یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسیګار: طالبان له نړیوالو ناوړه ګټه اخلي، طالبان: نه یې اخلو، بې...

سیګار: طالبان له نړیوالو ناوړه ګټه اخلي، طالبان: نه یې اخلو، بې اساسه ادعا ده

تاند:( شنبه، د میزان ۲۹مه) د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د څار ځانګړې ادارې(سیګار) ادعا کړې چې طالبان د افغانستان له پوهنې سره کیدونکو مرستو ته لاسرسی لري.

د سیګار په راپور کې راغلي:«طالبان دغه راز د مرستندویانو له ښوونیز مرستو په نامناسبو لارو ګټه اخلي. د بېلګې په توګه، هغوی جعلي نا دولتي سازمانونه جوړوي او پیسې اخلي. هغوی له دغه هېواد سره د کېدونکو مرستو د ترلاسه کولو یا هدایت لپاره په شته غیردولتي سازمانونو کې نفوذ کړی.»

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي د سیګار یاد شوی راپور رد کړی او بې بنسټه ګڼلی.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د بشري مرستو ۵۶ پروګرامونه د طالبانو د لاسوهنې له امله درېدلي دي.

طالب چارواکو په دې اړه راپورونه تل رد کړي او ویلي چې نړیوالې مرستې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو له لوري مصرفیږي او دوی ترې په هیڅ ډول نه برخمنیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب