Homeخبرونهفراه کې ۱۰ میلیونه افغانۍ عشر او زکات را ټول شوي

فراه کې ۱۰ میلیونه افغانۍ عشر او زکات را ټول شوي

تاند:(چار شنبه، د قوس نهمه) ‏د فراه د کرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ رياست لپاره د طالبانو رييس وايي چې سږ کال يې په دغه ولايت کې دعشر او زکات له لارې ۱۰ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي.

د نوموړي په وينا، د تېرکال په پرتله يې د رياست عوايد ۹۰ سلنه زياتوالی ښيي.

سرچينه زياتوي:«نږدې يو ميليون افغانۍ دغرنيو طبي بوټو د اجارې له لارې هم راټولې شوې او د دولت حساب ته جمع شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې له بشري او اقتصادي ناورين سره سخته وچکالي حاکمه ده.

د طالبانو له واکمنيدو سره بزګران شکایت کوي، چې د حاصلاتو د کموالي باوجود ېې عشر او زکات ورڅخه اخيستل کېږي او له دې کبله یې اقتصادي وضعیت اغېزمن شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...