یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد کابل-جلال اباد پر لويه لاره ترافيکي پېښه کې ۱ تن وژل...

د کابل-جلال اباد پر لويه لاره ترافيکي پېښه کې ۱ تن وژل شوی او ۶ ټپیان دي

تاند:(چار شنبه، د قوس نهمه) ‏ ‏د کابل – جلال اباد پر لویه لاره د يوې ترافیکي پیښې له امله نن یو تن وژل شوی او ۶ تنه نور ټپيان دي.

د لغمان لپاره د طالبانو د امینې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا پنځه بجې د دغه ولايت اړوند د قرغیو ولسوالۍ په کاکڅ سیمه کې شوې ده.

سرچينه زياتوي: ((یو نارنجي ټوډي موټر له عمومي سړک څخه د تیریدو په حال کې و، چې له یوې ونې سره وجنګېد، موټر چلوونکي هجرت الله نومی د حاجی ریس زوی پکې شهید او همدا راز د سپرلۍ شپږ تنه ټپیان شول، دوی د یوې کورنۍ غړي او د لوګر ولایت اوسېدونکي دي، ټپیان د شاهراه قوماندانۍ امنیتي منسوبینو له خوا روغتون ته انتقال شوي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی))

د يادونې وړ ده، چې پر دغې لویې لارې ډېر ځله د ورته ترافیکي پېښو خبرونه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب