یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهترانسپورت وزارت پر مسافر وړونکو موټرو نوي قیودات لګولي

ترانسپورت وزارت پر مسافر وړونکو موټرو نوي قیودات لګولي

تاند:( یکشنبه، د میزان ۳۰مه) د افغانستان له لویو لارو د ترافیکي پېښو د زیاتیدو له خبرونو وروسته، د  طالبانو د حکومت د ترانسپورت وزارت ویلي چې له دې وروسته مسافر وړونکي موټر اجازه نه لري بارونه ولېږدوي.

د یاد شوي وزارت د اعلامیې له مخې، د مسافرانو د خوندیتوب او د ستندردونو د تطبیق لپاره د مسافر وړونکو بسونو چلوونکو ته امر شوی چې پر خپل چت د بارونو له وړلو ډډه وکړي.

د ترانسپورت وزارت همداراز ویلي دي چې په کابل ښار کې د کنټرول پرمهال یې له یوشمېر مسافروړونکو بسونو څخه اضافي او له ستندرد وتلې څوکۍ لیرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ډېر ځله پر لویو لارو د سترو ترافیکي پېښو یو اصلي دلیل د موټرو اضافي بار او څوکۍ ګڼل کیږي.

یو شمېر خلکو د دغو پریکړو هرکلی کړی، خو موټر چلوونکو بیا ویلي چې طالبان باید د دوی ستونزې هم حل او له هغو مجبوریو یې خلاص کړي چې اضافي بار لېږدولو ته یې اړ باسي.

2 COMMENTS

  1. دا ښه اقدام دی خو د دغو پرېکړو ترڅنګ :
    لویې لارې باید ستندرد جوړې شي . د بسونو او باروړونکو نقلیه وسایطو خط یا د سرک برخه باید مشخصه وي او نورو برخو ته لاړ نه شي .
    په لویو لارو کې د ترافیکې اشارې نصب کړل شي . مثلا په کوم ځای کې چې ګولایی وي ، لاره تنګه او وړه وي ، په پېچومو او ځوړ کې د موټرو سبقت یا مخکې کېدل منعه شي .
    په هر حالت کې په لویو لارو کې د موټرو سرعت باید له سلو یا 120 کیلومترو زیات نه وي .
    له ښۍ خو په هېڅ وخت کې له بل موټر نه مخکې نه شي . که کوم موټر غواړي تر بل مخکې شي ، باید اشارې روښانه کړې او د مخ یا د شا موټر لار ورته خوشې کړي .
    په ګولایې ، تنګو لارو او پېچومو کې سرعت په ساعت کې 50 کیلومترو ته را کم کړل شي .
    د باران ، واورو او کله چې په لارو کې یخک وي سرعت حد اقل ته راکم کړل شي .
    دریوران باید د موټرچلولو په وخت کې له چرسو ، هېروینو ، نصوارو، سګرت څکولو او نورو مخدره موادو له استعمال نه په کلکه ډډه وکړي . مسوولین باید د مدرنو وسایلوپه ذریعه دریوران په لارو کې کنترول وکړي . که احیانا چا نیشه اي مواد استعمال کړي وي ، جریمه او ترڅو چې نېشه یې نه وي الوتي ، له دریوري منعه او که ضرورت وي لایسنس او جواز سیر یې ترې مسترد کړي .
    د لایسنس ورکولو قوانین باید ډېر سخت او جدي ونیول شي . لږ تر لږه یوه هفته دوی باید نظري یا تیوري درسونه ووایی او بیا امتحان ترې واخیستل شي .
    عملي امتحان یې هم باید ډېر جدي وي ، لږ تر لږه یو ساعت د ښار په مختلفو برخو کې وګرځي او د ترافیکو مسوول شخص د هغه ټول نواقصات ورته وښيي.
    په نوره نړۍ کې د ترافیکو د پولیسو صلاحیت فوق العاده زیات وي، دوی کولای شي شاه ، لومړي وزیر ، وزیران او خپله د پولیسو منسوبین جریمه کړي .
    د ترافیکو قانون باید پرټولو له شاه ترګدا پورې یو ډول تطبیق شي او که چا سرغړونه وکړه باید درنه جریمه ورکړي ، چې بل ځل غفلت او بې تفاوتي ونکړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب