پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهد کابل ښاروالۍ کارکوونکو ته په رسمي وخت کې « عقيدتي او...

د کابل ښاروالۍ کارکوونکو ته په رسمي وخت کې « عقيدتي او فقهي» درسونه ورکول کیږي

تاند:(پنجشنبه، د قوس لسمه) ‏‏د کابل ښاروالۍ لپاره د طالبانو چارواکي وايي، چې د خپل امیرالمؤمنین په امر ېې د ښاروالۍ کارکوونکو ته په نورماله توګه «عقیدتي او فقهي درسونه» پيل کړي دي.

د کابل ښاروالۍ د خبرپاڼې له مخې:«نوموړي د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د نظامي ریاست غړو سره په ګډه غونډه کې د نورو ورته فرمانونو پلي کېدو ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې لا ډیر اصلاحات به رامنځته شي.»

خبرپاڼه دامرباالمعروف د نظامي برخې د رئیس مولوي رازمحمد حامد په اړه لیکي، چې د کابل ښاروالۍ مدرسان يې هڅولي څو« د شرعي نظام د ټینګښت لپاره» د طالبانو د اميرالمومنين فرمانونو ته لومړیتوب ورکړي.

د کابل ښاروالۍ په خپرو شويو عکسونو کې لیدل کیږي، حال طالبانو يو شمېر عمر خوړلي کسان هم د خپلو «مدرسانو» درسونو ته کینولي.

څه موده مخکې راپور خپور شو، چې طالبانو له ښوونکو څخه د عقيدتي ازموينې په نوم يوه لړۍ پیل کړې او په دې پلمه غواړي پخواني ښوونکي په کور او پر ځای ېې خپل کسان وګماري.

طالبان د خپلو دغو کړنو ننګه کوي او په دې اړه ېې امیرالمؤمنین واضح فرمانونه ورکړي.

منتقدین ېې بيا دوی تورنوي، چې له اسلام څخه د خپل افراطي تعبير او پاکستاني ملایانو له لوري د ورکړل شوي غلط ذهنیت له مخې له دوی پرته ټول افغانان او مسلمانان « کاپر او له اسلامه ناخبره» ورته ښکاري.

2 COMMENTS

  1. امیرالمنافقین یا امیرالغائبین منظور دلته د پنجاب استخبارات دي ، غواړي د افغانستان خلک ټول ملایان کړي . دښاروالي دنده فقهي مسایلو پورې هېڅ اړه نه لري .
    ښاروالۍ باید د ښار تنظیف ، سرسبزي او د ښار ترمنځ د واټولو جوړول وي ، د کانالیزاسیون جوړول ، د ښارونو د نقشو برابرول ، د څښلو اوبو ، برښنا او ګاز ، انترنت او تيلیفون د شبکو جوړول ، د څلور لارو ترمنځ د برښنایی څراغونو نصبول او د هغو کسان جریمه کول دي چې ښاري قوانین نه مراعاتوي .
    الحمدالله د افغانستان ټول خلک د اسلام مبارک دین احکام او ارکان پېژني . د کابل ښاریان پر نورو ظلم نه کوي ، خلک نه وژني ، انتحار او ځان دربي نه کوي . د الله ج په نزد ترټولو غوره هغه کسان دي چې خلکو ته یې خیر ورسیږي او پرچا ظلم ونه کړي . ان الله یحب المحسنین

  2. افغان ملت اولادونه ( جلۍ + هلکان ) ځکه بی سواده پاتی دی او پاتی کیږی چی امریکا او پنجابی پاکستان ددی هدف لپاره خپل روزل شوی وحشیان ساختګی قاتل تنظیمونه او وحشیان تره ساختګی قاتل طالبان او د غولولو لپاره ددوی سره تربیه شوی فاسد دیموکراتان پر له پسی په قدرت راولی حتی امریکا او پنجابی پاکستان ددی په هڅه کښی دی چی دا رنګا رنګ جاهل وحشی قاتل ګروپونه سره متحد د خپلو مردودو او خائینو اهدافو لپاره د افغان ملت پر اوږو سپاره کړی اما دا شکرچی مصنوعی جاهل قاتل تنظیمونه او مصنوعی جاهل قاتل طالبان ذاتآ د حریصی بیماری لری نو ددوی یو ځای کول ناشونی دی !!!!
    خدای پاک مهربان دی ملت د تاسو مقابل کښی به ژر بیداره کړی او ځانونه او خپل شرین اولادونه به د تاسو ملی خائینو قاتلوغلامو وحشیانو څخه خلاص کړی لکه چی ځانونه ئی د وحشی قاتلو کمونیستانو څخه خلاص کړل اما بدبختانه چی امریکا ، انګلیس ، پنجابی پاکستان اواخوندی ایران د افغان ملت ستری قربانی څخه خائینه سوءاستفاده وکړه او د افغان ملت ستره قربانی ئی ددی روزل شوو قاتلو غلامو ګروپونو باندی تبلیغ کړه ولو چی په۱۹۸۱ کال راپدی خوا په کراتو ددوی دی لعنتی عمل باندی جدی تنقیدونه ونیول شول اما نتیجه ئی ورنکړه او یو مهم علت ئی دا هم وو چی ځینی د ډالرو اخستل شوی نیمچه منورین ددوی په خدمت کښی وو اودا د ډالرو نبمچه منورین اوس هم لګیا دی !!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب