مؤلف محمد عالم عالميار / د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب ریاست علمي غړی
Abstract
This research examined the new Pashto textbook for the third grade was written by the authors of the educational curriculum in 2018 with the support of ACR (Afghan Children Read) program and the previous textbook for the third grade in 2007. The aim of this research is to find out the content differences between the new and the previous Pashto language textbooks.
The method of this research is qualitative and the necessary information was collected from new and old textbooks. Each part of collected data has been analyzed separately. The results showed that there are lots of differences in mentioned textbooks aspects. The difference between the previous textbook and the new textbook is related to the high quality content standards for correct language learning. The content of the new textbook is written with high level of standards than the previous textbook with different topics. The texts are organized with part to whole method. There are many educational, moral and emotional contents in the same textbooks but previous textbooks are just focused by carry of information. Finally, there are some suggestions for the betterment of quality and improvement of the 3rd grade Pashto subject.
لنډيز
په دې څېړنه کې د درېیم ټولګي د پښتو نوی درسي کتاب چې په ۱۳۹۷ کال کې د(( افغان ماشومان یې لولي)) پروگرام په مرسته د تعلیمي نصاب مؤلفینو لیکلی او د درېیم ټولګي پخوانی درسي کتاب چې په ۱۳۸۶ کال کې لیکل شوی تر څېړنې لاندې نيول شوی دی. د دې څېړنې موخه د پښتو ژبې د نوي او پخواني درسي کتاب د موضوعاتو او متنونو د توپيرونو پیدا کول دي. دا څېړنه کیفي ده او اړین معلومات له نوي او پخواني درسي کتابونو څخه را ټول شوي. د هر یوه بېلې او مشترکې برخې په توپیر سره څېړل شوې دي. له نتایجو څرگنده شوه چې د ذکر شوو دوو درسي کتابونو توپيري اړخونه ډېر دي. له پخواني درسي کتاب سره د نوي درسي کتاب توپير د ژبې د سمې زده کړې د تعلیمي نصاب د تحیقیقاتو او لوړو محتوايي معیارونو له پرمختگ سره ارتباط لري. د نوي درسي کتاب محتوايي جوړښت د پخواني په پرتله په لوړو معیارونو لیکل شوی او بېلابېل موضوعات لري. متنونه یې له جز څخه کل ته منظم ترتیب شوي. په متن کې یې تربیتي، اخلاقي او عاطفي مطالب ډېر او په پخواني درسي کتاب کې پوهنیز مطالب ډېر دي. په پای کې د درېيم ټولګي د پښتو ژبې درسي کتاب د ښه والي او کیفیت لپاره وړاندیزونه شوي دي.
سريزه
دا څېړنه په ښوونه او روزنه کې د مثبت بدلون او د پښتو ژبې د درسي کتابونو او د تعلیمي نصاب د کیفیت د ښه کولو په موخه ترسره شوې ده. سره له دې چې پخواني درسي کتابونه یوازې څو کاله په خوا لیکل شوي وو، خو سربېره پر دې د ابتدايې د لومړۍ دورې لپاره نوي کتابونه ولیکل شول. نو دا فکر راته پيدا شو چې د درېیم ټولگي نوی او پخوانی درسي کتاب د محتوا له مخې سره پرتله کړم چې په کومو برخو کې مشابهتونه او توپیرونه لري. له دې څېړنې سره به زموږ ښوونکي او مؤلفین د پخوانیو درسي کتابونو نیمگړتیاوې او د نویو درسي کتابونو معیارونه او ځانگړتیاوې او د دواړو کتابونو توپيرونه او مشابهتونه وپېژني، له نویو میتودونو او معیارونو سره به یې بلد شي او د نورو درسي کتابونو په لیکلو او تدریس کې به ورڅخه گټه واخلي. پر دې سربېره، هغه نوي میتودونه او معیارونه چې د نویو درسي کتابونو د محتوا په لیکلو کې ترې کار اخیستل شوی دی، ورته معرفي شي. پاتې دې نه وي چې د دې موضوع په اړه تر اوسه په هېواد کې چا کار نه دی کړی.
د څېړنې اهمیت او مبرمیت
زموږ په هېواد کې د هر سیاسي نظام بدلون، د ښوونیز نصاب په تغییر کې خپلې مثبتې او منفي اغېزې درلودلې دي، همدرانګه د درسي کتابونو په لیکلو کې یې خپل پرمختګونه او نیمګړتیاوې لرلې. دا څېړنه ځکه ترسره شوه، ترڅو هغه تغییرات چې د نوي او پخواني درسي کتاب د محتوا د پرتلې په نتیجه کې تر لاسه شوي، باید له ښوونکو او پوهنیز نظام له مسؤلینو سره شریک شي چې په تدریس او تالیف کې یې له شته محتوايي معیارونه او بدلونونه څخه اغېزمنه ګټه واخلي.
د دې څېړنې ارزښت دا دی چې مؤلفینو او لیکوالانو د خپل توان او امکاناتو په کچه په تعلیمي نصاب او درسي کتابونو ځینې لیکنې کړې دي، خو د درېیم ټولګي د پښتو ژبې د نوي او پخواني درسي کتاب د محتوايي پرتلنې په اړه هیڅ نه دي ویل شوي، نو ځکه دا څېړنه ترسره شوه.
د څېړنې موخې
د پښتو ژبې د درېیم ټولگي د نوي او پخواني درسي کتاب د محتوايي جوړښت، له توپیرونو سره آشنايي.
د پښتو ژبې د درېیم ټولگي د نوي او پخواني درسي کتاب د موضوعاتو د توپيرونو پیداکول.
د پښتو ژبې د درېیم ټولگي د نوي او پخواني درسي کتاب د متنونو د جوړښت توپیرونه پیدا کول.
د څېړنې پوښتنې
د پښتو ژبې د درېیم ټولگي د نوي او پخواني درسي کتاب د محتوايي جوړښت توپیرونه څه شی دي؟
د پښتو ژبې د درېیم ټولگي د نوي او پخواني درسي کتاب د موضوعاتو ترمنځ توپيرونه کوم دي؟
د پښتو ژبې د درېیم ټولگي د نوي او پخواني درسي کتاب د متنونو ترمنځ توپيرونه څه شی دي؟
د څېړنې مېتود
د دې څېړنې هدف د درېیم ټولګي د نوي او پخواني درسي کتاب محتوايي پرتلنه ده. دا تحقیق د کیفي میتود او قیاسي څيړنې ډول دی. د نوي او پخواني درسي کتاب په اړه کیفي مقایسه ترسره شوې ده. نوی تالیف شوی درسي کتاب له پخواني درسي کتاب سره لومړی د موضوعاتو او بیا د متنونو د ډولونو له مخې تطبیق شوی دی. درېیم ټولگي د نوي او پخواني درسي کتابونو، اسناد او مدارکو له لارې ]څخه د اړتیا وړ مواد او معلومات را ټول شوي. د جورج بردي د تطبیقي څېړنې له میتود څخه استفاده شوې ده. د همدغه میتود له مخې په دې څېړنه کې د توصیف، تفسیر، نژدیوالي او پرتلنې د څلورو پړاونو په بهیر کې شوې ده. د کار په دوام، د پښتو ژبې نوی او پخوانی درسي کتاب بیا ولوستل شول او اصلي پيغامونه یې د محتوا د تحلیل په میتود سره را وایستل شول او د هغه مشابهتونه او توپيرونه د دوو اهدافو په ترڅ کې لاسته راغلل.
اصلي موضوع
پخواني درسي کتابونه په (۱۳۸۴)کال کې لیکل شوي دي. د درېیم ټولګي د پښتو ژبې د پخواني درسي کتاب د ټولو عنوانونو شمېر ۷۳ ته رسېږی، یو عنوان په دریو (۳) ساعتونو کې تدریسېږي او عنوانونه یې په لاندې ډول دي: (قران کریم، د حضرت محمد ﷺ کوچنیوالی، حضرت ابوبکر صدیق (رض)، د ښوونکي مقام، ښه زده کوونکی، ټوکه او کیسۍ، راځئ چې کتاب ولولو، قلم وايي، د پوهولو او را پوهولو لارې چارې، د ناروغۍ رقعه، د ضرورت رقعه، د ماشومانو لوبې، بریالی، د مور او پلار حقونه، د مور ورځ، د لیک او لوست ارزښت، نظم، ځان ځاني، هوښیاره نجلۍ، د کور په کارونو کې مرسته، خواخوږي، نثر، مکرجنه گیدړه او ناپوه چرگ، ماینونه، ترافيکي لارښوونې، رښتیا ویل، روغتیا، د چاپېریال د پاکوالي ساتنه، زموږ چاپېریال، د سگرټ څکولو زیانونه، چرچرک او مېږی، د غاښونو ساتنه، د ملاریا ناروغي، هېوادنۍ مینه، د غزني ښار، دوه اخترونه، د تگ راتگ وسیلې، چرگه، وزلوبه (بزکشي)، د اوړي موسم، باغوان، د ونو گټې، د وخت ارزښت، باران، بزگر، ترکاڼ، تیلفون، د الوتونکو وززونه، طبیعي شتمني، کار او طبیعت، ورمونه، متلونه، د مني موسم، د ژمي موسم، د اور گټې او زیانونه، الوتونکي مرغان، رښتینی هلک، د کورني چرگانو ساتنه، پر حیواناتو زړه سوی، مرغان او د ځالو جوړونه، ښه کړه وړه، د شاتو مچۍ، ورېښم څرنگه لاس ته راځي، روغه جوړه، د زردالو زړی، زیار او هوسایي، لیک نښې، ساده کلمې، مرکبې کلمې، وروستاړي، مختاړي، عبارت او جمله، جمله).
په پورته عنوانو کې داسې عنوانونه شته چې هېڅ ضرورت ورته نه شته چې د درېیم ټولگي زده کوونکي ته دې راوړل شي او د درېیم ټولگي د زده کوونکو له سن او سویې سره تناسب نه لري او ځینې عنوانونه یې خصوصا د ماشوم د اخلاقي او عاطفي برخې لپاره په درد نه خوري. لکه: وزلوبه (بزکشي)، ترکاڼ، د تگ راتگ وسېلې، ملاریا ناروغي، د سگرټ څکولو زیانونه، د پوهولو او را پوهولو لارې چارې، د چرگانو ساتنه، ورېښم څنگه لاس ته راځي، او د گرامر ځېنې برخې. مثلا: وزلوبه داسې لوبه ده چې یوازې د هېواد په شمالي ولایاتو او سیمو کې دا لوبه ترسره کېږي او په نورو ولایاتو کې دا لوبه نه ترسره کیږي او نه ورڅخه معلومات لري، بل د ماشوم له سن او سویې سره هم مطابقت نه لري، موږ باید د دې پر ځای داسې موضوع راوړو چې د ماشوم سن او سویې سره مطابق وي او اخلاقي او عاطفي برخې ته یې وده ورکړي او په روزمره ژوند کې ترې ګټه واخلي. بل ((د سگرټ څکولو زیانونه)) دا هم د درېیم ټولگي د زده کوونکي لپاره ضرور نه ده. دا باید د لوړو ټولگیو زده کوونکو ته را وړل شي، خصوصا د ۹ ـ ۱۲ ټولگیو لپاره، ځکه چې زموږ ځينې ځوانان په دې سن او کلونو کې له داسې مسایلو سره مخامخ کېږي. همدارنگه ځینې عنوانونه په یوه موضوع کې راغلي، لکه: چاپېریال او چاپېریال ساتنه. د موضوعاتو ډېری متنونه د زیاتوالي او کموالي له مخې تناسب نه لري او له کم څخه د زیاتیدو په لور نه دي لیکل شوي.
د نوي درسي کتاب موضوعات
نوي درسي کتابونه په ۱۳۹۷ کال کې لیکل شوي. د درېیم ټولګي د پښتو د نوي درسي کتاب ټول عنوانونه (۵۶) ته رسیږی او موضوعات یې په لاندې ډول دي: (الله (ج) ، حضرت محمد (ص)، پوهه، مطالعه، ښه ټولگیوال، کتاب، ښه ملگرتیا، ښه گاونډی، د يوه او بل منل، نیکي، بې احتیاطي، سوله، کتابونه، د رسۍ کشول، درناوی، له کورنۍ سره مرسته، کورنی اقتصاد، مور، زغم، پلار، سمسورتیا، د څښلو د اوبو زېرمې، کثافات، باران، د ښار پاکوالی، د پسرلي ترانه، په خپل ځان باور، پاکه هوا، صحیح خواړه، د سترگو ساتنه، نس ناستی، واکسین، ورزش، د روغتیا ترانه، د غزني لرغونی ښار، ونو ته پام، افغانۍ، د گل سرخ مېله، ملالۍ، د وطن ترانه، زېور اکا، موزیم، شنه خونه، زعفران، لاسي صنایع، آهنگر، دنده اړتیا ده، د ښوونکي ترانه، ملي شتمني. د حاجیگک کان، د پستې ځنگل، زمرد، برېښنا، ملي شتمني، کاغذ څنگه جوړېږي، د اوبو بندونه).
دا پورتني موضوعات د درېیم ټولکي د پښتو د نوي درسي کتاب لپاره ټاکل شوي دي چې د زده کوونکو له سن او سویې سره مطابقت لري او د زده کوونکو دیني، اخلاقي او عاطفي ودې ته پکې ځانگړې پاملرنه شوې ده. له نژدې محیط څخه د لرې محیط په لور لیکل شوي دي. همدارنگه پورتني فرعي موضوعات (عنوانونه) له لاندې اصلي موضوعگانو څخه په اتو )۸( برخو کې ټاکل شوي دي: ښوونځي، ټولنې، کورنۍ، چاپېریال، روغتیا، ملي او فرهنگي ارزښتونه، معیشت (ژوندکول) چې د معیشت اصلي موضوع یې دوه ځلې د کتاب په وروستۍ برخه کې راغلې ده. په نوي درسي کتاب کې د ملي شتمنۍ موضوع دوه ځلې تکرار راغلې چې د دې کتاب په فرعي موضوعاتو کې تکرار شوې ده. د درېیم ټولگي نوی او پخوانی درسي کتاب دوه مشابه عنوانونه لري: د حضرت محمد ص او د کور په کارونو کې مرسته چې په دواړو درسي کتابونو کې راغلي دي.
توپیرونه یې: پرته له دوو عنوانونو نور ټول سره توپیر لري. د پخواني درسي کتاب ټول عنوانونه (۷۳) او د نوي درسي کتاب ټول عنوانونه (۵۶) ته رسېږي. په پخواني درسي کتاب کې داسې عنوانونه شته چې د دې ټولگي د زده کوونکو له سن او سویې سره تناسب نه لري.
۲. د پښتو ژبې د درېیم ټولگي د نوي او پخواني درسي کتاب د متنونو توپيرونه کوم دي؟
د پخواني درسي کتاب د لوستلو متنونه
د درېیم ټولگي د پخواني درسي کتاب متنونه د زیاتوالي او کموالي له مخې سره تناسب نه لري او له کم څخه د زیاتیدو په لور نه دي لیکل شوي. لکه: ځينې داسې متنونه لرو چې د کتاب په لومړیو درسونو کې یې متن ډېر شوی او په وروستیو درسونو کې یې متن کم شوی دی. همدرانګه متنونه یې د یوه متن د جملو د شمېر او په یوه جمله کې د کلمو د شمېر له پلوه ترتیب او تنظیم شوي نه دي. د دې کتاب ځينې متنونه ساده او روان نه دي، جملې یې لنډې او مناسبې نه دي، سخت او پېچلي لغات لري او همدارنگه د ماشومانو ژبه پکې نه ده کارول شوې او متنونه یې د زده کوونکو له سن او عمر سره تناسب نه لري. ځينې متنونه له انځور سره ارتباط نه لري او همدارنگه د ځینو درسونو انځورنه تت (تیاره) دي او ځینې متنونه هيڅ انځور نه لري او که یې لري هم د رسامۍ د هنر له مخې سم نه دي رسم شوي. پخوانی درسي کتاب یوه یا دوې انگېزوي پوښتنې لري، خو په نویو درسي کتابونو کې انگېزوي پوښتنې نشته. په پخواني درسي کتاب کې د متن لاندې ډولونه شامل دي: روایتي، معلوماتي او شعر چې د معلوماتي متن بېلگه یې په لاندې ډول ده:
رښتيا ويل
هغه څه چې په خلکو کې د انسان عزت او اعتبار ساتي، هغه رښتیا ویل او له دروغو څخه ډډه کول دي. لکه چې وايي هر اوم شی پخېږي، خو انسان چې خام شي بیا نه پخېږي. دلته د انسان له خامۍ څخه مطلب دروغ ویل او د خلکو نه باور دی. که څوک یو ځل په دروغو مشهور شو، نو د هغه بیا رښتیا خبرې هم څوک نه مني او باور ورباندې نه کوي. څه ښه وايي چې د مرغلرې یو آب دی او چې آب ترې لرې شي بیا هيڅ ارزښت نه لري. د انسانانو عزت او درناوی هم د هغو په ښو او لوړو کړو وړو کې دی. په دروغو سره یې لکه د مرغلرې آب تویېږي. د دروغجن سړي په مینه او دوستۍ هم څوک باور نه کوي. همدغه سبب دی چې دروغجن سړی دوست نه شي پیدا کولی. وگورئ د یوه چرگ په بانگ باندې خلک له خوبه را پاڅېږي او باور ورباندې کوي، خو د دروغجن سړي په لوړه او قول څوک باور نه کوي. نو ویلی شو چې دروغجن سړی په ټولنه کې هېڅ قدر او اعتبار نه لري. دروغ ویل ډېر ژر څرگندېږي. په دې اړه یو متل دی چې (د دروغو مزل لنډ دی). که څوک غواړي چې په ژوند کې بریالي شي، خلک ورباندې باور ولري، نو په کار ده چې تل رښتیا ووايي او ځان په رښتیا ویلو عادت کړي. نو گرانو زده کوونکو! تاسو هم تل له خپلې کورنۍ او نورو ټولو خلکو سره رښتیا وایاست او رښتینی چلند وکړئ، ترڅو د خلکو د اعتبار وړ وگرځئ.
د پورتني متن حجم ډېر زیات او وچ دی او همدا راز د متن مفهوم د زده کوونکي تر سن او سويې لوړ دی، منطقي تسلسل پکې کم دی. لکه په دې متن کې تسلسل (همدغه سبب دی چې دروغجن سړی دوست نه شي پیدا کولی). چې دا جمله له دې متن سره هيڅ ارتباط نه لري (وگورئ د یوه چرگ په بانگ باندې خلک له خوبه را پاڅېږي او باور ورباندې کوي، خو د دروغجن سړي په لوړه او قول څوک باور نه کوي. نو ویلی شو چې دروغجن سړی په ټولنه کې هېڅ قدر او اعتبار نه لري. دروغ ویل ډېر ژر څرگندېږي). په دې پورتنې متن کې د مطالبو ترمنځ منطقي تسلسل نه دی مرعات شوی. او همدارنگه د دې درسي کتاب متنونه د زیاتوالي او کموالي له مخې یو له بل سره تناسب نه لري او له کم څخه د زیاتیدو په لور نه دي لیکل شوي. لکه، پورتنی متن (رښتیا ویل) چې په شپږ ویشتم لوست کې راغلی دی او لاندې متن (طبیعي شتمني) په نهه څلویښتم لوست کې راغلی دی. د بېلگې په ډول:
طبيعي شتمني
زموږ د هېواد ځنگلونه، دښتې، غرونه او ټول کانونه د سرو او سپينو زرو ډک دي. موږ باید خپلو درسونو کې زیار وباسو علم او پوهه زده کړو، ترڅو د خپل هېواد له طبیعي شتمنیو څخه په سمه توگه گټه واخلو او خپل هېواد ودان او سمسور کړو.
پورتنی متن د کتاب د وروستۍ برخې متن دی چې له لومړنیو متنونو څخه ډېر کم دی، یعنې له لږ نه ډېر لوري ته نه دی ترتیب شوی. همدا راز په دې متن کې لومړی باید طبیعي شتمنۍ ور وپېژندل شي او اړین به نه وي چې د درېیم ټولگي زده کوونکو ته د (ځنگلونو، دښتو، غرونو او ټولو کانونو، د سرو او سپينو زرو) د گټې اخیستنو په اړه څه وویل شي، ځکه دا کار د دې ټولگي د زده کوونکو له سويې څخه لوړه خبره ده. دوی ته باید داسې متن راوړل شي چې ورڅخه په روزمره ژوند کې گټه واخلي او د دوی په توان پوره وي.
په محتوايي لحاظ پخوانی کتاب بېلابیل موضوعات لري چې ځینې پکې داسې موضوعات شته چې د درېم ټولگي زده کوونکي لپاره مناسب نه دي. د زده کوونکو له ورځني ژوند او سویې سره برابر نه دي، لکه (د سگرټ څکولو زیانونه) داسې موضوع ده چې د لېسې دورې زده کوونکو ته باید را وړل شي. (ځینې ناسم معلومات په کې راغلي دي، لکه: «ټول انسانان، څاروي او مرغان د خپل پایښت لپاره شپه او ورځ کار کوي.» حال دا چې داسې نه ده. هر ژوی د نس د مړولو لپاره هلې ځلې کوي، خو په څنگ کې آرام او خوب هم کوي. «زموږ د هېواد ځنگلونه، دښتې، غرونه او ټول کانونه له سرو او سپینو زرو نه ډک دي.» لومړی خو سره او سپين زر په کانونو کې وي؛ نه په ځنگلونو او دښتو کې او بله دا چې ټول کانونه هم له سرو او سپینو زرو ډک نه دي.
بله مساله د ژبې ده. په پخواني کتاب کې ژبه له تکلفه ډکه، یو څه پېچلې او په ځینو ځایونو کې ناسمه کارول شوې ده. د بېلگې په ډول: «هغه لوبې چې په بدني ډول ترسره کېږي د ماشومانو بدني پیاوړتیا ته گټه رسوي.» دا جمله داسې لیکلی شو: بدني لوبې د ماشومانو بدن پیاوړی کوي. یا دا جمله «سربېره پر دې چې له خپل کار نه یې د ستړیا احساس و نه کړ. په خپل گډ کار سره یې د غنمو لو په ښه توگه پای ته ورساوه.» دا جمله به داسې بهتره وي: «بې له دې چې د ستړیا احساس وکړي، په گډه سره یې د غنمو لو تمام کړ.» ((سربېره پر دې)) هغه مهال کاروو چې دوه کارونه یاد کړو؛ لکه: «البیروني د ځمکې محیط ډېر دقیق اندازه کړ او پر دې سربېره یې د ځمکې شعاع هم معلومه کړه.»«د ملاریا د میاشې له چیچلو څخه وروسته په ناروغ سړه او توده تبه راځي.» د دې جملې معنا دا ده چې چیچل ناروغ کوي، نه میاشې. دا جمله باید داسې ولیکو: «وروسته تر دې چې د ملاریا میاشې انسان وچیچي، په انسان سړه او توده تبه راځي.». همدارنګه «د هېواد اوبه، لمر، … راباندې گران او د زړه مینه ورسره لرو.» دلته دوې جملې په یوه فعل «لرو» سره جمع شوې دي نو، که په دوو جملو یې تجزیه کړو داسې به شي: «د هېواد اوبه، لمر، … راباندې گران دي.» او «د زړه مینه ورسره لرو.» دا دود هم د فارسي جملو په پېښې پښتو ته راغلی دی، خو ډېر ځله زموږ لیکوال په کې تېر وځي. دوو جملو ته هغه مهال یوازې یو فعل راوړلی شو چې د دواړو فعل یوشان وي. بله خبره دا چې مینه، خو تل له زړه نه کېږي نو «د زړه مینه ورسره لرو» دا معنا ښيي چې د مینې بل ډول هم وي. د پخواني کتاب په ډېرو ځایونو کې لیکنښې ناسمې کارول شوې دي، لکه: «د کلي خلک چې خبر شول. ټول د بریالي مرستې ته راورسېدل.» دلته د لومړۍ جملې په پای کې «.» راغلی دی؛ حال دا چې دا معترضه جمله او د دوهمې جملې تابع ده او باید په «؛» سره بېلې شي. «یوه ورځ د یوه کلي تر څنگ گیدړه روانه وه، یو چرگ یې د ونې په ښاخ ولید، سمدلاسه ودرېده او په ډېر مکر یې د چرگ درناوی وکړ.» دلته د هرې جملې په پای کې باید د «،» پر ځای «.» راشي. د پخواني کتاب په ځینو متنونو کې انتزاعي او استعاري مفهومونه راغلي دي چې د درېم ټولگي د زده کوونکو د پوهېدلو وړ نه دي؛ لکه: «د مرغلرې یو آب دی او چې آب ترې تویې شي بیا هېڅ ارزښت نه لري.») (نسیمي، ۱۳۹۸).
د درېیم ټولگي په پخواني درسي کتاب کې ټول ۷۲ عنوانونه او متنونه راغلي دي چې ۱۹ یې روایتي، ۴۵ یې معلوماتي دي او شپږ ۶ یې شعرونه دي. د دې درسي کتاب متنونه د زیاتوالي او کموالي له مخې سره تناسب نه لري او له جز څخه کل ته نه دي ترتیب شوي. په یوه متن کې یې هم د کلمو او جملو شمېر او په یوه جمله کې یې هم د کلمو شمېر نه دی ترتیب شوی. د پخواني کتاب ډېری متنونه ساده او روان نه دي، جملې یې لنډې او ساده نه دي، سخت او پيچلي لغات لري او همدارنگه د ماشومانو ژبه پکې نه ده کارول شوې او متنونه یې د زده کوونکو د سن او عمر سره تناسب نه لري. ځينې متنونه له انځور سره ارتباط نه لري. د متنونو حجم ډېر زیات او وچ دی، د زده کوونکو له سن او سويې څخه لوړ دی، منطقي تسلسل پکې نه دی مرعات شوی. داسې موضوعات پکې شته چې د زده کوونکو له ورځني ژوند او سویې سره اړخ نه لگوي. په پخواني کتاب کې ژبه له تکلفه ډکه، یو څه پېچلې او په ځینو ځایونو کې ناسمه کارول شوې ده. په نوي درسي کتاب کې پورته نیمګړتیاوې ډېرې کمې او یا هم بیخي نشته چې په لاندې ډول مو دغه کتاب څېړلی دی.
د نوي درسي کتاب د لوستلو متنونه
د درېیم ټولګي د نوي درسي کتاب د لوستلو متنونه، له زده کوونکو سره د هغوی د لوستلو مهارتونه د ودې له پاره چمتو شوي دي. په دې کې د کلمو زېرمه، گرامر او د مفهوم اخیستنې بېلابېل مهارتونه شامل دي. متنونه یې په یوه متن کې د جملو د شمېر او په جملو کې د کلمو د شمېر له پلوه ترتیب او تنظیم شوي دي. لاندينی جدول په درېیم ټولگي کې د بېلابېلو برخو لپاره د متن اصول په ډاگه کوي چې گام په گام دا پرمختگ ښيي چې له زده کوونکو سره د هغو د لوستلو مهارتونو په وده او پرمختګ کې مرسته کوي. د درېیم ټولګي د پښتو ژبې نوی درسي کتاب اته برخې لري چې د دوو برخو (لومړۍ او دوهمې) برخې لپاره یې د جملو او کلمو شمېر او د کلمو اوسط یې په یوه اندازه په پام کې نیول شوی. همداسې تر (اومې او اتمې) برخې پورې چې د جملو او کلمو شمېر او د کلمو اوسط یې په ترتیب سره زیات شوی دی.
لومړۍ او دوهم برخه | ۱۱ـ ۱۴ جملې
۲ـ ۱۰ کلمې په یوه جمله کې او په ټول متن کې د کلمو اوسط: ۹۲ |
دريمه او څلورمه برخه | ۱۲ ـ ۱۵ جملې
۲ ـ ۱۱ کلمې په یوه جمله کې او په ټول متن کې د کلمو اوسط: ۱۰۲ |
پنځمه او شپږمه برخه | ۱۳ ـ ۱۶ جملې
۲ – ۱۲ کلمې په يوه جمله کې او په ټول متن کې د کلمو اوسط: ۱۱۰ |
اومه او اتمه برخه | ۱۴ ـ ۱۶ جملې
۲ ـ ۱۳ کلمې په یوه جمله کې او په ټول متن کې دکلمو اوسط: ۱۲۰ |
د نوي درسي کتاب د متنونو ډولونه:
په درېیم ټولگي کې متنونه په دریو ډولونو ویشل شوي دي: روایتي، شعري او معلوماتي، روایتي متنونه (کیسې) دي. په دې کې کرکټرونه، د کسې د پېښې تسلسل او د عناصرو ارتباط، مرکزي موضوع (Plat) او پایله شامل وي. د دې کیسو موخه ساعت تېری دی. معلوماتي متنونه هغه متنونه دي چې معلومات وړاندې کوي، د بېلگي په ډول:
ښه ټولگيوال
څنگه ښه ټولگیوال کیدلای شو؟
ښه ټولگیوال يو پر بل سلام اچوي. په درسونو کې یو له بل سره مرسته کوي. د مطالعې پر وخت ټولگیوالو ته مزاحمت نه کوي. د اړتیا په وخت کې له نورو ټولگیوالو سره د کتاب او قلم مرسته کوي. یو پر بل مهربانه وي. یوځای لوبې کوي. همدرانگه د دې لپاره چې ښه ټولگیوال و اوسو، باید: د ټولگیوالو خبرو ته غوږ ونیسو. څه چې ځان ته خوښوو، نورو ته یې هم خوښ کړو. له ټولگیوالو سره په درسونو کې مرسته وکړو. که پورتنیو ټکو ته پاملرنه وکړو، ښه ټولگیوال کیدلای شو.
همداراز د پورته معلوماتي متن د جملو او کلمو شمېر نظر هرو دوو برخو ته په پام کې نیول شوی دی. جملې یې لنډې او با مفهومه دي. همدارنګه د روایتي متن بېلگه په لاندې ډول ده:
د يوه او بل منل
کاغۍ ناروغه وه. فیل مرغ ته ورغله.
ورته ویې ویل: همیشه مې زړه خفه وي. له گاونډۍ بلبلې مې بد راځي. چې ویې وینم، زړه مې خفه شي. نسخه راکړه چې په درملتون کې درمل واخلم. گوندې روغه شم. فیل مرغ ورته وویل:
ستا د ناروغۍ درمل له ما سره دي: «کینه ساتل د ناروغۍ سبب کېږي.» نو له زړه څخه دې د بلبلې کینه وباسه!
بله ورځ کاغۍ بلبلې ته په موسکا سلام وکړ. بلبلې یې سلام واخیست او خوړې نغمې یې ورته و غږولې. د کاغۍ زړه باغ باغ شو. هغه خوشحاله او رکه روغه شوه (پښتو. درېیم ټولگي، ۱۳۹۷).
له روایتي او معلوماتي دواړو متنونو څخه په گټه اخیستنې سره، زده کوونکي به د دواړو ډولونو متنونو د لوستلو لپاره د لوستلو او مفهوم اخیستنې ستراتیژي منځته راوړي. د نوښتي لیکلو دندې د ژانر یا د کیسې له هغه ډول سره تړاو لري چې زده کوونکي یې لولي. لوستل په هغه مواردو کې له زده کوونکو سره مرسته کوي چې هغوی يې باید په لیکلو کې ترسره کړي. د نوي درسي کتاب معلوماتي او روایتي متنونه سره برابر او همدارنگه د شعر متنونه یې يو څه کم دي. شعر د متن درېیم ډول دی او بېلگه یې په لاندې ډول ده.
د ښوونکي ترانه
هــــــغوی ودان دي پر مـــــــــخ روان دي
ښـوونکی، ښوونکې چې پر چـا گـران دي
چې نه یې شور وي چې نه يې ځــوږ وي
چې د ښـــــــوونکو سبــــق ته غــوږ وي
دا نو بې شـــــــــکه ښه شـــاگـردان دي
کــــه علم، پـــــوهه او کــه حکــمت دی
بس د ښــــــوونکي په برکـــــــــــت دی
په درېیم ټولگي کې متنونه په دریو ډولونو ویشل شوي دي: روایتي، معلوماتي او شعر. د دواړو کتابونو متنونه په درې ډولونو کې راغلي دي. د پخواني درسي کتاب معلوماتي متنونه زیات او روایتي یې لږ کم دي. د نوي درسي کتاب معلوماتي او روایتي متنونه سره برابر دي او همدارنگه شعرونه یې يو څه کم دي. په هر متن کې د جملو او کلمو شمېر او په اوسط ډول په دوو برخو کې د کلمو د شمېر له پلوه ترتیب او جوړ شوي دي. په نوي درسي کتاب کې اجتماعي روزنه او د نظم او قواعدو زده کړه شته. همدارنگه د دوو کتابو په پرتله کې د تربیتې او اخلاقي مطالبو حجم نژدې دوه برابره شوی دی. همدارنگه د دیني او مذهبي روزنې او پېژندنې د درسونو شمېر په مناسبه اندازه زیات شوی دی. د لوستلو هر متن یې یوه غوټه (ستونزه) لري چې وروسته د هغې د حل لارې چارې ورته په ګوته شوې دي. کیسې يې پيل، منځ او پای لري.
پایله
په دې څېړنه کې د درېیم ټولګي د پښتو ژبې نوی او پخواني درسي کتاب سره پرتله شوي او دغه برخې رانغاړي د محتوا (موضوعاتو او متنونو) توپیرونه چې د هرې برخې مشابهتونه او توپيرونه جدا جدا څېړل شوي دي. نتایج ښيي چې د نوي او پخواني درسي کتاب محتوا ډېر توپير لري. دغه موضوع د بېلابېلو هېوادونو د ژبې د زده کړې د تعلیمي نصاب د پرمختللو څېړنو له معیارونو سره ارتباط لري. په دې څېړنه کې د محتوا له تحليل او مشاهدې څخه معلومیږي چې نوي درسي کتابونه په لوړو او نړيوالو معيارونو ليکل شوي دي، خو پخوانی درسي کتاب له دې معیارونو څخه برخمن نه دی. همدرانگه د نورو درسي کتابونو لپاره دې هم د نوي کتاب له معیارونو څخه کار واخیستل شي، نو په دې سره به نور کتابونه هم د نویو کتابونو په څير ولرو. د دې څېړنې له پایلو څخه په لاندې ډول نتیجه گیري کولی شو:
د پخواني درسي کتاب متنونه نظر نوي درسي کتاب ته زیات دي، خو د نوي درسي کتاب د هرې اونۍ لپاره دوه متنونه راغلي دي. د دواړو کتابونو متنونه په درې ډولونو (ژانرونو) کې راغلي دي. د پخواني درسي کتاب معلوماتي متنونه زیات او روایتي او شعر یې لږ کم دي. د نوي درسي کتاب معلوماتي او روایتي متنونه سره برابر دی او همدارنگه شعرونه یې يو څه کم دي. د پخواني کتاب متنونه د زیاتوالي او کموالي له مخې سره تناسب نه لري او له کم څخه د زیاتیدو په لور نه دي لیکل شوي، په یوه متن کې د کلمو او جملو د شمېر له پلوه ترتیب او تنظیم شوي نه دي. متنونه یې ساده او روان نه دي، جملې یې لنډې او مناسبې نه دي، سخت او پېچلي لغات لري او همدارنگه د ماشومانو ژبه پکې نه ده کارول شوې او متنونه یې د زده کوونکو له سن او سویې سره تناسب نه لري. خو په نوي درسي کتاب کې دا تناسب شته. او پورتنيو ټولو برخو ته پاملرنه شوې ده. همدارنګه په نوي درسي کتاب کې اجتماعي روزنه او د نظم او قواعدو زده کړه شته. د پخواني درسي کتاب په متنونو کې د زده کوونکو پوهې ته زیاته توجه شوې ده. همدارنگه په نوي درسي کتاب کې تربیتې او اخلاقي مطالبو حجم نژدې دوه برابره شوی دی او د دیني او مذهبي روزنې او پېژندنې د درسونو شمېر په مناسبه اندازه زیات شوی دی. د نوي درسي کتاب د لوستلو هر روایتي متن یوه غوټه (ستونزه) لري چې وروسته د هغې د حل لارې چارې ورته په ګوته شوې دي. روایتي متنونه يې پيل، منځ او پای لري، خو د پخواني درسي کتاب په روایتي متنونو کې دا معیارونه په پام کې نه دي نیول شوي. د دواړو درسي کتابونو له دې موندنو او ځانګړتیاوو څخه معلومېږي چې نوي درسي کتابونه نظر پخواني ته په لوړو او نړيوالو معيارونو ليکل شوي دي. همدارنګه د درېیم ټولګي نوی درسي کتاب ماشومانو او زده کوونکو ته په زړه پورې دي. ژبه یې ساده، روانه او معیاري ده. معلومات یې سم او د ماشومانو له سن او سویې سره برابر دي ؛ همدارنگه د ماشومانو له ورځني ژوند سره اړخ لگوي او پکې ښه زده کړه کولی شي.
وړانديزونه
۱ـ د نویو درسي کتابونو د گټور تدریس او تطبیق لپاره ضرورت دی چې باید د معارف وزارت او تربیه معلم ریاست خاصه توجه وکړي.
۲ـ د درېیم ټولګي د نوي درسي کتاب له لوړو معیارونو څخه باید د ابتدایې د دوهمې دورې په درسي کتابونو کې هم ګټه واخیستل شي.
مأخذونه
۱. ځدراڼ، الف شاه. (۱۳۸۴). اصلاح و بهبود کیفیت معارف (مجموعه مقالات سیمینار)، کابل: وزارت معارف.ص: ۱۱۱ـ ۱۱۲.
۲. ځدران، میرویس او همکاران.(۱۳۹۷). د پښتو د تدریس لپاره د ښوونکي لارښود درېیم ټولگی، کابل: وزارت معارف، د تعلیمي نصاب د پرختیا او درسي کتابونو د تالیف لوی ریاست.
۳. د افغانستان د پوهنې وزارت.(۱۳۹۰). کابل: د تعلیمي نصاب د پراختیا او درسي کتابونو د تالیف لوی ریاست.
۴. ریسرچ، معیارونو او ارزونې ریاست.(۱۳۹۲). د تعلیمي نصاب د پرختیا او درسي کتابونو لوی ریاست، کابل: افغانستان.
۵. فایض، فیض الله.(۱۳۹۷). د درسي کتاب معیارونه، حقوق بشر ماه نامه،کابل: کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان سال ( شماره سوم)، ص ۲۱ـ ۲۳.
۶. قاسم پور مقدم، دکتر حسین او همکاران يې.(۱۳۸۷).بررسی مقایسه ای برنامه ی درسی آموزش زبان ملی ایران و آمریکا در دوره ی ابتدایی، تهران: دانشگاه پیام نور. ص ۱۸.
۷. مقدم دوست، ابوبکر.(۱۳۹۶). بررسی مقایسه ای برنامه ی درسی مطالعات اجتماعی ایران و سنگاپور در دوره ابتدایی، ایران: پایگاه مجلات تخصصی نور.ص ۶۱.
۸. نژند، امین الله او همکاران.(۱۳۸۶). د پښتو درېیم ټولگی، کابل: وزارت معارف، د تعلیمي نصاب د پرختیا او درسي کتابونو د تالیف ریاست.
۹. وزین، عبدالهادي.(۱۳۹۲).د معارف د عمومي تعلیماتو د متوسطې دورې د درسي کتابونو وضعیت، کابل: د پالیسۍ د ملي تحقیقاتو مرکز، د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو څانگه.ص۵۴.
یو د بل څخه زده کړه هم ثواب دی او هم صواب.
د پورته لیکنی په دریم پاراګراف کی د 《 څیړنی اهمیت او مبریت 》 جمله تر سترګو کیږی.
یقیناً چی د ” مبریت ” پر ځای به ” اِبرام ” مناسبه کلمه وی.