جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+اسرائیل؛ په منځني ختيځ کې د امريکا جنګي بيړۍ ته ورته هېواد

اسرائیل؛ په منځني ختيځ کې د امريکا جنګي بيړۍ ته ورته هېواد

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

اسراییل  د امریکا د ستراتیژیکو موخو لپاره رامنځته شوى هیواد دی چې په منځني ختیځ کې د مدیترانې سمندر په سویل ختیځه څنډه کې موقعیت لري.  دا په شمال کې د لبنان، شمال ختیځ ته سوریه، ختیځ ته اردن، په سویل لویدیز کې مصر، او په ختیځ او لویدیځ کې په ترتیب سره د لویدیځې غاړې او غزې تړانګې له فلسطیني سیمو سره پولې لري.  دغه هېواد څه د پاسه نه مليونه مليونه نفوس او شااوخوا 20,770 مربع کیلومتره مساحت لري او د نړۍ له کوچنیو هیوادونو څخه ګڼل کیږي.

اسراییل د خپل جیوپولیټیک موقعیت، پياوړو استخباراتي معلوماتو د شریکولو، پرمختللي دفاعي ټيکنالوژي، په نظامي برخه کې د صنعتي وړتياو، اقتصادي اړخونو، په ځانګړې توګه د ستراتیژیک جغرافيايي موقعيت له امله امریکا ته د یوې ارزښتناکې شتمنۍ په توګه ارزښت لري.  دغه ارزښت د څو لسیزو راهیسې د بشپړتیا پړاوونه وهي او د ګډو موخو په برخه کې د دواړو هیوادونو ګټو ته کار کوي.

امريکا له اسراییلو سره دوه سوه شپيته مليارده ډالره مرسته کړې ده چې نيمه يې نظامي ده. امريکا اتيا ځله د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې د ويتو حق کارولى دى چې نيم يې د اسراییلو لپاره کارول شوى دى. شاوخوا ۶٫۵ میلیون یهودان په اسرائیلو او ۶ میلیون نور په امریکا کې اوسېږي.

امریکا د بشري جنايتونو د غندنو په مهال هېڅ کله د اسرائیلو نوم نه اخلي، یوازې پر فلسطینیانو نیوکه کوي. دَ امریکا ولسمشر په غزه باندې د اسرائیلو د بريد او حتى د غزې په روغتون باندې له بريد او له پنځه سوه څخه د زياتو فلسطينيانو له وژلو څخه وروسته هم په اسرائیل باندي له مستقیمې نیوکې څخه نه يوازي ډډه وکړه بلکې د خپلو استخباراتي سرچینو په حواله يې برائت هم ورکړ. که څه هم یهودیان په امریکایي ټولنه کې لږکي دي، خو دوی د عام امریکایي پرتله په اقتصادی او فکري توګه پیاوړي دي. د اسراییلو د دفاع وزير په زغرده وايي چې “په غزه کې به هيڅ شى د پخوا په شان پاتې نشي” ” هغوى به هر څه له منځه يوسي” “په روغتونو باندي بريد هم کولاى شي” خو امریکا ورباندې سترګې پټوي او اسرائیل بيا هم يو ديموکراتيک هيواد او يهود ديموکراسي ته ژمنه ټولنه ګڼي.

د ۲۰۲۰ کال یوه سروې ښئي چې نیمایي امریکایي یهودان له سل زره ډالرو ډېر کلنی عاید لري چې په متحده ایالاتو کې یوازې ۱۹٪ خلک دومره عاید لري. په امریکا کې د ۲۳٪ يهودانو کلنی عاید له دوه سوه زرو ډالرو څخه ډېر دی. سربېره پردې، په سلو کې ۳۶ امریکایي یهودان لوړې زده کړې لري ، حال دا چې په عامو امریکایانو کې د لوړو زده کړو کچه یوازې ۱۴ سلنه ده.‌

یهودان د خپل اقتصادي وضعیت او علمي وړتیا له امله د امریکا په سیاست کې پياوړى نفوذ لري. د متحده ایالاتو په کانګرس کې د نفوسو د تناسب په توګه، یهودان په غیر متناسب ډول زيات حضور لري. اوس د کانګرس ۳۴ غړي یهودان دي چې په ټوليز ډول ۶،۴ سلنه نفوس جوړوي، خو د امریکا یوازې ۲٪ نفوس ځان د یهودي په توګه پېژني او د امریکا او اسرائیلو د عامه چارو کمېټه د اسرائیلو لپاره د لابي پياوړي ډله ده. د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر الکسندر هیګ ویلي وو “اسرائیل د امریکا تر ټولو ستره نه ډوبېدونکې جنګي بېړۍ ده چې هېڅ امریکایي عسکر پکې سپور نه دی او په داسې سیمه کې موقعیت لري چې د امریکا ملي امنیت ته ډېر مهمه ده”.

د امريکا او اسرائيل تر منځ اړيکې د وخت په تېرېدو سره په لاندې ډول د نړيوالو بدلونونو په تناظر کې پياوړي شوي دي.

تاریخي عوامل:
د اسراییلو لپاره د متحده ایالاتو د ملاتړ یو بنسټیز دلیل په تاریخي فکتورونو کې دی، په ځانګړې توګه له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د هولوکاسټ رامنځته کيدل ډیری امریکایانو ته د یهودي وطن د جوړيدو لپاره قوي اخلاقي ملاتړ رامینځته کړ. د امریکا  دغه ملاتړ په ۱۹۴۷ کال کې د ملګرو ملتونو له خوا  د یوه دولت په توګه د اسراییلو په رسمیت پیژندلو سره نور هم پیاوړی شو.  په همدغه کال کې، ملګرو ملتونو د فلسطین لپاره د ویش پلان وړاندیز وکړ چې د عربي هیوادونو لخوا رد شو.  د ۱۹۴۸ کال د مې په ۱۴ د اسرائیلو  دولت اعلان شو او له ګاونډیو عربو هېوادونو سره یې جګړه پیل کړه.  اسراییل بریالی شو او خپله پولې یې د ملګرو ملتونو د ویش له اصلي پلان څخه هم ورهاخوا وغځولې.

جیوپولیټیک نظرونه:
د منځني ختیځ سیمه د ستراتیژیک موقعیت او  امریکا ته د پام وړ جیو پولیټیکل اهمیت لري.  امریکايانو له ډیرې مودې راهیسې په دې سیمه کې د خپل پياوړى نفوذ د ساتلو لپاره د خپل هېواد او د خپلو متحدینو د ګټو د ساتلو لپاره په مسلسل ډول کار وکړ.  اسراییل چې د زده کړو د لوړې کچې، پياوړي ټيکنالوژي درلودونکى اسلام ضد، لویدیځ پلوه هیواد په توګه د مسلمانانو او عربو په  ناکراره سیمه کې موقعیت لري د امریکا د باور وړ ملګري په توګه په سيمه کې يوازنى هېواد ګڼل کېږي.

ستراتیژیک اتحاد:
د امریکا او اسرائیلو اړیکې د  ګډو ګټو پراساس د ستراتیژیک اتحاد په توګه پيژندل کیږي.  دواړه هېوادونه ګډې ګټې ګډ اهداف او يو شان اندېښنې لري.  اسراییل د تاريخ په اوږدو کې د جنجالي قوم په نوم پيژندل شوي دي او په معاصر وخت کې خپلې پرمختللي نظامي وړتیاوې او پيچلي استخباراتي مهارتونه له امریکا سره شریکوي.  دغه ارزښتناک استخباراتې ، ټیکنالوژیکي او نظامي پرمختګونه د دوه اړخیزو همکاریو په پياوړتيا کې ګټور ثابتيږي.

لابي کول او کورنی سیاست:
په امریکايي ټولنه کې د اسرائیل پلويو ډلو نفوذ لکه د امریکا او د اسراییلو د عامه چارو کمیټه  د اسرائیلو لپاره په لوړه کچه لابي کوونکى بنسټ بلل کېږي.  دغه بنسټ او دې ورته نور واړه او غټ بنسټونه په مسلسل ډول  د هغو پالیسیو ملاتړ کوي چې د اسراییلو ګټې تأمينوي او په پالیسي جوړونکو باندې د پام وړ فشار راوړي.  د دغو لابی کوونکو ډلو نفوذ، د ټاکل شویو چارواکو له کورنیو سیاسي ملاحظاتو سره یوځای، د اسراییلو په وړاندې د امریکا د پالیسۍ په جوړولو کې مهم رول لوبوي.

اقتصادي ګټې:
د امریکا او اسراییلو ترمنځ اقتصادي اړیکې هم له اسرائیل څخه د امریکا په ملاتړ کې ونډه لري.  اسراییل د ټیکنالوژیک ځواک په توګه راڅرګند شوی، په ځانګړې توګه د سایبري امنیت، کرنې، او طبي څیړنو په برخو کې.  ډیری امریکایی شرکتونه له اسرائيلو سره د همکارۍ او پانګونې له فرصتونو څخه ګټه پورته کوي.  سربیره پردې، امریکا اسراییلو ته د پام وړ نظامي مرستې ورکوي، چې د امریکا دفاعي قراردادیانو ته ګټه رسوي او کورني اقتصاد يې ته وده ورکوي.

لنډه دا چې د اسرائیلو لپاره د متحده ایالاتو ملاتړ د تاریخي، جیوپولیټیک، ستراتیژیک، لابی کولو، او اقتصادي عواملو پربنسټ ولاړ دى.  له هولوکاسټ څخه وروسته د یهودي وطن د ملاتړ لپاره اخلاقي اړتیا د اسراییلو په ملاتړ د امریکایانو احساسات را وپارول شول.  جیو پولیټیکل ملحوظات امریکا هڅوي چې په منځني ختیځ کې د یو باوري متحد په ملاتړ په يوه بې ثباته سیمه کې خپلې ګټې وساتي.  د دواړو هېوادونو تر منځ ستراتیژیک تړون د استخباراتي معلوماتو د شریکولو او پوځي همکاريو له لارې د دواړو هېوادونو  ملي او امنیتې ګټې تأمينوي.  ګډې ګټې ګډ ارزښتونه او ګډې موخې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کوي.  په امریکا کې د اسرایل پلوه ډلو لخوا د لابی کولو هڅې او کورني سیاسي ملاحظات هم د اسراییلو په وړاندې د امریکا د پالیسي په جوړولو کې رول لوبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب