چهارشنبه, مې 8, 2024
Home+په ټولنه کې د بېوزلۍ د کمولو لارې چارې

په ټولنه کې د بېوزلۍ د کمولو لارې چارې

بېوزله کس پر ټولنه بوج دی. د بېوزلۍ پله کبله د فقیرې طبقې د کار استعداد کميږي، د هغوی د صحت معيار خرابيږي، د ښه خوراک له ترلاسه کولو محروميږي. نو ښه دا ده چې د دې ناوړه پدیدې یعني بېوزلۍ د کمولو او مخنیوي لپاره نهايي هڅه وکړو.

دذا ستونزه څنګه کمولی یا پای ته رسولی شو؛

– د وړو صنعتونو جوړول

په بیوزلو هيوادونو کې دې په کليو او اطرافو کې واړه واړه صنعتونه ولګول شي تر څو خلکو ته د کار زمينه برابره شي. په افغاني ټولنه کې هيڅ کروندګر نه غواړي چې د ده زوی دې په راتلونکي کې د هقان شي. که تر شايې دليل وګورې، نو درمعلومه به شي چې د دهقانونو عايد کم دی يا يې د ژوند سطحه ټيټه ده.

– د عايد په توزيع کې د نابرابرۍ ختمول

په غريبوهيوادونوکې دې د عايد په توزيع کې د نابرابرېو د ختمولو اقدامات وشي. په صنعتي سکتور کې دې د شخصي شعبې سره سره دولتي شعبه هم سرمايه ګذاري وکړي، تر څو توليدات هر چاته په مناسب قيمت لاسته ورشي.

– په بنيادي ضروري اجناسو باندې ماليه کمول

په پرمختيايي هيوادونو کې دې په بنيادي ضروري اجناسو او خدماتو لکه؛ لمړني خوراکي مواد، دواگانې، تيل، گاز، برق، تيليفون، حمل او نقل او داسې نورو باندې ماليه کمه ولګول شي، ځکه چې که چيرته په دغو اجناسو او خدماتو باندې لوړه ماليه ولګول شي، نو ددې څخه ناداره طبقه متاثره کيږي او د هغوی په عايداتو کې کموالی رامنځته کيږي.

– دوړوقرضونوورکول

دولت او يو لړ نړیوال موسسات دې هغو اشخاصو ته چې د کار کولو مهارتونه لري يو مقدار پيسې په قرض ورکړي، تر څو هغوی پرې خپل کارونه پر مخ بوځي.

– خلکو کې د (وطن دوستۍ) جذبه پيداکول

ددې هيوادونو یعنې بیوزله په خلکو کې دې د ملتپالنې او وطنپرستۍ جذبه رابيداره کړی شي چې په دې سره به په صادراتو کې زياتوالی او په وارداتو کې کموالی رامنځته شي. چې د په وسیله یې د داخلي پيسو بهر ته د وتو څخه مخنيوی کيږي او ددې سره سره د خارجي اسعارو په لاسته راوړلو کې زياتوالی رامنځته کيږي چې په دې سره روزګار او عايدات زياتيږي او د فقر له منځه تللو سبب گرځې.

– د نفوسو کنټرول

غريبو هيوادونو ته پکار دي چې په خپلو نفوسو باندې کنترول وکړي او هغوی ته دې تعليم، د هستوګنې ځاې، د څـښلو لپاره صحي اوبه او د صحت آسانتياوې برابرې کړي. دناداره طبقو د عايداتو د زياتوالي په خاطر دې هغوی ته ټول ټولنيز خدمات، دواګانې او وړیا زده کړې برابر کړۍ شي. هغوی ته دې د مختلفو خوراکي توکو آسانتياوې برابرې کړی شي او د هغوی قيمتونه دې ټيټ وساتل شي. سواد لرونکو بې روزګارو ته دې د کار زمينه برابره کړی شي.

– د غوره اقتصادي تګلارو (پاليسيو) جوړول

ددغو هيوادونو په اقتصادي تګلارو کې دې بهتري راوړل شي. دولتي نظام دې غوره او بهتره شي. د غريبې طبقې خلکو ته دې د انصاف آسانتياوې برابرې کړی شي او هغوی ته دې د بيروکراسۍ څخه نجات ورکړی شي. دا هيوادونه بايد داسې اقتصادي پاليسي ترتيب کړي چې په هغې کې غريبې طبقې ته د کار زمينه برابره شي. داسې پروگرامونه پکار واچوي چې د هغوی ګټه عامو خلکو ته ورسيږي، ترڅو د هغوی د ژوند سطحه ښه شي او پدې ترتيب د هغوی په عايداتو کې زياتوالی رامنځته شي.

لیکنه: شاهد ترقیاتي لاهور
ژباړه او زیاتونه: رحمتي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب