جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهد حنا رباني د هرکلي له بڼی ننګه؛ نعيم وردګ: دا يو...

د حنا رباني د هرکلي له بڼی ننګه؛ نعيم وردګ: دا يو سياسي ضرورت و

تاند:(چار شنبه، د قوس نهمه) ‏‏په قطر کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو سرپرست او د دوی د قطر سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ د حنا رباني کهر د کابل د پروني سفر پر مهال د نوموړې له هرکلي څخه دفاع وکړه.

په بهرنيو چارو کې د پاکستان د دولت وزيره حنا رباني کهر پرون د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلې وه، چې د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستيال ډاکټر لطيف نظري يې په هوايي ډګر او د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي د وزارت په انګړ ورته لاس په نامه او موسکا سره هرکلی ووایه.

حنا رباني د دغه سفر پر مهال په نیمه لوڅ سر، بې محرمه او په داسې ظاهري بڼه افغانستان ته راغلې وه، چې طالبان یې د « اسلامي اصولو او شریعت» خلاف بولي.

د طالبانو منتقدینو د دوی پر دغه چلند توندې نيوکې وکړې او ویې ویل، چې ولې ېې د اسلامي شريعت په پلمه افغان نجونې له حجاب او افغاني کولتور سره د مطابقت باوجود له زده کړو، کار او عمومي چاپېريال څخه منع کړي، خو د خپل ملاتړي هېواد دیپلوماتې ته داسې پروتوکول ورکوي ؟

د طالبانو يوه وياند ډاکټر نعیم وردګ نن په خپله ټویټر پاڼه کې دغو نیوکو ته غبرګون ښودلی او ویلي، چې دا ډول هرکلی یوه سیاسي اړتيا وه او دوی پر بهرنيو مېلمنو خپل قوانين نه شي عملي کولای.

افغان څېړونکي او د جمهوري نظام پر مهال په ايران کې د افغانستان سفير عبدالغفور لېوال نوموړي ته په دې اړه داسې لیکلي:«‏‎ولې یوازې (افغان) ولې مسلمان نه؟ اسلامي شریعت او احکام خو د ټول امت لپاره دي، نه یوازې د افغانانو لپاره! که شرعي قوانین د افغانانو خپل قوانین بولیء۔ دا خو افغانانو په رأیه او اراده جوړ شوي نه دي۔ او که الهي قوانین یې بولیء نو هغه خو پر ټولو مسلمانانو د تطبیق وجوب لري.»

د پاکستان وزيرې په خپله ټویټر پاڼه کې له یو شمېر افغان ښځینه صنعت کارانو سره د خپلې ليدنې او په ټولنه کې د افغان ښځو د فعال رول د ملاتړ خبر هم ورکړی و، خو طالبانو د هغې د سفر دا اړخونه نه دي رسنیز کړي.

2 COMMENTS

  1. حنا رباني کهر په خپل لوڅ سر طالیانو ته ثابطه کړه چي دا غواړي د افغانستان ښخي هم ددې غوندي د کار او ژوند حق ولري. ډډې راتګ ښیي چي پاکستان غواړي چي د افغانستان ښځي هم د پاکستان د ښځو په رنک آزادي وي.

    • سلام،
      موږ افغانستان په احساساتی دول ذغه حالت ته راوست!
      واقعیت دادی سپوږمې خورې داهم زموږ له بې سیاستی، احساساتی، هسې هیاهو او کمزوری دریځ څخه. زه به تاته یو مثال راوړم او هغه داچې په تودې خبرې، څار، تحول، فراخبر، تلویزیون یک کې او نور….. یو شمیرکسان چې برخه اخلی او بوجی بوجی خبرې کوی دادڅه لپاره راخی حتی ځینې یی یو بل رتی او اهانت کوی! دا انډیوالان فکر کوی چې زموږ خبرې څوک نه اوری او یانور هم خپلو عینکو کې وینی . ما واورېدل ځینو دوزیرې په نوم یادوله او ځینو یی دسیاست معیار څخه یو معجزه تیاره کړه. انصافا پړه په چا راځی لومړی سر کې زموږ دبهرنیو چارو وزارت نامعلو موقف باندې. دوهمه برخه کې دیوکشمش او څلوېښت قلندرو اټکلی تحلیلو باندې. به دریمه برخه کې ملا متقی باندې اوپه پای کې حناءګی ته چې بې حنا، بې ټیکری، او بې سیاسی سوچه راغلې وه نه یواځې اسلام ته بلکې دافغان فرهنګ او ثقافت یې هم ترپوښتنې لاندې راووست .دلته دغه مرستیاله داسلامی امارت دښځو حقوقو مسئله نړۍ ته بل دول ور پېژنی. دابحث ډیر لا ملونه لری او اوږد دی.
      مانا پاکستان خبل برلاسی توب او لابی ګری ته ژمن دی.هغه چې غواړی هغه کوی قهر ده او کهر هغه هم افغان کلتور پېژنی.
      دقضیې دوهمه برخه کې حناء دمعلومات ټولو لپاره دفاجعې دراتګ تر نامه لاندې استخباراتی ډنډه درلوده نو هغه به یې ترلاسه کړی وی. دا موږ یو چې له هر څه د وخته مخکې برګ اتڼ کوو.
      په پای کې :ارسطو وایی ، هغه انسان څومره بد دی چې ددې خبرې پروا نه کوی چې خلک یې ګوری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب