یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهافغانستان بانک نن ۱۴ میلیونه ډالر لیلاموي

افغانستان بانک نن ۱۴ میلیونه ډالر لیلاموي

تاند:(یکشنبه، د میزان ۳۰ مه)د افغانستان بانک لپاره د طالبانو چارواکو ویلي، نن د یک شنبې په ورځ  (۱۴) میلیونه ډالره د لیلام په ډول پلوري.

دغه بانک، په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.

په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.

تېره اوونۍ هم، د افغانستان بانک د (۱۴) میلیونه ډالرو د پلورلو خبر ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل شهزاده سرای نن په بازار کې د یوه امریکايي ډالر پر وړاندې د (۷۴.۸۵) افغانیو د تبادلې خبر ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب