شنبه, مې 4, 2024
Home+۸/انسان د بې دینۍ او دین پر دوه لارې

۸/انسان د بې دینۍ او دین پر دوه لارې

زبیر افغان

ایا خدای خلک بې موجبه عزتمن یا خوار،  پاچا یا ګدا کوي؟

دا هم یوه مهمه پوښتنه ده چې خدای ولې له انسانانو سره دا ډول معامله کوي؟ یو څوک له بد وضعیت څخه ښه ته بیايي او بل له ښه څخه بد ته؟ بل څوک پاچا وي، ګدا يې کړي او بل ګدا وي، پاچا شي؟

 که په نړۍ کې انساني اعمال او دلته ټول جریانات تر نظر تېر شي، نو جوتېږي چې اصل واقعیت داسې نه دی لکه پورته چې په پوښتنه کې مطرح شو. نه څوک له هيڅ سبب پرته پاچا کېږي او نه څوک ګدا، نه څوک خوارېږي او نه بل څوک لوړېږي، هر څه د یوه سیسټم له مخې تر پېچلو قوانینو لاندې کېږي، نه هر څه له هيڅ څه را پېښ دي او نه په دې نړۍ کې دا شی ممکن دی.

دغه نظام چې موږ يې هم یوه وړه برخه یو، خپل سیسټم لري، لمر نه شي کولای چې له خپل هر څومره لوی حجم سره سپوږمۍ ځان ته کش کړي، یا د ځمکې لور ته را وخوځېږي او زموږ ژوند ته خطر متوجې کړي، زموږ کهکشان د یوه بل کهکشان له منځه تلو ته نه ور ځکېږي او نه هغه راځي چې زموږ نظام را مختل کړي. دا ولې؟ ځکه دلته سیسټم دی، دا ټول اسماني اجرام په خپل خاص مدار کې کرځي، نه یوه ذره یوې خوا ته کېږي او نه بلې خوا ته.

دا چې دومره لوی اجرام او د هغو فعالیت تر څار لاندې دی، خپل سیسټم لري او د هغه په رڼا کې فعال دي، نو ایا انسان او د هغه نړۍ به له دې ډول سیسټم څخه جلا وي؟ یعنې د انساني اعمالو لپاره به هيڅ سیسټم نه وي او نه به دلته هيڅ ډول قوانین وي؟ هغه لکه بې مهاره اوښ چې هرې خوا ته يې زړه وي، هلته به ځي، هر څه چې يې پر زړه وي هغه به کوي، او د هر عمل پایلې به د هغه په خوښه وي، هيڅوک نه شي کولای چې د هغه لپاره د عمل دایره انتخاب کړي یا يې پر عمل ټاکلې پایله مرتبه کړي؟

که هر څوک دا ډول فکر کوي، نو واقعیت دا هر څه ردوي، حقیقت داسې نه وای، زموږ له سترګو پټ دغه قوانین او سیسټم په ډېر دقت زموږ اعمال څاري او پر هغو نتیجه مرتبه وي، حتا زموږ په ذهن کې ګرځېدونکي خیالونه هم خپل نتایج راوړي، دا خو پرېږده چې د محسوساتو په جهان کې دې زموږ عمل بې نتیجې پاته شي.

دا هر څه موږ تجربه کولای شو، زموږ د مشاهدې خبرې دي، هسې خوشي قیاسات هم نه دي، نو بیا رښتیا خبره ده چې خدای په خپله خوښه یو څوک یوې رتبې ته بیايي او بل بلې ته؟ یو ګدا شي بل پاچا، یو خوار کړي بل عزت دار، یو ښه کړي بل بد؟ او داسې نور.

مسله دومره هم سطحي نه ده، دغه هر کار چې دلته کېږي د خورا مرموزو او ډېرو پېچلو اصولو له مخې کېږي، یو څوک چې ځان پاچاهي ته رسوي، نو زموږ مشاهده ده چې په یوه ټوپ نه ورسېږي، نه هغه څوک چې پر پاچاهي ناست وي، داسې کېږي چې په یوه ګړي له پاچاهي را ولوېږي. بلکې هر یو ځينې کارونه کوي، څوک چې شاه وي، هغه خپلو کارونو ته محاسبه نه کوي، د هغه ډېرې ناسمې کړنې اخیر د دې سبب شي چې خپله پاچاهي يې له لاسه ووزي، هغه څوک چې پاچاهي ته رسېږي، ډېر تکلیفونه پر ځان مني، خواري کاږي، زحمتونه تېروي، دومره سخت کارونه ترسره کړي چې حتا نور يې له تصور کولو هم ډارېږي، د دې هر څه په څنګ کې د واکمنې طبقې له هر کمزوري حرکت څخه ګټه هم اخلي، تر یوې اوږې پروسې وروسته یو له چوګۍ پرزي او بل پرې ور غورځي.

یو څوک چې د غڼې جال ځان ته جوړ کړي او دغه ورته مضبوط ښکاري، خو له دښمن سره يې داسې تبر او کوتک وي چې تر دې قوي شیان يې په وړاندې نه شي ټینګېدای، نو ایا دا دوه سره برابر دي؟ که څوک هسې ځان په الفاظو خطاباسي او عمل نه کوي، نو ایا لاپو به میدان وړي که د عمل خاوند؟ یو څوک علم لري، بل څوک دومره نه شي کولای چې د خپل ځان یوه وړه اړتیا په خپله پوره کړي، نو ایا بې علمه به ډګر ګټي د میدان اتل به وي که باعمله عالم؟

تاسو خپله وګورئ چې په نړۍ کې څوک عزت لري؟ هغه څوک چې خیالي دنیا يې جوړه کړې وي، که هغه څوک چې هر څه د بشر په لاس ممکن بولي؟ هغه څوک چې په حال کې ژوند کوي که هغه څوک چې په خیالي ماضي کې اوسي؟ هغه څوک چې اړتیا يې وي، نو پر خپلو مټو په تکیه له عمل څخه نه ډارېږي، بلکې په خپل ټول توان د خپلې اړتیا د پوره کولو هڅه کوي او که هغه څوک چې لاس تر زنې د بل په تمه ناست وي؟

قران کریم چې ویلي دي: ته عزت ور کوې او ته ذلت، ته پاچاهي ور کوې او ته يې ځنې اخلې(ال عمران: ۲۶)، دا معنا نه ده چې له موجب او سبب پرته يې کوي، بلکې هدف يې هغه پایله ده چې پر انساني اعمالو حتمن راځي. دا ډول الله تعالی د رزق په اړه هم ویلي دي چې موږ هر ژوي ته روزي ور کوو، که دا خبره داسې را واخیستل شي چې الله يې تر خولې ور رسوي، نو کوم ژوي ته په خپل ارام ځای کې رزق ور کړل شوی دی؟ ایا یو انسان داسې شوی دی چې هيڅ خواري نه کاږي بیا هم د پوره روزۍ خاوند وي؟ 

موږ ولې له خپلې ورځنۍ مشاهدې سره د قران کریم واضح ایاتونه ناسم تعبیر وو؟ مرګ و ژوند هم د الله تعالی د اصولو له مخې راځي، که ستا بدن کمزوری وي، ناروغي يې ژر کابو کوي، نو مرګ به دې هم ژر میلمه شي، که ستا بدن د ناروغیو په وړاندې د مقاومت توان لري، له خورا سختو ناروغیو سره به اوږه وجنګوي او بریالی به ترې ووزي. موږ ډېر کسان لیدلي دي چې له یوې کمزوري ناروغۍ څخه مړه شوي دي او ډېر کسان چې د هغوی همسنه وي، بیا له عیني ناروغۍ ژوندي وزي، علت څه دی؟ علت بدني ځواک دی، یو ښه خواړه خوري، صحت ته پام کوي، ورزش کوي، خپل ویټامین پوره کوي، بل د بدن په کیسه کې نه وي، نه يې ویټامین پوره وي، نه له چاغښت څخه ځان ګوري، نه ورزش پېژني، که دغه دواړه کسان په کورونا اخته شي، کوم یو به ژر چپه کړي؟

ښکاره خبره ده چې دویم به ژر ځان ورته ایله کړي. زما یو ډنګر اخښی و، د کورونا په کال زه ډېر ورته انديښمن وم چې هسې نه ګورونا يې مړ کړي دا لویه کورنۍ به يې چا ته پاتېږي؟ خو پر هغه ډېره ژر تېره شوه، ځکه ډېر زیات پياده مزل کوي، خواړه يې ډېر ښه نه وي، خو بیاهم د هغه د بدن ځواک ضعف ته نه ایله کوي، له دې سره ډېر ډنګر دی، بدن يې هيڅ وخت نه دی چاغ شوی، پر یوه حال پاته وي، مګر پر تکړه ناول لیکونکي نصیر احمد احمدي رحمه الله زه هيڅ نه ډارېدم، ځکه ځوان و، بدن يې پياوړی و، خوراکونه يې سم کول او په یوه مجهز روغتون کې يې درملنه کېده، مګر زما اخښی ژوندی پاته شو او احمدي غریب د لوی سفر خوا خپله کړه؛ ځکه احمدي صاحب چاغ و.

له دې ښکاري چې هر څه هسې نه تر سره کېږي، بلکې د یوه سیسټم له خوا څارل کېږي، له هر عمل سره مناسبه نتیجه ور کول کېږي، ځينې وختونه یو فرد ډېر کوښښ وکړي، مګر عمل يې هغه ډول رنګ نه راوړي چې باید راوړی يې وای، په دې ځای کې بیا د هغه فردي عمل د ټولنې د ناسمو اعمالو له لوري تر فشار لاندې وي، یو کس به څومره ځواک ولري چې ټولنې ته دیکه ور کړي؟ د کمزورې ټولنې اعمال د ځينو زیار کښو کسانو خوارۍ په اوبو لاهو کوي، زموږ ټولنه د دې ښه مثال دی.

دلته پاچاخان رحمه الله تېر شوی دی، صمدخان رحمه الله تېر شوی دی، داسې نور کسان هم، مګر د ټولنې لویه برخه کسان بیده دي، نه وېښېږي، تساهل يې خوښ دی، کار او د زیار خلک نه دي، د خپل حالت د بدلون لپاره حتا په ذهني ډول تیار نه دي چې دغه حالت زه/موږ بدلولای شو، نو عملن به دغه وګړي څه وکړي؟ دوی چې تر څو ذهنن اماده نه شي، عملن هم هيڅ نه شي کولای، اوس که یو څوک په دې ټولنه کې د بدلون لپاره هڅې وکړي، څه به تر لاسه کړي؟ که د ټولنې لویه برخه جنګ غواړي، یوه وړه ډله به څنګه د هغوی جنګ ته خاتمه ورکړي؟ که د ټولنې لویه برخه په چل ول او دوکو کارو بار کوي، د یوه کس صفا کاروبار به نه پکې معلومېږي او نه په خپل پاک کار ډېره ګټه کولای شي، زموږ ټولنه يې ښه ژوندی مثال دی.

د افرادو هڅې چې رنګ نه راوړي، د ټولنې جمعې عمل يې مخه نیسي، د یوه کس د عمل نتیجه به ډېره پياوړې وي، که د ډېرو د ناسمو اعمالو بدې پایلې؟ واضحه خبره ده چې د ډېرو بدې پایلې پرې فشار راوړي او هغه بریالۍ کېږي هم. نو هر څه تر شا خپل علت لري، یا هم هر څه د یوه قانون له مخې کېږي، هڅوک نه بې له سببه پاچا شوی دی او نه ګدا شوی، نه خوار شوی دی او نه عزت داره شوی، نه مړ شوی دی او نه غریب شوی، څوک چې په درسونو کې کوښښ کوي موږ لیدلي دي چې په فردي لحاظ د عزت لوړو منارونو ته رسېدلی دی، څوک چې خواري نه کاږي، موږ يې وینو چې هیڅ شی هم نه دي شوي. چا چې د دنیا ګټلو ته ډېر وخت ور کړی دی، حتمي يې ډېره کړې ده، څوک چې یې په یو او دوه نه پوهېږي، هغوی همداسې پاته دي، دنیا یوازې په روزانه هم نه ډېرېږي، بلکې د هغې د ډېرښت لپاره هم خپل اصول شته، که هغه ونه پېژنې او ورسره همږغی عمل ونه کړې، په بیلچه يې هم نه شې ډېرولای.

د دغه سیسټم د جوړولو له امله که يې نسبت الله ته وشي، ستونزه نه جوړېږي، او که د هغه فرد/ډلې/ټولنې لور ته يې نسبت کېږي هم سهي ده، ځکه هغه عمل کوي، نو قران کریم چې د شاه وګدا نسبت د خدای لور ته کړی دی، هغه يې د همدې سیسټم له امله کړی دی او چې انسان په ګرم بولي، سزا يې ور کوي، سبب يې عمل ګڼي. په دې توګه د قران کریم دواړه تعبیرونه پر خپل ځای سهي دي، البته که انسان له ورځنۍ مشاهدې، خپلې تجربې سره قراني ایاتونو ته سم ربط ور کړای شي، نو هيڅ ستونزه نه جوړېږي.

۲۰۲۲/۱۰/۱۱

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب