تاند:(چار شنبه، د قوس نهمه) د سمنګان د مرکز ایبک ښار په یوه دیني مدرسه کې د رامنځته شوې چاودنې له امله د ۱۰ زده کوونکو وژل کیدل تایید شول.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، چې په دې پېښه کې يو شمېر نور زده کوونکي ټپيان دي.
نوموړي د پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي چې د عاملینو د نیولو او مجازات لپاره د دوی هڅی روانی دي.
ويل کيږي، چې دغه چاودنه نن غرمه مهال د ماسپښين لمانځه د اداکولو پر وخت رامنځته شوې ده.
د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی