Homeخبرونهشیخ مدارعلي بامیاني د ښاري پراختیا وزارت مرستیال وګومارل شو

شیخ مدارعلي بامیاني د ښاري پراختیا وزارت مرستیال وګومارل شو

تاند- شیخ مدارعلي بامیاني د طالبانو د حکومت له لوري د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال وټاکل شو.

ښاغلی بامیاني نن (پنجشنبه) د ريیس الوزرا د چارو د ادارې د مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني له لوري د اقتصاد وزارت ته معرفي شو.

د چارو د ادارې له خبرپاڼې سره سم، شیخ مدارعلي بامیاني د ريیس الوزرا ملاحسن اخوند په حکم د ښاري چارو معین ګومارل شوی دی.

د ښاغلي بامیاني ټاکنه له دې کبله د پام وړ ده چې پر طالبانو نیوکه کېږي چې هزاره ګانو ته یې په خپل حکومت کې چندان ونډه نه ده ورکړې.

د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري هم په خټه هزاره دی.

د چارو د ادارې د مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني د ښاغلي بامیاني د معرفۍ په غونډه کې وویل چې نوموړی تجربه کار، پوه او هیوادپال شخصیت دی او خپل مسوولیت په سم ډول اجرا کولی شي.

حقاني د افغانستان ټول قومونه سره وروڼه وبلل، ویې ویل چې د هیواد خیر په دې کې دی چې افغانان یو بل ته سره لاسونه ورکړي او د هیواد د ابادۍ لپاره کار وکړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...