پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهد ملا حنفي په مشرۍ غونډه کې د ګومارنو او منفکۍ د...

د ملا حنفي په مشرۍ غونډه کې د ګومارنو او منفکۍ د اصولو په اړه بحث وشو

تاند:(پنجشنبه، د قوس لسمه) ‏‏‏د طالبانو د رياست الوزرا د اداري مرستيال په مشرۍ د دوی د ادارې د اداري کمېسيون غونډه وشوه.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، اړوندو ادارو د امارتي کارکوونکو او مسوولينو د ګمارنې او منفکۍ اړوند د تقنيني اسنادو او شرعي اصولو،په مرکز او ولايتونو کې د ديني مدارسو د فارغانو د ظرفيت لوړولو په موخه د روزنيزو کورسونو جوړولو،د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د ځمکني ترانسپورټ په ترمينلونو او تمځايونو کې د نقليه وسايطو د مديريت، ترتيب او تنظيم طرحې او پورته موضوعاتو په اړه د کاري پرمختګ او اجرائيوي مراحلو په اړه راپورونه وړاندې کړل.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د يادو موضوعاتو د اجرائيوي بهير پر څارنې او چټکتيا لازم ټينګار وشو.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له لوري له دولتي ادارو څخه د مسلکي کادرونو د ويستو او پر ځای ېې د خپلو ملایانو د ګومارنې ادعاوې او شکایتونه زيات شوي.

1 COMMENT

  1. ” د ګومارنو او منفکۍ …..”.
    که څه هم زما عربی ژبه زده نه ده خو له نقاب څخه ئې ښکاری چی ډیره ښکلې او خوندوره ژبه ده.
    په هره توګه؛
    یا باید
    ګومارل او ګوښه کول ( ګومارنه – ګوښَنه) وکارول سی
    یا
    تقرر او انفاک وکاروَل سی.
    ګومارنه او منفکۍ خوشی د شلومبو آیسکریم ته ورته دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب