چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې د امريکا غږ او آزادۍ راډیو پر خپرونو بنديز ولګول...

افغانستان کې د امريکا غږ او آزادۍ راډیو پر خپرونو بنديز ولګول شو

تاند:(پنجشنبه، د قوس لسمه) ‏‏د امریکا غږ اشنا راډیو خبر ورکړی، چې د طالبانو حاکمې ادارې د دغې راډيو او ازادې اروپا راډیو (ازادۍ راډیو) پر خپرونو بنديز لګولی.

سرچينه د طالبانو له قوله وايي، چې دا پریکړه د دوی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نوې نشراتي تګلارې له مخې شوې ده.

د طالبانو چارواکو د يادې پريکړې او خپلې نوې نشراتي تګلارې په اړه جزييات نه دي ورکړي.

د طالبانو د ادارې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ملا خیرالله خیرخواه او يو شمېر مطبوعاتي مسوولینو پرون د حکومت د رسنیو مرکز کې د افغاني رسنيو له يو شمېر مسوولينو سره د غونډې پر مهال له دوی غوښتي، چې په خپلو نشراتو کې ملي ګټې او واقعیتونه په پام کې ونيسي.

د طالبانو منتقدین باور لري، چې دوی په داسې څرګندونو رسنۍ د طالبانو په ګټه نشراتو ته مجبورول غواړي، خو طالبان د « اسلامي شريعت» له مخې د بيان ازادۍ ته د ژمنتيا خبره کوي.

طالبانو مخکې د امريکا غږ ټلویزیون پر نشراتو هم بنديز لګولی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب