تاند:(پنجشنبه، د قوس لسمه) د پنجشېر لپاره د طالبانو سيمه ييز مسوولين وايي چې د باز محمد په نوم د دوی یو مخالف قوماندان او ۱۲ ملګري يې دوی سره يوځای شول.
د طالبانو سیمه ییز والي وايي چې د دوی د ادارې غېږه د ټولو مخالفينو پرمخ خلاصه ده او د وينې تويولو هوډ نه لري.
ياد شوي قومندان او اړوندې ډلې یې د طالبانو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.
د طالبانو چارواکو مخکې هم پنجشېر کې دوی سره د مقاومت ډلې د وسله والو د یو ځای کیدو خبر ورکړی.