یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد افغان کډوالو جبري ایستل، ۵۱۵ کورنۍ پرون پر تورخم واوښتې

د افغان کډوالو جبري ایستل، ۵۱۵ کورنۍ پرون پر تورخم واوښتې

تاند:(یکشنبه، د میزان ۳۰مه)له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په دوام، د طالبانو چارواکو خبر ورکړی چې پرون ۵۱۵ کورنۍ له یاد شوي هېواد څخه د تورخم له لارې خپل هېواد ته تللي.

د تورخم بندر د کډوالو چارو مدیر بخت جمال ګوهر وویل، ذکر شوي کورنۍ، چې ټولې ۳۰۶۶ تنه کېږي د لومړنیو بشري مرستو لپاره ای، او، اېم موسسې ته معرفي شوي هم دي.

تر دې مخکې طالبانو په تورخم کې له نویو کډوالو سره د نړیوالو مرستو د دریدو خبر هم ورکړی و.

د پاکستان چارواکو د اکتوبر تر یو دېرشمې چې لس ورځې ورته پاتې دي افغان کډوالو ته د ضرب الاجل په توګه وخت ټاکلی دی چې یا به له پاکستانه وځي یا به یې په زوره باسي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي یوه ویاند فرهان حق پر پاکستان غږ کړی چې د افغان کډوالو د په زوره ویستو حق نه لري.

د اسلام اباد ضرب الاجل راتلونکې اونۍ سې شنبې پوره کیږي او وایي، که تر دې ورځې یو میلیون او څه باندې اووه لکه افغانان چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري، له دغه هېواده ونه وځي په زوره به یې وباسي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو عالي کمشنري اټکل کوي چې شاوخوا درې میلیونه او اووه لکه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي چې نژدې اووه لکه یې د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له میاشتې وروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، پاکستان ته تللي دي.

پاکستاني چارواکي بیا ټینګار کوي چې په دې اړه یې پریکړه بدلیدونکې نه ده.
له دې سره هم مهاله، له دغه هېواده افغان کډوالو سره د ناوړه چلند خبرونه هم زیات شوي دي.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب