جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهضياء الدين يوسفزی:ملا هبت الله دې قرآنکريم کې د نجونو د زده...

ضياء الدين يوسفزی:ملا هبت الله دې قرآنکريم کې د نجونو د زده کړو د ممانعت احکام په ډاګه کړي

تاند:(پنجشنبه، د قوس لسمه) ‏‏‏د نجونو د زده کړو لپاره د مبارزې مشهور پښتون مبارز ضياء الدين يوسفزی، چې د همدې مبارزې په لاره کې یې يوازينۍ لور( ملاله يوسفزۍ) د سولې د نوبل جایزه ګټلې ده، په افغانستان کې د طالبانو د حاکمې ادارې امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده او د طالبانو نور مشران د نجونو د زده کړو د ممانعت له کبله وننګول.

نوموړي په یوه ځانګړې ټلویزیوني مرکه کې ملا هبت الله اخندزاده او نور طالب مشران مخاطب او ورته وويل:« د نجونو د زده کړو د مخنيوي لپاره د قرآنکريم يو آيت یا بل دیني حکم را وښيئ، که مو وښود، زه د یوه مسلمان او پښتون په توګه په دې اړه له خپلې مبارزې لاس اخلم.»

ښاغلي يوسفزي په دې مرکه کې وویل، چې د نړۍ په ۵۶ مسلمانو هېوادونو او ۱،۹ ميليارده خلکو کې طالبان يوازيني خلک دي، چې له کوم شرعي او بل دلیل پرته یې د نجونو د زده کړو مخالفت پيل کړی او ځانته د ټولو مسلمانانو د نجونو په اړه د پریکړې بې بنسټه حق ورکوي.

یوسفزي زياته کړه، چې د افغانستان د خپلواکۍ اتل غازي امان الله خان سل کاله مخکې نه يوازې دا چې په کور دننه نجونو ته د زده کړو اسانتياوې برابرې کړې، بلکې هېواد ته بهر ېې د زده کړو لپاره واستولې.

هغه په هماغه وخت کې د باچا خان د هغو هڅو يادونه هم وکړه، چې پښتونخوا کې یې د نجونو د زده کړو لپاره یې کولې.

هغه د نجونو له زده کړو سره د طالبانو مخالفت ته د پښتنو د کولتوري حساسيت نوم ورکول بې ځايه ادعا وګڼله او ويې ويل، که داسې وای د افغانستان په ۲۰ کلن جمهوري نظام کې به نجونو ته تر ۱۲ زرو ښوونځي نه جوړيدل او تر ۴ میلیونو نجونو به زده کړې نه پکې کولې.

ضیاءالدین ټینګار وکړ، چې د طالبانو تحریک ټول شاوخوا ۹۰ زره تنه غړي لري او نه شي کولای د نړۍ د شاوخوا پنځوس میلیونه پښتنو استازيتوب وکړي.

نوموړي په دې اړه، چې که طالبان د پښتنو او اسلام استازيتوب نه کوي نو له کومه ځايه سرچينه اخلي، وويل:« په افغانستان کې پر افراطیت له څلور لسیزو راهیسې امريکا، سعودي او پاکستان د جهاد په نوم د خپلو ګټو لپاره پر افراطي ډلو پانګونه وکړه، تر دې چې نبراسکا پوهنتون افغان مهاجرو ته د رياضي افراطیت هڅونکی نصاب هم رامنځته او پکې د جمع او تفريق لپاره د شوروي عسکرو وژل مثالونه وګرځول.»

د ملاله یوسفزۍ پلار، چې په ۲۰۰۷ کې ېې د پښتنونخوا په سوات دره کې د پاکستاني طالبانو له لوري د نجونو د ښوونځيو د سوزولو او تړلو پر ضد مبارزه پیل کړی وه، پر افغان نارينه او خاصتاً پلرونو نیوکه وکړه، چې د لوڼو د ښوونځيو د پرانيستلو لپاره یې لازمه مبارزه نه کوي.

‌د هغه په وينا، پلرولي يوازې لوڼو ته ډوډۍ ورکول نه دي، بلکې سالمه روزنه او پوهول هم یو مهم مسووليت دی.

د ضیاءالدین يوسفزي په باور، د طالبانو ادارې ته به د نجونو د ښوونځيو له بیرته پرانیستلو پرته دوام او بریالیتوب ممکن نه وي او دوی د ځان لپاره هم باید دغه ښوونځي بیرته پرانیزي.

د طالبانو پر ادارې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځيو د تړلو په اړه په ملي او نړيواله کچه په پرله پسې توګه نیوکې کیږي، خو دوی په دې اړه خپله پریکړه نه ده بدله کړې او د خلکو پوښتنو ته ېې هم ځوابونه نه دي ورکړي.

3 COMMENTS

  1. TALIBS MUST READ THIS LETTER.
    .BECAUSE THIS LETTER FOR DUNKEYS, WHO NOT LISTEN/JUST STRONG STAY ON DUNKEY HOOD.
    ONE GOOD TALIB MULA ABAAS STANEKZAI ALSO WANT TO OPEN SCHOOLS.
    HIBATULLAH ZENAWAER IS AGAINST EDUCATION.
    DEATH ON MULA HIBATULLAH

  2. هر څوک په دې پوهيږي چې زده کړه د نارينه او ښځينه دواړو لپاره اړينه ده.
    زموږ يو ګاونډی او د سيمې د استخباراتو يوه مشخصه سوړه ورته اجازه نه ورکوي، نو ځکه دوی دا جرئت نه شي کولی چې ښوونځي خلاص کړي. بله دا چې د دوی کورنۍ هلته بونګه دي او هېڅ کولی نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب