چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهيونيسف:۹۰۰ زره افغان ماشومان د غذايي نا امنۍ له امله د مرګ...

يونيسف:۹۰۰ زره افغان ماشومان د غذايي نا امنۍ له امله د مرګ ګواښ سره مخامخ دي

تاند:(پنجشنبه، د قوس لسمه) ‏‏د‌ ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف خبرداری ورکړی، چې د غذايي نا امنۍ له امله شاوخوا ۹۰۰ زره افغان ماشومان د مرګ ګواښ سره مخامخ دي.

د دغه صندوق يوه مقام دغو فقر او بېوزلۍ ځپلو ماشومانو سره د بېړنيو نړیوالو مرستو غوښتنه کړې او ویلي له مرستو او عاجلو اقداماتو پرته د تلفاتو وېره موجوده ده.

د ماشومانو د ملاتړ یو شمېر نورو نړيوالو ادارو ویلي، چې تر ۱۰ ميليونو افغان ماشومان د کافي خوړو د نه رسیدو له کبله په بد وضعیت کې ژوند کوي.

د سره صليب نړيوالې کمېټې تېره اونۍ خبر ورکړی و، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د ماشومانو د خوارځواکۍ پېښې د تېر کال په پرتله ۹۰ سلنه زیاتې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب