جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد سمنګان په «الجهاد» مدرسه کې پرونۍ چاودنې ته غبرګونونه

د سمنګان په «الجهاد» مدرسه کې پرونۍ چاودنې ته غبرګونونه

تاند:(پنجشنبه، د قوس لسمه) ‏‏د‌ سمنګان په «الجهاد» مدرسه کې پرونۍ چاودنه، چې د طالبانو کورنيو چارو وزارت پکې د ۱۰ زده کوونکو وژل کیدل او يو شمېر نورو ټپي کيدو تایید کړي، په هېواد دننه او بهر غبرګونونو سره مخ شوې ده.

خبري سرچينو ويلي، چې دغه مدرسه د طالبانو اړوند وه، چې د دوی له بيا واکمنيدو سره پکې نوو طالبانو ته ايډيالوژيکې زده کړې ورکول کېدې.

‏د طالبانو د رييس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر دغه بريد د ټولو اسلامي او انساني اصولو خلاف اونه بخښونکی جنايت وباله.

نوموړي ويلي،چې د دغې پېښې عاملين به بې ځوابه پاتې نه شي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پخواني مصالحې عالي شورا رئيس عبدالله عبدالله هم یاد شوی برید غندلی.

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ هم ياد شوی برید غندلی او ویلي، چې ټول افغان ماشومان له وېرې پرته ښوونځي ته د تګ حق لري.

د ملي امنیت شورا پخواني وياند کبير حقمل بيا طالبان د ورته بريدونو عاملين ګڼلي او لیکلي یې دي:«طالب به حتما د خدای پر وړاندې ددې ناوړه کلتور د رامنځته کولو ځواب وایي، چې پر مدرسو او مساجدو یۍ بریدونه روا وګڼل او ددې سپېڅلو مراکزو تقدس یې تر پښو لاندې کړ. دوی دغه مهم دیني آدرسونه د ترهګرۍ، بم جوړونۍ او انسان وژنې په موخه وکارول او په کې د کېدونکي هر برید د ګناه شریکان دي.»

د «جبهه ملی آزاده‌گان» په نوم د طالبانو یوې مخالفې وسله والې ډلې د دغې پېښې د مسوولیت اخیستو ادعا کړې او ویلي، چې په دې پېښه کې ېې تر ۵۰ پورې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبانو نه دي ويلي، چې دا پېښه چا ترسره کړې ده.

1 COMMENT

  1. اصلاً د رسمی او تودې جګړې د ډګر بهر د انسانانو وژنه د سختی کرکی او غندنی وړ ده او مهمه نه ده چی قاتل یا مقتول څوک دئ ( البته جګړه خپله هم د انسانی کرامت د مشعل ښيښه تاریکوی) .
    امّا بععععععععد:
    طالب هم د شلو کلونو په اوږدو کی لږ وژنی نه دی کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب