پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهکندهار کې پر ط-انو د چريکي بريدونو له ادعاوو سره د دوی...

کندهار کې پر ط-انو د چريکي بريدونو له ادعاوو سره د دوی ځانګړو ځواکونو نظامي تمرينات کړي

تاند:(چار شنبه، د قوس نهمه) ‏‏‏په کندهار کې د طالبانو پر سرتېرو د چريکي بريدونو د زياتېدو له ادعاوو سره هم مهاله، طالب چارواکو د ۱۲۰ نوو ځانګړو ځواکونو د روزلو او د دوی د پوځي تمريناتو خبر ورکړی.

په کندهار کي د طالبانو د ځانکړو ځواکونو قوماندان حافظ نظرمحمد حبیب وايي نوي روزلي دغه ځواکونه يې له دوه نیمو میاشتو زده کړو وروسته فارغ کړي.

د هغه په خبره، یادو ځواکونو ته په سیاسي، نظامي، علمي او دیني برخو کې بېلا بېلې زده کړې ورکړل شوي دي.

 نوموړی زیاتوي،چې په یادو تمریناتو کې يې ځانګړو ځواکونو ته د وسلو په سم ډول استعمال، د مغلقو او پېچلو عملیاتو په وخت کې د منظمو تاکتیکونو څخه استفاده او په اسانه توګه د مجرمینو د نیولو په اړه بشپړ تمرینات ورکړل.

طالبانو نه دي ويلي، چې دغه ځواکونه یې د کوم امنيتي ارګان اړوند دي.

په وروستيو ورځو کې د افغانستان د خپلواکۍ جبهې په نوم د دوی د وسله والو مخالفانو يوې ډلې په پرله پسې ډول د طالبانو پر جنګياليو د چريکي بريدونو ادعا کړې ده.

يادې ډلې پرون د یوې ويډيو له خپرولو سره ادعا کړې، چې د کندهار ښار په خواجک چوک کې ېې د طالبانو د قول اردو پر یوه رینجر برید کړی او د يوه سرتېري د وژلو تر څنګ ېې دوه تنه نور سرتيري سخت ټپيان کړي.

د طالبانو وياندويانو د وروستيو دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي.

مخکې د طالبانو وياندويانو د دوی خلاف د وسله وال مخالفت په نوم د ډلو موجوديت رد کړی او په دې اړه ادعاوې يې د ځان خلاف تبليغاتي جګړه ګڼلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب