تاند:(چار شنبه، د قوس نهمه) د سمنګان د ایبک ښار په یوه دیني مدرسه کې درنه چاودنه شوې ده.
يو شمير نا تاييد شوي لومړني راپورونه څرګندوي، چې په دې چاودنه کې ۲۳ زده کوونکي وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان شوي دي.
د طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د چاودنې مسوولیت هم کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.