له نن څخه ۷6 کاله پخوا د ۱۹۴۷ کال د اکتوبر په ۲۲ د شوروي اتحاد مشرتابه په جرمني کې د امریکا مارشال پلان په اروپا کې د امریکا امپریالیزم وباله او ویې ویل چې هیڅکله به په جرمني کې د امریکا مارشال پلان ونه مني ځکه چې دا پلان د جرمني د خلکو د مریي (غلام) کولو او د امریکا د اقتصادي پراختیا غوښتنې لپاره دی.
شوروي اتحاد دغه راز وویل چې امریکا غواړي چې له جرمني څخه د خپلو بیالوژیکي وسلو ګودام جوړ کړي.
—————–
له نن څخه ۴2 کاله پخوا د ۱۹۸۱ د اکتوبر په ۲۲ نېټه د فرانسې د پاریس او لیون ترمنځ د لوړ سرعت د لومړني رېلګاډي تګ راتګ پیل کړ.
د دغه رېلګاډي سرعت په ساعت کې ۳۲۰ کیلومتره و. دا په اروپا کې لومړنی تر ټولو چټک رېلګاډی و.