سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهملا برادر: لوړپوړی پلاوی دې د کانونو اړوند ټولې چارې وڅاري

ملا برادر: لوړپوړی پلاوی دې د کانونو اړوند ټولې چارې وڅاري

تاند:(چار شنبه، د قوس نهمه) ‏ ‏د طالبانو د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال دفتر وايي، چې د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې غونډې کې پر یو لړ موضوعاتو بحث وشو چې له جملې یې د شهزاده سرای سره نږدې د ځمکې د ملکیت او پر هغه د سوداګریز مرکز جوړولو موضوع وه.

‏په دې اړه تر هر اړخیز بحث او خبرو وروسته پرېکړه وشوه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سرپرست په مشرۍ، د ښار او کور جوړولو وزارت او کابل ښاروالۍ مسلکي انجنیران دې، د اقتصادي معاونیت، مالیې وزارت او د پانګونې د تسهیل ریاست د استازيو په شتون کې د یاد سوداګریز مرکز د ودانۍ جوړولو نقشه په هر اړخیز ډول وڅیړي او د خپلو څېړنو په اړه دې اقتصادي کمېسیون ته راپور وړاندې کړي.

سرچينه زياتوي، چې د ډبرو سکرو او په کانونو پورې اړوندو موضوعاتو د څېړنې په موخه بلخ او سمنګانو ولایتونو ته د استول شوي پلاوي راپور واورېدل شو او له بحث وروسته تایید شو.

ويل شوي، په دې اړه تر بحث وروسته د اقتصادي کمېسیون له لوري اړوندو وزارتونو او ادارو ته دنده وسپارل شوه چې په راپور کې د شویو وړاندیزونو د پلي کېدو په موخه دې عملي پلان چمتو او د خپلو اجراآتو په اړه دې اقتصادي کمېسیون ته راپور وړاندې کړي.

‏دغه راز تصمیم ونیول شو چې د کانونو او پټرولیم وزارت د یو معین په مشرۍ دې په ولایتونو کې د مرکزي وزارتونو او ادارو د اړوندو ریاستونو څخه یوه ګډه کمېټه جوړه شي، څو د کانونو ټولې اړوندې چارې وڅاري.

په دې غونډه کې همدا شان، د ډبرو سکرو د استخراج او قراردادونو د چمتو شوې طرحې په اړه خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې د کانونو او پټرولیم وزارت دې پر یاده طرحه چې له مخکې یې چمتو کړي.

دغه راز ، د بلخ او سمنګانو ولایتونو ته د استول شوي ګډ پلاوي د راپور په رڼا کې له سره کتنه وکړي او له هغې وروسته دې له اقتصادي معاونیت سره شریکه کړي.

‏د غونډې په پای کې د مس عینک په کان کې د شته لرغونو اثارو د لېږد په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر چمتو شوې طرحه بحث او په دې اړه اړوندو مسوولینو ته لارښوونې وشوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب