جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهیونیسکو يلدا شپه د افغانستان او ايران د ګډ فرهنګي میراث په...

یونیسکو يلدا شپه د افغانستان او ايران د ګډ فرهنګي میراث په توګه ثبت کړه

تاند:(پنجشنبه، د قوس لسمه) ‏‏د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان( یونیسکو) له لوري د يلدا شپه د افغانستان او ايران د ګډ فرهنګي میراث په توګه ثبت شوه.

ياد شوي سازمان په یوه ټویټ کې له دې امله دواړو هېوادونو ته مبارکي ويلې ده.

د فرهنګي میراث په توګه د يادې شپې د ثبت په اړه له ډېرې مودې راهيسې افغان فرهنګيانو کمپاين کاوه او له يونسکو سازمان څخه یې په دې اړه د اقدام غوښتنه کوله.

مخکې ايران هڅه کوله، چې دغه ګډ فرهنګي میراث انحصار او په خپل نوم ثبت کړي.

ايران له دې مخکې هم د افغانستان د يو شمېر فرهنګي ميراثونو او وياړونو د غلا په هڅو تورن شوی و.

1 COMMENT

  1. ما خو په خپل ژوند کې د یلدا د شپې نوم ندی ااورېدلی دا ایران او دایران کلتوري مذدوران داسې لوبې کوي چې افغان ملت په پردي کلچر پورې کلک وتړي او د پښتون نوم له افغاني تاریخه ورک کړي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب