جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنې پر ط-انو د بندیزونو او نړيوالې محکمې ته ېې د...

اروپايي ټولنې پر ط-انو د بندیزونو او نړيوالې محکمې ته ېې د کاږلو خبرداری ورکړ

تاند:(پنجشنبه، د قوس لسمه) ‏‏د‌ افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن د طالبانو حاکمې ادارې ته خبرداری ورکړ، چې د افغانانو د اساسي حقونو نقض ته دوام ورکړي، د بنديزونو تر څنګ به ېې مشران نړيوالې محکمې ته را کاږي.

نوموړي په تاجیکستان کې « د هرات امنیتي کنفرانس» په نوم جوړې شوې غونډې ته وویل، چې طالبان بايد افغانانو ته ځواب ويونکي شي او د اساسي خدمتونو د وړاندې کولو ظرفيت پيدا کړي.

د هغه په وينا، د با ثباته افغانستان د جوړولو لپاره يوه جدي او اوږد مهاله بهير ته اړتيا ده او طالبان مسوولیت لري، چې نړيوالو قوانينو ته د افغانستان کړې ژمنې عملي کړي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په خاصه توګه د افغان ښځو او نجونو د حقونو تامينولو ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې طالبان په دې اړه پاتې راغلي دي.

طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب