شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهپه ۱۴ ولایتونو کې نن د سختو ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

په ۱۴ ولایتونو کې نن د سختو ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

تاند:(یکشنبه، د میزان ۳۰مه) د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د شدید اورښت، تالنده برېښنا او سېلابونو اټکل کړی دی.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن په نورستان، کنړ، لغمان، پنجشیر، کاپیسا، بغلان، بامیان، پروان، ننګرهار، کابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو او سالنګونو کې د شدید اورښت، تالندې برېښنا او سېلابونو اټکل شوی، چې د اورښت کچه په بېلابېلو نقطو کې له ۱۰ – ۲۰ ملي مترو پورې ټاکل شوې ده.

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې په شمال، شمال لوېدیځ، لوېدیځ، سویل، سویل لوېدیځ او مرکزي ولایتونو کې د نسبتاً چټکو بادونو اټکل شته چې د سرعت کچه یې په بېلابېلو برخو کې له ۲۰ – ۶۰ کیلومتره په ساعت کې اټکل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ژمي له را رسیدو سره په افغانستان کې د فقر او بېوزلۍ سطحه نوره هم د لوړیدو خوا ته روانه ښودل شوې او اندېښنه ده چې د نړیوالو بشري مرستو کمیدل به دا ستونزه نوره هم جدي او د خطرونو ګراف پورته بوځي.

طالب چارواکو په دې اړه د خپلو ممکنه هڅو او پلانونو کوم خبر نه دی ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب