یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهجنرال ملک د ملا منصور او مارشال فهيم د مناقشې جزييات خپاره...

جنرال ملک د ملا منصور او مارشال فهيم د مناقشې جزييات خپاره کړل

تاند:(شنبه ،د ميزان ۲۳مه)‏‌ د ازبکانو يوه مشهور جنګي مشر جنرال عبدالملک په يوه ټلويزيوني مرکه کې د طالبانو د وژل شوي امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور او د جميعت د مشهور جنګي قومندان مارشال فهيم د مناقشرې جزييات په ډاګه کړل.

جنرال ملک،چې يو مهال د مارشال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند مرستيال و، د طالبانو د نيږدې کس تر څنګ د هغوی سرسخت مخالف پاتې شوی او په لیلي دښته کې یې د زرګونو جنګياليو په وژلو هم تورن دی.

نوموړی اوس په ترکیه کې اوسي او په یوه ټلویزیوني مرکه کې ېې د طالبانو د تیرې واکمنۍ پر مهال د هغې مناقشرې جزييات وړاندې کړل،چې د طالبانو د وژل شوي امیرالمؤمنین ملا منصور او مارشال فهيم تر منځ شوې وه.

د یادونې وړ ده،چې ملا منصور هغه مهال له جنرال ملک سره اسیر و او مارشال فهيم د طالبانو د مخالف قومندان احمد شاه مسعود د مرستيال په توګه له ملا منصور سره د جنرال ملک په پوځي مرکز کې لیدلي وو.

جنرال ملک وايي د دغې لیدنې پر مهال قسیم فهیم ملا منصور او نور طالب مشران د پاکستان لاسپوڅي وګڼل، خو منصور ېې په ځواب کې مسعود او د هغه ډله هم د روسانو لاسپوڅي ياد کړل او د پاکستان په اړه ېې وويل،چې پخواني جهادي تنظیمونه او مشران یې هم د مسعود په ګډون د پاکستان لاسپوڅي پاتې شوي وو.

جنرال ملک زياتوي،چې د ملا منصور د استدلال پر وړاندې قسيم فهيم،چې وروسته حامد کرزي د مارشالۍ رتبه ورکړه، پاتې راغی.

د طالبانو د پخواني مشر ملا منصور په اړه جنرال ملک وويل، چې خاموش، پوه او مستدلل سړی و او ده د مخالفتونو باوجود درناوی ورته درلود.

جنرال ملک زیاتوي، چې ملا منصور قسيم فهيم ته د پښتنو، تاجیکو، ازبکو او هزاره ګانو پر وړاندې د قومي جګړې په اړه هم ننګونکې خبرې وکړې، چې هغه ېې نا ځوابه کړ.

د قسیم فهیم پلویانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

5 COMMENTS

  1. په مالک او فهیم د نالت وي دواړه یې اوس خوشې مردار ککړ پرتوګونه مینځي ، دوی غله جنایتکاره د افغان اولس دښمنان دي.

  2. شهید امیرالمؤمنین د سیاست او پوهي یو غر وؤ،
    چیري دا پلستیکې مارشالانو د هغوی سره مناقشه کولای شول.

  3. دا به هغه بل ملامنصور وي، چي له دوستم سره پخواني اسیر پاتي شوي ؤ، هغه بیا امریکایانو ته تسلیم کړي ؤ، ٣کاله دمخه دمسکو په غونډه کي کله چي دوستم سره مخ شوي ؤ جنجال یی ورسره کړي ؤ؟
    زه فکر کوم دا راپور مو اصلاح ته ضرورت لری.

  4. وایی یوه بلا ، بلې بلا ته وایی اوخ!
    له چا ئې پوښتنه وکړه چې ګله ښه ده که شاګله ؟
    هغه جواب ورکړ چې په دواړو دې لعنت شي ، یوه بدتره ده له بلې
    ملا قسیم فهیم د کارمل د خاد غړی وو چې بیا دستوري پنجابي او روسي ګډ جاسوس احمدشاه مسعود ته ور ولېږل شو. مسعود او ګلبدین بیا د آی اس آی پاخه غړي او د افغانستان د برخې مسوولین وو. یوه ئې د جاسوسي په لاره کې خپل مردار سر وخوړ او دابل یعنې ملا فهیم ئې بیا د سرطان په مرض مړ شو. پردواړو د افغان ملت سرمایه مصرف شوه او فرعوني قبرونه پرې جوړ شول .
    ملا منصور ئې د پنجاب په غلامي کې مړ او ټوله سرمایه یې پنجابیانو ته پاته شوه .

  5. خبره خو دا ده چی د فهیم او منصور تر منځ د بحث ګټه عام وولس ته نه رسیږی ( نه رسېده ) خصوصاً کله چی ثابته سوه دواړو رشتیا ویل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب