پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+حدیث د اجازې او منعې ترمنځ| زبیر افغان

حدیث د اجازې او منعې ترمنځ| زبیر افغان

له قران کریم پرته د احادیثو په اړه له پخوا څخه د پوهانو ترمنځ اختلاف موجود دی. دا اختلاف په څو ډولونو وېشل کېدای شي. له هغې جملې یو هم د حدیث لیکلو او نه لیکلو مسله ده. ایا رسول الله ص اجازه ور کړې وه چې حدیث ترې ولیکل شي او که نه؟

په دې اړه به لاندې هغه روايات راوړم چې دا ختلاف ترې زېږېدلی دی.

لومړی هغه روايات را اخلم چې محدثینو د احادیثو پر لیکلو ځنې استدلال کړی:

بخاري او مسلم له ابو هریره رض څخه روایت کړی چې رسول الله ص د وروستي حج په ورځ لویه خطبه وویله. د خطبې په اخیر کې یوه صحابي وویل:

فَقَامَ أَبُو شَاهٍ – رَجُلٌ مِنْ أَهْلِ الْيَمَنِ – فَقَالَ: اكْتُبُوا لِي يَا رَسُولَ اللهِ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «اكْتُبُوا لِأَبِي شَاهٍ» (۱)

ژباړه: نو د ابو شاه رض په نوم یو یمنی کس ولاړ شو، وې ویل: ای د الله رسوله! دا ماته ولیکئ. رسول الله ص وویل: ابو شاه ته يې ولیکئ.

عَنْ أَبِي جُحَيْفَةَ، قَالَ: قُلْتُ لِعَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ: هَلْ عِنْدَكُمْ كِتَابٌ؟ قَالَ: ” لاَ، إِلَّا كِتَابُ اللَّهِ، أَوْ فَهْمٌ أُعْطِيَهُ رَجُلٌ مُسْلِمٌ، أَوْ مَا فِي هَذِهِ الصَّحِيفَةِ. قَالَ: قُلْتُ: فَمَا فِي هَذِهِ الصَّحِيفَةِ؟ قَالَ: العَقْلُ، وَفَكَاكُ الأَسِيرِ، وَلاَ يُقْتَلُ مُسْلِمٌ بِكَافِرٍ ” (۲)

ژباړه: ابو جحیفه ویل، علي بن ابي طالب رض ته مي وویل: ایا ستاسو سره کتاب شته؟ ده ویل: نه، مګر د الله کتاب، هغه فهم چې خدای يو مسلمان کس ته ورکړی دی او هغه څه چې په دې صحیفه کې دي. دی وايي، ما وویل: په دې صحیفه کې څه دي؟ ده ویل: د دیت احکام، د بندي خلاصون او دا چې مسلمان به پر کافر نه وژل کېږي.

عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرٍو، قَالَ: كُنْتُ أَكْتُبُ كُلَّ شَيْءٍ أَسْمَعُهُ مِنْ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أُرِيدُ حِفْظَهُ، فَنَهَتْنِي قُرَيْشٌ، فَقَالُوا: إِنَّكَ تَكْتُبُ كُلَّ شَيْءٍ تَسْمَعُهُ مِنْ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَرَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَشَرٌ يَتَكَلَّمُ فِي الْغَضَبِ وَالرِّضَا، فَأَمْسَكْتُ عَنِ الْكِتَابِ، فَذَكَرْتُ ذَلِكَ لِرَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ؟ فَقَالَ: ” اكْتُبْ فَوَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ مَا خَرَجَ مِنِّي إِلَّا حَقٌّ ” .(۳)

ژباړه: عبد الله بن عمرو رض ویل: ما چې له رسول الله ص هر څه اورېدل د حفظ په خاطر مې لیکل. نو قریشو زه منعه کړم چې ته خو له رسول الله هر هغه شی لیکې چې اورې يې. په داسې حال کې چې رسول الله بشر دی په غوسه او خوښي کې خبرې کوي. نو ما لیکل ایله کړل، دا خبره مې رسول الله ته ذکر کړه. ده وویل: لیکه يې، په هغه ذات قسم چې زما نفس يې په لاس کې دی، زما ټولې خبرې حق دي.

دا هغه ر وايات دي چې محدثین د حدیثو پر لیکلو ترې دلیل وايي. دوی فکر کوي چې دغه روایات تر هغو وروسته دي چې رسول الله ص له حدیث لیکلو منعه کړې وه. دلته خبره دومره هم ساده نه ده لکه محدثینو چې ځانونه پرې تېر کړي. خو دا چې خبره سره ګډوډه نه شي او موضوع په داسې ډول را وسپړو چې د لوستونکو پوره سر په خلاص شي، نو یوځل به د منعې روايت هم راوړم:

عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ” لَا تَكْتُبُوا عَنِّي شَيْئًا غَيْرَ الْقُرْآنِ، فَمَنْ كَتَبَ عَنِّي شَيْئًا غَيْرَ الْقُرْآنِ، فَلْيَمْحُهُ ” .(۴)

ژباړه: ابو سعيد الخدري رض له رسول الله ص روايت کړی چې ویل يې: له قران پرته له ما نور شیان مه لیکئ، که چا له قران پرته نور شیان را څخه لیکلي وي، نو ړنګ دې کړي.

حجت څه معنا او کوم احادیث حجت دي؟

هغه څوک چې د حدیثو لیکل ناسم بولي له دې حدیث او دې ته ورته نورو مواردو څخه استدلال کوي.

په دې حدیث کې داسې مورد شته چې ترې ثابتېږي دا روايت تر هغو پاس رواياتو وروسته دی؟  هغه کوم دی؟ که غور وکړو نو په اساني يې موندلای شو. دا چې وايي(لا تکتبوا عني شیئا غیر القران) دا جمله په دې اړه دومره واضحه ده چې نور صراحت ته اړتیا نه لري. وايي: له ما هيڅ شی هم مه لیکئ. دلته شئ نکره ده چې د نفې په څنګ کې راغلی او عموميت فایده کوي. د (غیر القران) توري بیا ښکاره کوي چې د لیکلو شی يې مشخص کړی. هغه یوازې قران دی. کوم شي ته چې د لیکلو اجازه ده هغه قران دی. دا یاده ټوله جمله هغه وخت ویله کېږي چې رسول الله ص د اصحابو په لیکلو خبر وي. له دې امله نو منعه کوي. که داسې هيڅ شی نه وای، نو رسول الله ص ولې له داسې یوه شي منعه کوله چې خلکو يې فکر لا نه وو کړی؟

د روايت دویمه جمله وايي چې که مو له قران پرته نور شیان را څخه لیکلي وي، ختم يې کړئ. دا ښکاره د دې ثبوت دی چې رسول الله ص په لیکلو خبر شوی دی، نو ځکه يې امر کړی چې له قران پرته د نور شي لیکلو ته اړتیا نه شته. که مو بیا هم لیکلي وي، نو قران کافي دی او هغه شیان چې لیکلي مو دي، ختم يې کړئ.

 د دوی په اند د دې خبرې د تاييد لپاره قران کريم هم قران کافي، د هغو ديني مسلو بیانونکی بللی چې ورته په ديني برخه کې اړتیا وي او واضح، کامل، د حق و باطل بیلونکی پوره يې ګڼلی. همدې ایاتونو ته په کتو رسول الله دا امر کړی او نور ځایونه يې هم دې مضمون ته اشاره کړې.

لومړی د قران یو څو ایاتونه او بیا هغه روايات را اخلم:

وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ (النحل: ۸۹)

ژباړه: او موږ تاته د هر شي بیانونکی کتاب نازل کړی چې هدایتونکی، رحمت او مسلمانانو ته زیری دی.

اللَّهُ الَّذِي أَنْزَلَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ وَالْمِيزَانَ (الشوری: ۱۷)

ژباړه: الله هغه دی چې په حقه يې کتاب نازل کړی چې میزان دی.

د دې پاس ايت خبره الله د نوور کتابونو په اړه هم کوي:

لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ (الحدید: ۲۵)

ژباړه: یقینن موږ خپل رسولان له ښکاره دلایلو سره لیږلي وو او له دوی سره مو کتاب نازل یعنې میزان نازل کړ چې انسانان پر انصاف ورسم کړي.

له کتاب سره د میزان توری ښکاره وي چې میزان خپله کتاب دی. ځکه د حق او باطل په بیان کې له میزان څخه یوازي همدغه معنوي میزان هدف کېدای سي او بل نه. نو په داسې حال کې قران میزان دی، د هر شي بیانونکی او فرقان دی، نو له دې امله يې په اړه رسول الله ص همداسې ویلي دي:

عَنْ زَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: “إِنِّي تَارِكٌ فِيكُمْ خَلِيفَتَيْنِ: كِتَابُ اللهِ، حَبْلٌ مَمْدُودٌ مَا بَيْنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ، أَوْ مَا بَيْنَ السَّمَاءِ إِلَى الْأَرْضِ، وَعِتْرَتِي أَهْلُ بَيْتِي.(۵)

ژباړه: زید بن ثابت رض ویل چې رسول الله ص وویل: زه تاسو ته دوه شیان پرېږدم، د الله کتاب چې د اسمان او ځمکې ترمنځ غزېدلې رسۍ ده او زما کورنۍ.

دا خبره ما د همدې لړۍ په یوه بله برخه کې هم کړې ده چې د اهل بیتو یادونه یوازې د هغوی د حقونو ساتنې په پار شوې ده، قران کریم د دین په اړه کافي و شافي کتاب دی، د الله حجت دی او ټول پکې راغلي شیان که اړتیا وه په نبوي سنتو تشریح شي، په دې برخه کې تر لیکلو او په خوله روایاتو د امت عملي تواتر ډېر مهم و، په خاص ډول د مدینې او مکې، مګر امت له هغې لارې بېله بله لار واخیسته چې رسول الله ص او اصحابو موږ ته په میراث ایله کړې وه، رسول الله ص چې احادیث نه لیکل یا اصحابو دا کار نه کاوه، لویه وجه يې هم دا وه چې هغوی په عملي تواتر ټول شیان راتلونکي نسل ته نقلول، زما په نظر که وروسته کسانو لیکل کړي وای، خو چې د حرمینو د تعامل يې په هغه وخت کې د حدیث لپاره شرط بللی وای، دا به د کره او ناکره روایاتو په چاڼ کې ډېر مهم او پر ځای ګام وای، له بده مرغه چې دا پروسه په هغومره شفاف ډول نه ده تر سره شوې لکه څومره چې ورته اړتیا وه.

د اختلاف یوه لویه سرچینه همدا لیکلي روایات دي چې یو څوک يې له یوه روایت څخه دلیل نیسي او بل يې له بل، د یوه روایت الفاظ یو ډول دي، د بل دا بل ډول، که تر لیکلو د سنت برخې ته کامله توجو شوې وای، نن به د دومره لوی اختلاف شاهدان نه وای، ان داسې کیسې هم له روایاتو را پيدا کېږي چې په ټول تېر تاریخ کې ورته عملي شاهد نه شي موندلای، لکه یو شمېر کسان چې اوس تر رکوع وروسته بېرته لاسونه پر سینه نیسي، دوی د حدیثو په الفاظو کې د دې کار لپاره دلیل پيدا کوي، مګر په عملي تواتر کې د دې لپاره هيڅ شی هم نه شته، په یوه مذهب کې د دې لپاره ملاتړی تعامل وجود نه لري، اوس دا هم یوه د اختلاف موضوع ده چې خلک يې پر ډلو سره وېشلي دي، هغه څوک چې دا کار نه کوي، لمونځ يې سهي نه بولي، دا ډول اختلافات یوازې له روایاتو څخه امکان لري، په سنت کې دا خبره نه ځاییده.

همدې ته په کتو عمر فاروق رض ویل دي:

فَقَالَ عُمَرُ: إِنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَدْ غَلَبَ عَلَيْهِ الْوَجَعُ، وَعِنْدَكُمُ الْقُرْآنُ حَسْبُنَا كِتَابُ اللهِ.(۶)

ژباړه: نو عمر وویل: بېشکه رسول الله باندې درد غلبه کړې، له تاسو سره قران دی، بس همدا د الله کتاب راته بسنه کوي.

دا موضوع که دومره جدي وای لکه وروسته خلکو چې ونیوه، نو ولې رسول الله صلی الله علیه وسلم او اصحابو په خپل ژوند کې پام ورته نه کاوه؟ څنګه امکان لري چې احادیث دي د قران په شان مقام په شریعت کې ولري، خو رسول الله دې ورته هيڅ ډول توجو هم ونه کړي؟ ولې يې د قران په شان خپل ژوند کې ټول اړین احادیث د کتاب په بڼه نه لیکل؟ رسول  الله ص خو یوازي خلکو ته په عملي بڼه احکام بیانول، د لیکلو اړتیا که يې احساس کړې وای، نو خپل ژوند کې به يې دا کار کړی وای، دا چې په ۲۳ کاله ژوند کې هغه دا اړتیا احساس نه کړه، نو نور امت تر رسول الله ص وروسته څنګه ددې په اړتیا پوه شول؟

د رواياتو لیکلو سلسله هغه مهال شروع شوه چې په امت کې ستر اختلافونه را پيدا شوي وو. فکري مکتبونه جوړ شول. جنګونه وشول. د امت یووالی مات شو. هرې ډلې د رواياتو په مټ د بلې طلان ثابتاوه. له روایاتو څخه ناسمه استفاده وشوه. په قران او خدای پسې د رواياتو په مټ هغه شیان وتړل شول چې نه خدای اجازه ور کړې وه او نه په قران کې وو. د اموي خلفاؤ له پيله همدې کار ته پوره چمتوالی نیول شوی وو او رسول الله ته منسوب د ګوتو په شمار رواياتو څخه يې داسې يوه لړۍ وپنځوله چې ډېری حرام شیان يې د دین او حدیث په نوم ځان ته حلال کړل او د خلافت، غلام نیولو، قریشو ته د امارت سپارلو، د خاصو کسانو، کورنیو او وختونو فضایل د همدې حدیثو په مټ تر سره شول. اسلام ته منسوب فکري مکتبونو هر یوه جلا ځان ته د حدیثو خاصي لړۍ جوړي کړي، په بالمعنا روايت يې د اسلام څېره ور مسخه کړه، ډېری بد چې قران منعه کړي وو، رواياتو اجازه ور کړه، زیاتره شیان چې له دین سره يې اړه نه در لوده، حدیثو په دین کې داخل کړل، د طب، تاریخ، ځان جوړونی، ويښتانو، شخصي کارونو او ډېری نورو ورځینو چارو په اړه يې نامناسب روايات رامنځته کړل چې نن يې امت له ستر خنډ سره مخ کړی دی.

نو روایت لیکل یوه اړتیا شوه، که نه وای لیکل شوي اوس به تر دې هم د بل حالت شاهدان وای، دا چې محدثینو وروسته د صحیح او ضعیف حدیث لیکلو ته توجو وکړه دا یو مجبوریت و، اما له اسلامي امت سره د دې ډول کارونو پخوانۍ تجربه نه وه، له دې امله د کار په پيل کې یو څه نیمګړتیاوې رامنځته شوې دي چې اوس د علم تر غوړېدا وروسته يې باید د امت متاخرین پوهان ایسته کړي.

یوه لویه نیمګړتیا د روایاتو په لیکلو کې له قران کریم سره د موافقت اصل ته نه توجو وه، دویمه خبره پکې د سنت او حدیث اختلاط و، درېيمه نکته پکې د مکې او مدینې تعامل ته نه پاملرنه وه، څلورمه خبره پکې د حدیث تر متن پر سند ډېر ټینګار و چې باید بالعکس کار شوی وای، پنځمه نکته پکې له علم، مشاهدې، خپله روایت سره نه ټکر دی، شپږمه نکته پکې د دین او دنیا د کارونو نه بېلوالی دی، په روایت کې له هر ډول سیاق او سباق پرته راغلي وي چې هره ورځ سر ږمونځول ممنوع دي؟ اوس به انسان حیران شي چې دا څه ډول روایت دی؟ د سر ږمونځول او دین يې سره څه؟ که د دې کار تجربه وای، په هغه وخت کې د دې ټولو شیانو تمیز په ډېر ښه ډول کېدلای شوای، البته اوس هم شونی دی خو پخه اراده او د عمل لپاره یوه قوي اداره غواړي.

په نبوي دور کې د تدوین په اړه دا خبره د کېدو وړ ده چې که هغه مهال يې لیکل شوي وي، نو اوس يې باید قران کریم په شان یوه ثابته له اختلافه خالي مجموعه پاته وای، کومه ده دغه ډوله یوه صحیحترین مجموعه؟ دا چې پر میدان د دې لپاره ثبوت نه شته دا خپله د دوی پر خوله یو ټینګ ګوزار دی، د روایت لیکلو کومه خبره چې دوی کوي، یوازې د هغو روایاتو په مټ يې کوي چې موږ ته حافظه پر حافظه په بالمعنا توګه نقل شوي دي او د دې لیکنې یوه بېلګه اوس نه شته او نه په علم چا د هغه وخت یوه لیکنه ثابته کړه، دا چې ځينې کسان یوازې سر زوري کوي، هغه لمر هم په دوو ګوتو پټولای شي، مګر د علم په میدان دوی تش لاس ولاړ دي هيڅ ورسره نه شته.

روایات لیکنه که ثابته هم شي، نو یوازې څو کسانو فقط د خپلو احساساتو او مینې له کبله دا کار کړی دی او دا چې وروسته له دوی څخه د یوه کتاب په شکل هيڅ نه دي پاته له دې ښکاري چې تر نبوي منعې وروسته هغوی ممکن خپل لیکل شوي احادیث ختم کړي وي، له دې امله یې یوه نمونه هم په لیکلې بڼه نه ده پاته شوې، یا که پاته شوې هم وي، نو یوازې د ګوتو په شمار احادیث به وي، چې بیا هم امت ته په لیکلې بڼه نه دي پاته شوې، د هغوی خبر موږ ته یوازې د حافظه پر حافظه نقل شویو روایاتو له مخې راغلی دی.

زما په نظر روایت لیکل یوازې هغه وخت اړین شول چې د نه لیکلو له امله دښمنانو پر دین د همدې روایت په مټ حملې پيل کړې، که په هغه وخت کې د دښمنانو لپاره د نورو حربو ترڅنګ دا یوه حربه هم کار شوی وی چې د هر حافظه پر حافظه حدیث لپاره په قران کریم کې د شاهد غوښتنه شوې وای، د مدینې او مکې له تعامل څخه د ملاتړ دلیل ترې غوښتل شوی وای، د یوه متن لپاره د بل کس شاهدي اړینه ګڼل شوې وای، نو به دومره ډېر ګډوډی نه جوړېدای، خو دا چې مسلمانانو په دې ډګر کې د لومړي وار لپاره ګام ايښی و، له دې امله يې دغه تېروتنې وکړې، که څه هم په انفرادي توګه دا شیان په هغه زمانه کې یاد شوي دي، عمر فاروق رض به د روایت منلو لپاره د بل کس شاهدي او د قران کریم موافقت غوښتی، اما د یوه مکمل نظام په توګه پر ټوله پروسه نه دی تطبیق شوی، له دې امله اختلافات هم پکې شته، له عقل، علم، قران، مشاهدې، تجربې، تاریخ، سنت او خپله له روایاتو سره متصادم او مخالف روایات د حدیثو په مشهورترینو مجموعو کې وجود لري، له دې څخه د خلاصون لپاره د تقابل او ضد تګلاره کار نه ور کوي، باید له هر ډول تعصب او کینې پرته دې میدان ته توجو وشي، په یوه نوي میتود له سره دغه ټوله پروسه له نویو معیارونو سره په کامل موافقت وارزول شي، کره يې له دلیل سره ثابت وبلل شي او په یوه جلا مجموعه کې ځای پر ځای او ناکره يې په دلیل ناکره وکڼل شي او بېله کټګورۍ ورته تعین شي. دا کار یوازې یو دولت یا هم یوه لویه اداره کولای شي چې پر شوي کار يې د امت پوهان ډاډه هم شي.

۲۰۲۲/۱۱/۲۵

سرچینه:

۱)(بخاري:۲۴۳۴ ، مسلم:۱۳۵۵ )

۲)(بخاري کتاب العلم باب کتابة العلم: ۱۱۱)

۳)(مسند احمد: ۶۵۱۰)

۴)(مسند احمد: ۱۱۵۳۶)

۵)(مسند احمد: ۲۱۵۷۸)

۶)(مسلم: ۱۶۳۷)

پر حدیث په حکم کې اختلاف | زبیر افغان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب