تاند:(شنبه ،د ميزان ۲۳مه) د پاکستان تر کنټرول لاندې د پښتونخوا په مختلفو سيمو کې لسګونه زرو کسانو د نا امنیو وروستيو تحرکاتو ته په غبرګون کې پراخ لاریونونه وکړل او د پاکستان پوځ يې د دغو هڅو اصلي محرک وباله.
دا لاريونونه د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه، د سوات په چارباغ، د شانګلې په الپوري او د بونير په سواړۍ سيمو کې تر سره شوي دي.
د لاريونونو په ترڅ کې ویل شوي، چې د طالبانو په نوم په دې سيمو کې تازه فعاليتونه ټول د پاکستان د پوځ له مرموزو پالیسیو سرچينه اخلي او پښتانه به نور د دغو هڅو پر وړاندې کلک ودريږي.
د بونير د لاریونونو یوه سرلاري ډاکټر کمال سراج په یوه مرکه کې وويل، دوی دې ته حيران دي، چې هرې پښتنې قبایلي او بلې سیمې ته د پاکستان د پوځ له ورتلو سره هلته پاکستاني طالبان ولې پیدا کیږي ؟
د جنوبي وزيرستان خلکو بیا خپلو ملایانو ته خبرداری ورکړی،چې د طالبانو د بیا منظمیدو د هڅو په خلاف تر نه دریدو به ملایانو پسې لمونځونه نه کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین،چې په ټوله کې د دغو لاريونونو له رهبري کوونکو څخه دی، په لاریونونو کې د ډېرو ملتپالو پښتنو ډلو په شاملولو بریالی شوی.
ښاغلي پښتين په یوه پیغام کې روښانه کړې،چې پي ټي ايم د رايو د لاسته راوړلو او سياسي موخو لپاره مبارزه نه کوي.
هغه ټولو پښتنو ته د پښتون ژغورنې په مبارزه کې د ملتیا بلنه ورکړې، چې مثبتو ځوابونو او هرکلي سره مخ شوی.
دا لاریونونه په داسې مهال دي، چې ځینې منتقدین پاکستان په دې تورنوي، چې په پښتنو سيمو کې د طالبانو له را پورته کولو سره له یوه لوري پښتانه ځپي او له بل لوري د طالبانو د ځپلو په نوم له نړیوالو مرستې او امکانات غواړي تر لاسه کړي.
د پاکستان د دغو ادعا شویو هڅو پر وړاندې دا ځل د پښتنو ملتپالو او عامو خلکو مقاومت او دریدل مثبت او هیله بښونکی ارزول شوی.
د پنجابيانو څخه د پښتونخوا د خلکو د ازادۍ په هيله!