقتصاد) اړوند د ګټو او نقصاناتو په اړه ووايم !

له دې طريقه به دا راته جوته سي، چي د ښوونځیو په تړلو سره زموږ هیواد څومره اقتصادي ضربه لیدلې ده، او څومره خلګ ورسره بېکاره سوي دي، او هم به دا راته ثابته سي چي په پرانستلو سره یې پر څومره اشخاصو د حلال رزق دروازې خلاصيږي….

د ګوګل د معلوماتو په اساس په اوس وخت کي ۳.۶ میلیونه افغاني نجوني د زدکړو لپاره پر شرايطو برابرې دي، اما دا ارقام کیدای سي دقیق نه وي ځکه اوس د افغانستان نفوس زیات سوی دئ……

سمیع الله عزیزي

اصلي خبري ته راځم؛ که چيري همدا ۳.۶ میلیونه نجوني فقط ۳ میلیونه فرض کړو، او پاته یې د ابتدايې ښوونځيو زده کوونکې شمار کړو؛ ؛ که احیانآ یوه زده کوونکې د ورځي لس افغانۍ د ښوونځي په داخل یا خارج کې د خوراکي موادو پر رانيولو مصرف کړي، د ۹ میاشتو لپاره به یې ۲۷۰۰ افغانۍ په مصرف کړې وي، ، که چيري همدا مبلغ په مجموعي تعداد ۳ میلیونه زده کوونکو کي ضرب کړو د کال به یې (۸۱۰۰۰۰۰۰۰۰) یا ۸.۱ بیلیونه افغانۍ لګولې وي ،چي په دې پیسو کي هر اقتصادي سکټور خپله رغنده برخه لري…….

اقتصاد هغه وخت په خوځښت راځي کله چي پيسې اقتصادي دايروي دوران ته داخلي سي، ،،

که چيري همدې ۸.۱ بیلیونه افغانیو ته فکر وکړو، په همدې مبلغ کي د درو سره اقتصادي اړخونو لکه کورنۍ، تصدۍ او دولت ګټه شامله ده، ،،،

ځکه کورنۍ و تصدۍ ته کارګر وړاندي کوي، تصدۍ یې په مقابل کي ورته معاشات او عوايد ورکوي او تصدۍ له همدوئ څخه د توليداتو په توليدولو کي استفاده کوي او په مټ یې ټولني ته په مختلفو برخو کي لکه (خوراکي مواد، قرطاسیه، سپورټي مواد، ټرانسپورتي خدمات) او نور لوازم عرضه کوي، ،،

تصدۍ له همدې طریقه د کارګرو (مستقيم او غیر مستقيم) معاشات او د تصدۍ لپاره مفاد په لاس راوړي ،،،

په هر څومره اندازه چي تولیدات زياتيږي په هغومره اندازه د دولت مالیات، ګمرکي محصول او عواید ورسره زیاتیږي،

يعني په زیاته اندازه یې بیرته دولت ته تحويل کيږي، ،

د ټولنې هر فرد په همدې پیسو کې د خپل سهم درلودونكى دی…

که چيري په همدې ۳ میلیونه ښځینه زده کوونکو کي فقط ۲۰۰۰۰ یې په کرایي موټرو یا ریکشو کې ښوونځيو ته ځانونه رسوي، او هره یوه یې د میاشتې ۱۵۰۰ افغانۍ د کرایې له بابته موټروان ته تادیه کړي د ۹ مياشتو لپاره به یې ۱۳۵۰۰ افغانۍ تادیه کړي وي، که چيري همدا پيسې په مجموعي ۲۰۰۰۰ نجونو کي ضرب کړو، د ۹ میاشتو لپاره به یې (۲۷۰۰۰۰۰۰۰) میلیونه افغانۍ په مصرف رسولي وي چي دا پیسې په اوسنيو بحراني حالاتو کې يو لوئ رقم دئ چې متاسفانه زموږ هيواد ورڅخه بې برخې دئ::

خلاصه دا چي، د نجونو د ښوونځیو په پرانستلو کې د ټولنې د هر قشر ګټه ده، که چيري یوه زده کوونکې له کور څخه د ښوونځي په لور سهار راووځي، خامخا به یې ځيني د ځان لپاره خوراکي مواد رانيسي، ، که چيري دوئ دوکاندار ته د اجناسو د رانيولو په خاطر پيسې ورکړي، دوکاندار همدا پيسې را اخلي او له تصديو څخه نور مواد پرې رانیسي، له همدې سره سم د تصدۍ فعاليتونه هم شروع کیږي، د توليداتو د توليدلو ترڅنګ خلګو ته کاري فرصتونه هم ایجادوي او هم پر نورو توليداتو پانګونه کوي، ترڅو لا نور خدمات او اجناس ټولنې ته عرضه کړي…

د تصدۍ له ګټمن کېدلو سره سم د دولت عواید هم زياتيږي، ځکه د توليداتو په زیاتوالي سره د تصدۍ عوايد زياتيږي او د همدې عوايدو په نسبت د دولت ماليات هم زياتيږي، چي له لارې يې دولت کولای سي ټولنې او ولس ته غوره خدمات وړاندي کړي.

#د ټولني د زیاتو وګړو لپاره همدا د ښوونځیو خلاصول د حلال رزق د حاصلولو ذريعه ګرځي

د مکاتبو په خلاصولو سره نړيوال بنديزونه له منځه ځي، چي ورسره سم بهرني پانګوال دې ته زړه ښه کوي ترڅو په افغانستان دکې په ازادانه شکل پانګونه وکړي.

که چيري د نجونو ښوونځي خلاص سي، هيواد به مو ډیر ژر له اقتصادي بحران څخه ووځي، د افغانستان بانک کنګل سوې شتمني به آزاده سي، بانکي خدمات به عادي شکل ته را وګرځي، بنديزونه به ليري کړل سي، له نړیوالو سره به مثبت تعاملات ډیر سي او بالاخره به ا.ا.ا هم په رسميت وپيژندل سي، خو…….؟

نو ا.ا.ا ته پکار ده چې ژر تر ژره ښوونځي پرانيزي او چا ته دا موقع په لاس ور نه کړي چي خدای مه کړه د اسلام د مبارک دین څخه غلط برداشت واخلي او اسلام د علم او عرفان خلاف دین وبولي ،،،العياذ بالله

د الله ﷻد مبارک کتاب قرآن الکریم آغاز او شروع په اقرا سره سوې ده، او ټول مسلمانان یې د علم پر حاصلولو مکلف کړي دي، نو پکار دا ده چې په همدې سپېڅلي کلام عمل وکړو، د علم او پوهي ور پرانیزو  او نړۍ ته د اسلام او  شرعي نظام مثبت تصوير وړاندي کړو.

څومره ښه خوند به وکړي چي ټولې ښځينه ناروغاني مو په هيواد کې دننه د افغانو ښځینه ډاکټرانو لخوا معاينه کړل سي، عجب خوند به وکړي چي ښځينه ناروغانې مو د غاښو د علاج لپاره ښځینه ډاکټرانو ته د تداوۍ لپاره مراجعه وکړي، ،څومره ښه خوند به وکړي چې ټوله ښځینه طبقه مو د دین او عصر سره بلده واوسي…

څومره کیف به ولري چي د بي بي خديجې رضي الله عنها په شان ښځینه متشبثینې ولرو…..

په پای کي لیکنه په همدې شعر ختموم؛ ؛

علم څه شریف هنر دئ    چي میراث د پیغمبر دئ

علم زدکړه چي کیمیا ده    هم د دين هم د دنیا ده

1 COMMENT

  1. سمیع الله عزیزي ورور ته سلامونه او نېکې هیلې
    ستاسو ښکلې او مستنده لیکنه د ټولو مسلمانانو او افغانانوپه ګټه ده خو کاشکې مونږ رښتینې افغان او وطندوسته ملایان درلودلای .
    دوی خو ټول د افغانستان او اسلام دښمنان ، د آی اس آی بړیڅی او د پنجابي منافقو مدرسو شاګردان دي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب