یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد اروپایي ټولنې ۱۰ میلیونه یورو مرسته؛ په وږي نس۲ میلونه تلونکو...

د اروپایي ټولنې ۱۰ میلیونه یورو مرسته؛ په وږي نس۲ میلونه تلونکو افغان زده کوونکي تغذیه کوي

تاند:( شنبه، د میزان ۲۹مه) اروپایي ټولنې له دوه میلیونه هغو افغان زده کوونکو سره د ۱۰ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه چې په وینا یې په وږي نس ښوونځیو ته ځي.

د دغې ټولنې په اعلامیه کې راغلي چې دا پیسې به د خوړو نړیوال سازمان ته ورکړل شي، څو د ننګرهار، نورستان، غور، جوزجان او فراه ولایتونو د ۲ میلیونه وږو زده کوونکو لپاره تر ۲ کلونو د تغذیې امکانات برابر کړي.

ویل شوي چې له دغو مرستو به شاوخوا ۲ میلیونه نارینه او ښځینه زده کوونکي برخمن کیږي.

د خوړو بېلابېلو سازمانونو ویلي چې یوه لویه برخه افغان زده کوونکي په وږي نس ښوونځیو ته د زده کړو لپاره ځي.

د طالبانو رژیم په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې د لوږې د سطحې په اړه کیدونکي راپورونه له واقعیت څخه ډېر ستر بللي.

له دې سره طالب چارواکي مني چې افغانستان کې فقر پراخ او د اندېښنې وړ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب