جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهله افغانیته د سرور دانش انکار؛ خلک سخت ورته غوسه دي

له افغانیته د سرور دانش انکار؛ خلک سخت ورته غوسه دي

تاند:(چار شنبه، د قوس نهمه) ‏د پرزول شوي جمهوري نظام دویم مرستیال سرور دانش په یوه تازه مرکه کې له خپل افغانیت څخه منکر شوی، چې د خلکو توند غبرګونونه ېې را پارولي.

 دانش د بي بي سي دې پوښتنې ته په ځواب کې چې آيا ځان افغان بولي ویلي؟:« په دې اړه افغانان د نظر اختلاف لري، د اساسي قانون د جوړیدو پر وخت هم په دې اړه ناندرۍ وې.»

د افغانستان مشهور ژورناليست او لیکوال داود جنبش نوموړي ته په غبرګون کې لیکلي:«‏د نیوزیلنډ حکومت سرور خان ته د «افغان» په نامه سیاسي پناه ورکړې، اوس چې وایي افغان نه دی، د سیاسی پناه حق اتومات بایلي. د نیوزیلنډ حکومت ته ددې ټکي یادول اړین دي.نور حکومتونه هم چې «نا افغانان» یې د افغانانو په نامه خوندي کړي، همدغسې دریځ ته رابولو.»

د طالبانو د ادارې یوه ویاند انعام الله سمنګاني بيا ويلي، چې سرور دانش له ولسمشر غني څخه وروسته دويم کس و، چې د افغان په نوم ېې الکترونيکي تذکره اخيستې وه.

د‌ سمنګاني په باور، له افغانیت څخه د دانش انکار څرګندوي، چې نوموړی د څوکۍ لپاره افغان شوی و.

ډېرو نورو افغانانو هم سرور دانش په دغو څرګندونو غندلی او د هغه څرګندونې یې د پردو په اشاره په افغانستان کې د ملي یووالي او ملي هويت خلاف دسیسه بللې ده.

ښاغلي دانش د خلکو نیوکو ته غبرګون نه دی څرګند کړی.

4 COMMENTS

  1. هغه وخت چې د سرور بې دانش کونه شکېدلې وه ، د اشرف غني په امر خارج ته د تداوي لپاره د افغانستان په پاسپورت ولېږل شو . یواځې د هغه د کونې د ګنډلو مصرف دوه درې میلونه دالره شو .
    بې دانش دې د هغو افغان کونډو او یتیمانو نه وشرمېږي چې د هغوي په حق او پیسو خارج ته د تداوي لپاره لېږل شوی وو.
    البته څوک چې نه غواړي د افغانستان تابعیت ولري ، دوی د افغانانو او افغانستان د سرنوشت ټاکلو په هکله د نظر څرګندولو حق هم نه لري .
    افغانستان به یو متحد او خپلواکه دولت وي او زمونږ ورورګلوي به تلپاتې وي .
    همګې پک برار یم .

  2. پارسی کی وایی: مرغ کم ګویش کم. پخوا مو هم پکار نه وه، اوس یی هم ښځه غی هره بلا چی ده وی به.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب